1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ته تخليه سوي افغانان د کور پيدا کولو ستونزې لري

۱۴۰۰ اسفند ۱۵, یکشنبه

وروسته له هغه چې مژګان انتظاري د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان څخه وتښتېدله، هغې د کور موندلو ډېره هڅه وکړه. نوموړې اوس د سويلي کليفورنيا تودې او ښکلې سيمې ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/485Pm
Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline
انځور له آرشيف څخهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د دوو ماشومانو دغې ۳۴ کلنې مور له خپل مېړه سره په زيلو نومې صفحې کې يو کور ولټاوه په داسې حال کې چې دوی د لاس انجلس په جنوب د ايرواين سيمې يوه هوټل کې ژوند کاوه. هغې ۲۰۰ امريکايي ډلر د اوبر شرکت ټکسۍ له پاره ولګولې څو ۹۰ دقيقې لېرې پروت يو آپارتمان وګوري چې وروسته معلومه شوه چې بل چا نيولی وو. انتظاري نه يوازې د فاميل د څلورو غړو له پاره، بلکې د نورو خپلوانو له پاره هم يوه کور ته اړتيا لري چې ټول ټال اووه تنه کيږي. په پای کې يې دغه لټون څلور مياشتې وخت ونيو. د شنبې په ورځ به دوی د پنځو خونو يوه کور ته کډه کوي چې له لاس انجلس څخه ۸۰ کلومتره سويل ختيځې خوا ته پروت دی. د دغه کور کرايه د مياشتې ۴۰۰۰ ډالره ده.     

د دغې کورنۍ ستونزې نور په لسګونو زره افغانان هم ګالي چې له امريکايي پوځي اډو څخه د متحده آيالاتو ښارونو او کليو ته کډه شوي دي وروسته له دې چې تېر اوړی د تخليې ډراماتيک هوايي عمليات تر سره شوي ول. ډېری هيله لري چې د کليفورنيا په سويل او په واشنګټن ډي سي کې مېشت شي چېرته چې افغانانو پخوا لا د حلالو شيانو د مغازو او د مسجدونو په لرلو سره ځايي ټولنې تاسيس کړې دي. خو دغه ټولنې د امریکا په تر ټولو ګرانو يا قيمتي ځايونو کې پرتې دي. په تېره لوی افغان فاميلونه پراخو سترو کورونو ته ضرورت لري چې اوس کم شوي دي. د بيا مېشتېدنې آژانسونه رپوټ ورکوي چې له موقتي استوګنځايونو څخه لکه هوټلونو، موقتي اير بي ان بي سرپناوو او کليساګانو څخه د کډوالو وتل اوس ډېر وخت نيسي. انتظاري به اوس په خپل کور کې له خپل مېړه، ماشومانو، مور، کشرې خور او ورور او د هغه له فاميل سره په ګډه اوسيږي. بې له کار، د پورونو له رېکارډ او يوه بل امضاکوونکي څخه د هغې په خبره ډېره سخته ده چې سړی يو کور پيدا کړي.

Häuser stehen zum Verkauf in Kalifornien
د امريکا په ځينو سیمو کې د کور موندل ستونزمن کار دیانځور: AP

خو بې له کوم آدرسه بيا سخته ده چې دوی کار پیدا کړي او ماشومان يې په ښوونځيو کې داخل شي. انتظاري په فارسي ژبه د يوه ژباړونکي په مرسته وويل چې »زموږ ټول ژوند په يوه کور پورې تړلی دی.«

دوی بايد د دوو مياشتې کرايه ورکړې وای څو دغه کور ونيولی شي چې د داسې يوه سازمان له خوا ورسره مرسته کيږي چې تر راتلونکي کال پورې به د کرايې يوه برخه هم پرې کوي. په داسې حال کې چې متحده آيالات د کرونا له پانديمۍ څخه راوځي، د کورونو بازار نور هم راکوچنی شوی دی، خو افغانان اوس د ځان له پاره کورونه لټوي.

د امريکا متحده آيالاتو ته نيمه برخه افغان کډوال چې ډېری ورڅخه يو څو لسيزې پخوا راغلي دي، د پنځو لويو ښاري مرکزونو په شاوخوا کې ژوند کوي، يعنې واشنګټن، ساکرامېنټو، کليفورنيا، سان فرانسيسکو، نيو يارک او لاس انجلس. دغه خبره د کډوالۍ د پاليسۍ په نوم انستيتوت کوي. په پايله کې دغه سيمې د نويو راغلو افغانانو له پاره هم په زړه پورې دي چې ډېر خلک همېشه د خپلو خپلوانو نومونه اخلي چې دلته ژوند کوي کله چې د بيا مېشتېدنې آژانسونه د هغوی د اوسېدو د ځای په هکله غور کوي. خو په افغانستان کې تېر کال د طالبانو د واکمنېدو راهيسې ۷۶ زره افغانان اوس متحده آيالاتو ته رسېدلي دي. دغه خبره کريش اومارا ويګناراجا کوي چې د لوتېران کډوالۍ د خدماتو د آژانس مشر دی. د هغه په خبره دغه ښارونه نور افغان کډوال نه شي منلی.

آ./ن.ص./ا.ا.