1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان داخله وزارت: ډیر ژر به ۴۰۰ افغانان آلمان ته راسي

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې ویلي چې ډیر ژر به د منلو ژمنو لرونکي تقریباً ۴۰۰ افغانان له پاکستان څخه آلمان ته راسي. د جمعې په ورځ هم د افغانانو یوه ۳۲ کسیزه ډله آلمان ته انتقال سول.

https://p.dw.com/p/56iZ7
د آلمان په هانوور ښار کې افغان مهاجر له الوتکې څخه د وتلو په حال کې
د آلمان د داخله وزارت یوه ویاند ویلي چې ډیر ژر به د منلو ژمنو لرونکي تقریباً ۴۰۰ افغانان له پاکستان څخه آلمان ته راسي. انځور: Moritz Frankenberg/dpa/picture alliance

په پام کې ده شاوخوا ۴۰۰ هغه افغانان چې د منلو ژمنو په لرلو سره په پاکستان کې بند پاته دي، ډیر ژر آلمان ته داخل سي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې په اوس وخت کې د آلمان له خوا  د منلو له پروگرام څخه تقریباً ۳۶۰ او د محلي کارکوونکو ۳۲ کسان «د انتقال بهیر د ارزونې په حال کې دي.»

د هغه په خبره، د آلمان د منلو د پروگرام په چوکاټ کې ۳۲ نور افغانان د جمعې په ورځ آلمان ته راغلل.

اړونده موضوع: آلمان د هغو افغانانو چې د منلو ژمنه ېې ورسره کړې د انتقال پروسه چټکه کوي

د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، د آلمان ائتلافي حکومت هغو کسانو ته چې په دغه هیواد کې یې د آلماني پوځ «بوندیسویر» یا نورو آلماني بنسټونو او ادارو له پاره کړی وو، د منلو ژمنې ورکړي دي.

سربیره پردې، د هغو کسانو له پاره لکه، د بشري حقونو یا د ښځو د حقونو فعالانو چې له ځانگړي گواښ سره مخامخ کسانو په توگه درجه بندي کیږي، هم د منلو ژمنې ورکړل سوې دي.

د سرحد تړل کیدل او په پاکستان کې د په سلونو افغانانو بندیدل

سره له دې د آلمان اوسني ائتلافي حکومت واک ته له رسیدو وروسته، د دغو کسانو منل سخت محدود کړل. د بایرن د مسیحي سوسیال، مسیحي دیموکرات او سوسیال دیموکرات گوندونو، په ائتلافي تړون کې پریکړه وکړه چې د منلو پروگرام تر ممکنه حد پورې په ټپه ودروي.

د مثال په ډول په دا وروستیو کې د څه د پاسه هغو ۶۰۰ افغانانو د منلو ژمنې لغوه سوې چې د بشري حقونو په لیست کې ول او د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې درلودې.

ډیریو هغو کسانو چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې وو، پاکستان ته پناه یووړه او اوس په دغه هیواد کې بند پاته دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې شاوخوا ۶۳۰ کسان چې د بشري حقونو په لیست کې دي او یا هم د ارزونې پروگرام یوه برخه دي په اوس وخت کې په پاکستان کې میشت کړل سوي دي.

د هغه په خبره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مځکنیو پولو د تړل کیدو په پام کې نیولو سره، د هغوی ملاتړ د آلماني چارواکو له خوا کیږي. دغه ویاند زیاته کړې ده چې سربیره پردې به افغانستان او یا هم دریم هیواد ته د ستنیدو پر وخت د هغوی  ملاتړ وسي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.