امریکایي چارواکی: ترمپ د ایران له نوي وړاندیز څخه نا خوښ دی
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سهشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سهشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- پوتين له ایران څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ
- په بحرين کې دوه افغانان له ایران سره د همکارۍ په تور د بند په سزا محکوم شوي
- روبيو: واشنګټن ليوال دی د ایران د خلکو غږ واورېدل شي
- امریکایي چارواکی: ترمپ د ایران له نوي وړاندیز څخه نا خوښ دی
په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د سه شنبې، د اپريل د ۲۸مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
په بحرين کې دوه افغانان له ایران سره د همکارۍ په تور د بند په سزا محکوم شوي
په بحرين کې پنځه کسان له ایران سره د «تروريستي» اقداماتو د توطيې په جرم محاکمه شوي دي. له دې محکومو شويو څخه یې دوه کسان د افغانستان او درې د بحرين وګړي دي.
دا کسان د سې شنبې په ورځ له ایران سره د همکارۍ او «دښمنۍ او ترهګریزو اقداماتو» له کبله د بند په سزا محکوم شوي دي.
ایران د خليج فارس دا کوچنی هېواد د منځني ختيځ د روانې جګړې په ترڅ کې په توغنديو ويشتلی دی.
عمومي څارنوالۍ اعلان وکړ چې په دې ترڅ کې د بحرين يوه وګړي ته برائت ورکړل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې محکوم شوي کسان د ایران له پاره د «مهمو تاسيساتو» په نظارت او عکاسۍ باندې تورن شوي دي: «عمومي څارنوالي تائيدوي چې د بحرين د سلطنت سره دښمني لرونکو بهرنيو اشخاصو سره د اړيکو جرم يو له خورا جدي جرمونو څخه دی چې ملي امنيت اغیزمنوي.»
عمومي څارنوالي دمګړۍ د يوه شپږم تورن شوي کس چې برائت ورکړل شوی دی، پر قضيه له سره غور کوي.
ایران د امريکا متحده ایالاتو او اسرائيل د بريدونو په ځواب کې د بحرين په ګډون د منځني ختيځ پر يو شمیر هېوادونو باندې توغنديز او د بې پېلوټه الوتکو بريدونو پیل کړل.
د بشري حقونو د څار ټولنې تېره میاشت د منځني ختیځ د جګړې له پېل راهېسې په سيمه کې د «لسګونو کسانو» د نيول کيدو په اړه انديښنه ښوولې وه. د دوشنبې په ورځ بحرين چې د شيعه ګانو لوی نفوس لري، د ۶۹ کسانو تابعيت لغوه کړ او ویې ويل چې هغوی «د ایران له دښمنۍ ډکو اقداماتو څخه ملاتړ کړی دی.»
پوتين له ایران څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين، سره په سنت پيترزبوګ ښار کې وليدل او د روسیې ولسمشر ایراني ديپلوماتانو ته وويل چې ژر د سولې راتلو ته په تمه دی.
مسکو چې د تهران نږدې متحد ګڼل کيږي، تر اوسه د منځني ختیځ په کړکيچ کې د ښکیل کیدو پر وړاندې مقاومت کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اوکراين سره په بشپړه جګړه کې ښکیل دی.
د روسیې دولتي خبري آژانس د رپوټ په حواله پوتين، د دوشنبې په ورځ له ایران څخه ملاتړ وکړ او ویې ويل چې ژر د سولې راتلو ته په تمه دی او دا چې ایران به د جګړې له «دې سخت وخت» څخه تیر شي.
د ريانووستي خبري آژانس په حواله پوتين، له عراقچي، سره د خبرو پر وخت ويلي: «زموږ له لوري به هر کار چې ستاسې په ګټه وي، د سيمې د ټولو خلکو په ګټه وي، ترسره شي څو ژر تر ژه سوله حاکمه شي.»
عراقچي، د دوشنبې په ورځ پاکستان او عمان ته تر سفرونو وروسته چې د منځني ختیځ د کړکيچ په برخه کې د منځګړو رول لوبوي، په داسې حال کې روسیې ته سفر وکړ چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې هڅې درېدلي دي.
روبیو: واشنګټن غواړي چې د ایران د خلکو غږ واوریدل شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له «فاکس نیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې واشنګټن د ایران خلکو ته د زیان اړولو اراده نه لري او غواړي چې غږ یې واوریدل شي، نه د تاوتریخوالي تکرار چې په وینا یې د زرګونو اعتراض کوونکو په مړینې تمامه شوه.
روبیو زیاته کړه: «هیله لرم د ایران د خلکو غږ واوریدل شي، د دې پر ځای چې ۳۰ تر ۴۰ زره کسان په سړکونو او روغتونونو کې ووژل شي او په منظم ډول اعدام شي.»
روبیو همدارنګه د هرمز تنګې ستراتیژیک اهمیت ته اشاره وکړه او هغه یې «د اټوم په کچه یوه اقتصادي وسله» وبلله او ټینګار یې وکړ چې ایران په دې هڅه کې دی چې له دې مسیر څخه پر نړیوال اقتصاد د فشار د وسیلې په توګه استفاده وکړي.
امریکایي چارواکی: ترمپ د ایران له نوي وړاندیز څخه نا خوښ دی
رویټرز د یوه امریکایي چارواکي په نقل ویلي چې دونالد ترمپ د ایران د وروستي وړاندیز څخه نا خوښ دی؛ هغه وړاندیز چې د دې هیواد د اټومي پروګرام په هکله د بحث ځنډول او له جګړې وروسته په فارس خلیج کې د کښتۍ چلونې اړوند اختلافاتو حلول په کې شامل دي.
رویټرز خبري آژانس د سه شنبې (د اپریل میاشتې ۲۸ نیټه) په سهار د یوه امریکایي چارواکو په نقل رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو له پاره د ایران له وروستي وړاندیز څخه خوښ نه دی. دې خبرې د شخړې پای ته رسیدو په هکله هیلې کمې کړي دي.
د ایران د نوي وړاندیز له مخې د دې هیواد د اټومي پروګرام په هکله بحث د جګړې تر پایه پورې او همدارنګه په فارس خلیج کې د کښتۍ چلونې اړوند اختلافاتو حل کول، ځنډول کیږي.
دغه امریکایي چارواکي چې له خپلو سلاکارانو سره د ترمپ د دوشنبې ورځې غونډې له جریان څخه یې معلومات درلودل، د نوم پټ ساتل کیدو په شرط رویټرز ته ویلي چې د ایران دغه چلند د امریکا متحده ایالاتو له پاره د منلو وړ نه دی، ځکه په خبره یې امریکا ټینګار کوي چې اټومي مسایل باید د مذاکراتو په لومړیو کې و اروزل شي او په همدې دلیل ترمپ له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
د سپنې ماڼۍ یوې ویاندې اُلیویا ولز، ویلي چې امریکا به «د رسنیو له لارې مذاکرات ونه کړي» او پر خپلو سرو کرښو ټینګار کوي.
رویټرز د خپل رپوټ په دوام کې ویلي چې اسلام اباد ته د ترمپ د ځانګړي استازي ستیو ویتکاف، او د ولسمشر د زوم جرد کوشنر د سفر له لغوه کیدو وروسته، د سولې بهیر له سره پيلیدو ته هیلې کمې شوې دي.
د ایراني منابعو په حواله د ایران په وړاندیز کې د مذاکراتو څو پړاونه شامل دي؛ په لومړي پړاو کې باید جګړه او سمندري محاصره پای ته ورسیږي، بیا د هرمز تنګې وضعیت مشخص شي او په پای کې اټومي دوسیه او د یورانیمو د غني کولو له پاره د ایران پر حق بحث وشي.