1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د واورې او ورښتونو د قربانیانو شمیر ۶۰ ته لوړ شوی

۱۴۰۲ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي دي چې په تیرو درو اونیو کې د شدیدو بارانونو او واورې له کبله د قربیانیانو شمیر ۶۰ تنو ته لوړ شوی. همدارنګه تر ۱۵۰ زرو ډیر څاروي هم مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dVDK
Afghanistan | Winter in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په افغانستان کې سږ کال ژمې تر دې وروستیو پورې وچ او ملایم و، خو د دې فصل په پای کې د دغه هیواد په ډیرو ولایتونو کې واورې او بارانونه وشول چې د سیلابونو د رامنځته کیدو سبب شو.

د طالبانو د ادارې پيښو ته د رسیدګۍ وزارت ویاند جانان سایق په یوه ویډیويې پيغام کې ویلي دي چې د فیبرورۍ له شلمې را په دیخوا «له بده مرغه د واورو او ورښتونو له کبله زمونږ ۶۰ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د واورې، بارانونو او ور پورې اړوندو پيښو په پایله کې ۱۶۴۵ کورونه په بشپړ ډول او یا هم قسماً ویجاړ شوي او نږدې ۱۷۸ څاروي وژل شوي دي.

د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن حکومت له پاشل کیدو او طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې په بې ساري ډول محدودې شوې. دا د دې سبب شو چې د طبیعي پيښو پر وړاندې د دې جګړه ځپلي هیواد مبارزه لا کمزورې کړي.

هرات زلزله ځپلي؛ بې کوره ژمی تیرول سخت دي

د هرات ولایت چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د ویجاړونکو زلزلو شاهد وو، په تیرو ورځو کې په کې شدید بارانونه وشول چې د سیلابونو د راوتلو سبب شو.

 د هرات ولایت د طبیعي پيښو د مدیریت مشر عبدالظاهر نوروزي خبریالانو ته وویل چې د سه شنبې په ورځ د یوه کور د چت نړیدو پیښه کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي مړه شوي دي.

نوروزي وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۵۰ کورونه ویجاړ شوي او د زراعتي ځمکو یوه پراخه برخه اوبو لاندې کړې ده او ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ به د مرستې رسونې لړۍ پيل شي.

د سیمې ملا امام نقیب الله د فرانسې خبري آژانس ته وویل هغه کور چې چت یي نړیدلی او پنځه تنه په کې مړه شوي، لکه په دې سیمه کې د ډیر شمیر نورو کورونو په شان پنځه میاشتې مخکې زلزله کې زیانمن شوی وو.

د ملکرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ، د اکتوبر میاشتېپه زلزلو کې د افغانستان په لویدیځ کې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه او شاوخوا ۳۰ زره د استوګنې کورونه قسماً او یا هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب