1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحادیه خپلې نظامي مرستې ۵،۵ میلیاردو ته زیاتوي

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

اروپايي اتحادیه غواړي په راتلونکي کال کې د نظامي مرستو له پاره مالي امکانات ۵،۵ میلیاردو ته زیاتې کړي. د اروپايي اتحادیي د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په دې اړه موافقې ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4KrEx
Brüssel Europäische Flaggen am EU-Hauptsitz
انځور: GERARD CERLES/AFP/Getty Images

کیدای شي تر ۲۰۲۷م کاله پورې پر دغه ۵،۵ میلیارده یورو نورې پیسې هم ور علاوه کړای شي. هغه پروګرام چې په اصطلاح د «سولې له پاره د آسانتیا» په نامه د ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې رامنځته شوی و او تر ۲۰۲۷م کاله پورې یي باید دوام کړی وای په کال کې ۵،۷ میلیارده یورو پکې په پام کې نیول شوي وې. اوس د دې پروګرام ډېره برخه د اوکراین له پاره د پوځي مرستو په شکل کې لګول شوې ده.

اروپايي اتحادیه: ترکیه باید د روسیې پر وړاندې د لویدیځ بندیزونه عملي کړي

په یوه اعلامیه کې «د اوکراین او نورو متحدینو څخه د اروپايي اتحادیي د پوځي ملاتړ له پاره د دایمي هڅو په برخه کې د یوه واضح سیاسي سیګنال» خبره شوې ده. د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل، وویل چې د سولې له پاره د آسانتیا پروګرام بریالی دی. هغه وویل: «دې پروګرام په بشپړ ډول چلند ته بدلون ورکړ چې موږ څنګه په دفاعي برخه کې د خپلو متحدینو ملاتړ وکړو.» او همدارنګه یي اروپايي اتحادیه او خپل شریکان تقویه کړي دي.

اوکراین د سولې له پاره د آسانتیا له پروګرام څخه د اکتوبر میاشتې تر نیمایي پورې شپږ برخې یعنې ۳،۱ میلیارد یورو ترلاسه کوي. ټاکل شوې ده چې په دغو پیسو سره به وسلې او په ډېره کمه برخه به یي تجهیزات، د لومړنیو مرستو بستې او د سوون توکي وپيرل شي.

ویبر: اروپايان دې په ژمي کې د اوکرایني مهاجرو پر وړاندې لا ډير مسئوليت ادا کړي

پر اوکراین سربیره له دې پروګرام سره د موزنبیق، ګرجستان، مولداویا، مالي، سومالیا، نیجر، بوسنیا هرزوګوینا، لبنان، موریتانیا او په افریقا او بالکان کې د یو شمیر نورو څو ملیتي واحدونو ملاتړ کیږي.

د اروپايي اتحادیي «د سولې له پاره د آسانتیا پروګرام» خدمات باید تر ټولو په لومړي قدم کې د شخړو د مخنیوي، د سولې ټینګښت او د نړیوال امنیت او ثبات د پیاوړې کولو پر برخو تمرکز وکړي.

دا پروګرام د اروپايي اتحادیي له واقعي بودیجې څخه دباندې، د غړو هیوادونو د مشارکت په نتیجه کې تمویليږي. د آلمان حکومت د څرګندونو له مخې، د المان الزامي ونډه د دغه مشارکت تر یوه پر څلورمې برخې هم زیاته ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز