جو بایدن او میرمن ېې په ۲۰۲۲م کال کې څومره عاید درلود؟
۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه
د امریکا ولسمشر، جو بایدن او مېرمن جیل بایدن يې اعلان وکړ چې تېر کال ېې نژدې ۵۸۰ زره ډالر عاید درلود چې شاوخوا ۱۷۰ زره ډالر ېې د ماليې په توګه تحویل کړي دي. سپېنې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د بایدن د مالیاتي اظهارلیک بیا خپرول، «شفافیت ته د امریکا د ولسمشر ژمنتیا» ده. بایدن په تېرو ۲۵ کلونو کې خپل عواید او مالیاتې معلومات عمومي کړي دي.
د ولسمشر او مېرمنې ېې چې هغه هم کار کوي، ناخالص عواید، په تېر ميلادي کال کې ۵۷۸ زره او ۵۱۴ ډالر ول چې د یو کال مخکې هغو په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه لږ ول.
د رپوټونو له مخې بايدنان د خپلو عوایدو تر ټولو ډېره برخه د ولسمشرۍ ریاست له حقونو څخه ترلاسه کوي چې ۴۰۰ زره ډالر دي کوم چې د امریکا د کانګریس له خوا تعیین شوي دي.
لا ډیر ولولئ: بايدن ته تر ټولو غټي تحفې غني او پوتين ورکړي دي
جیل بایدن د شمالي ويرجینیا په کالج کې تدریس کوي. دا د امریکا متحده ایالاتو د يوه ولسمشر لومړنۍ ښځه ده چې له سپينې ماڼۍ بهر آزاد شغل لري. نوموړې له خپلې دغې دندې څخه ۸۲ زره او ۳۳۵ ډالر په لاس راوړي. دغه جوړه د خپلو عوایدو۲۴ اعشاريه ۶ سلنه برخه چې ۱۳۷ زره او ۶۵۸ ډالره کیږی، د مالیاتو فدرالي ادارې ته تحویلوي. له دې نه علاوه، جو بایډن خپل ایالت ته هم ۲۹زره ډالر مالیه ورکوي او میرمن ېې ۳زره ډالر د برعایداتو د مالېې په توګه ويرجینیا ایالت ته ورکوي.
د دوی د مالياتو په نوملړ کې ۲۰زره ډالر خيریه مرستو له پاره ذکر شوي دي. د دغو پیسو تر ټولو ډېره برخه، ۵زره ډالر، د جو بایدن د مړ شوي زوی، بو بایدن، بنسټ له پاره دي چې د ماشوم زورونې سره د مبارزې له پاره تاسیس شوی دی.
دوه ولسمشران له متفاوتو روشونو سره
د مالياتي معلوماتو په خپرولو کې د جو بایدن طریقه چې په علني توګه ېې شریکوي، د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ څخه متفاوته ده. دونالد ترمپ برخلاف له کلونو راهیسې هڅه کړې چې په عامه توګه د خپلو مالیاتي معلوماتو له خپرولو ځان چپ کړي. ترمپ غواړې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې بیا ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړې.
لا ډیر ولولئ: ترمپ غواړي بیا ولسمشر سي
کله چې ترمپ په کانګریس کې د ديموکراټانو له فشار سره مخ او مجبور شو چې خپل څو کلن مالي اسناد وښيي، هلته ښکاره شوه چې هغه د خپلو منقول او غیر منقول املاکو په درلودلو او د ميلیونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو سره، په عملاً هيڅ ډول مالیات برعایدات نه دي تحويل کړي.
خو ترمپ د مارچ میاشتې په پای کې ولسمشرۍ ته د بیا ځلې نوماند کېدو په دليل، اړ شو چې خپل مالي وضعیت افشا کړي چې له خبرو ېې ښکاري هغه له پنځه ميلیون ډالرو ډير عواید په لاس راوړي دي. د ترمپ د ډيجيټلي کارټونو مجموعه چې ظاهراً نوموړی د یو کاوبای، فضانورد او یا د جنګي جیت الوتکې پيلوټ ښيي، د هغه له پاره له یو لک تر یو میلیون ډالرو پورې په لاس راوړي دي.
د جو بایدن مرستیاله، کاملا هاریس او خاوند ېې ډاګ امهوف هم د خپلو عوایدو مقدار علنی کوي. د مالیاتی اظهارلیکونو پر اساس، دواړو تېر کال ۴۵۶زره او ۹۱۸ ډالره ناخالص عاید درلود. دوی ۹۳ زره او ۵۷۰ ډالر فدرالي ادارو او ۱۷زره ېې خپل ایالت کلیفورنیا کې د مالیاتو په توګه تحویل کړي دي.
دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.
دلته زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلئ شئ (22.01.2021):