1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۳ میلیونه یورو مرسته وکړه

۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده.دا مرستې به د مرستندویه موسیسو په وسیله خلکو ته ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4aXby
Afghanistan Torkham | Migration | Afghanen fliehen aus Pakistan
د دغې اتحادیې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له افغانستان سره ۶۷۶ میلیونه یورو مرسته شوې ده.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې  (اوچا)  د یکشنبې په ورځ پر ایکس ( پخواني تویټر) لیکلي چې اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا د دغو مرستو د هر کلي تر څنګ ویلي چې په دغو مرستو له لارې به مرستندویه سازمانونه وکړای شي چې په ټول هیواد کې هغو میلیونونو خلکو ته خدمات وړاندې کړي چې مرستو ته اړتیا لري.

څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او بې ځایه شویو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۱۴۲،۸ میلیونه یورو نوې مالي مرسته تصویب کړه. دا مرستې به د ملګرو ملتونو او غیر دولتي موسسو له لارې ویشل کیږي.

دا مالي مرسته له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۱.۲ میلیارده یورو د مرستو یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ژمنه کړې وه.

د دغې اتحادیې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له افغانستان سره ۶۷۶ میلیونه یورو مرسته شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د دغه هېواد خلک له بشري ناروین سره مخ شوي دي .

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ د دغه هېواد تر نیمايي ډېر وګړي بشپړو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره نړیوالې مرستې خورا محدودې شوې او د دغې ډلې اداره هم له نړیوالو بندیزونو سره مخ ده. په افغانستان کې بې روزګاري او بېوزلي خوره او خلک د لوږې له بحران سره مخ دي.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟