1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتافغانستان

د افغانانو اخراج په افغانستان کي بشري بحران نور هم شديد کړی

نجيب الله زيارمل رويترز
۱۴۰۴ دی ۳۰, سه‌شنبه

له ايران او پاکستان څخه د ميلونونو افغانانو له ايستلو او نړيوالو مرستو له کمښت سره په افغانستان کي د لوږي او بې وزلۍ بحران ژور سوي او راستنې سوي کورنۍ له سخت ژمي او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/577Od
اسلام قلعه ته را اخراج سوي افغانان
له ايران او پاکستان څخه په پراخه کچه د افغانانو د ايستلو له کبله په افغانستان کي بشري ناورين نور هم شدت موندلی.انځور: Mustafa Noori/Middle East Images/picture alliance

له ګاونډيو هيوادونو، ايران او پاکستان څخه په پراخه کچه د افغانانو د ايستلو له کبله په افغانستان کي بشري ناورين نور هم شدت موندلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اف پي) په وينا، تر ۲،۵ ميليونه زيات کسان هغه هيواد ته راستانه سوي دي چي ۱۷ ميليونه خلک لا ترمخه له سختي لوږي سره مخ دي.

يو ۵۵ کلن پلار چي اوس د کابل په څنډه کي له خپلي مېرمني، پنځو ماشومانو او يوه لمسي سره په خېمه کي ژوند کوي، د راستنو سوو کډوالو له ډلي څخه دی.

د دوی يوازني ورځنۍ خواړه وچه ډوډۍ او چای دی چي مخ ته يې پراته دي. دغه سړي د دوشنبې په ورځ رويترز خبري آژانس ته وويل: «وضعيت ورځ تر بلي خرابيږي. موږ اوس په مرګ هم راضي يوو.»

ايران او پاکستان تېرکال په ډراماتيک ډول د افغانانو د اخراج لړۍ پراخه کړه. تهران دغه اقدام له اسرائيل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د امنيتي اندېښنو او جاسوسۍ له تورونو سره توجيه کړ، او اسلام آباد بيا د طالبانو اداره د وسله والو جنګياليو په ساتلو تورنوي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام رئيس جان آيليف، وويل چي له راستانه سوو کسانو سره د هيواد نفوس شاوخوا لس سلنه زيات سوی دی. هغه زياته کړه چي د دغو کسانو له راستنېدو سره د عايد يوه مهمه سرچينه له منځه تللې ده. د هغه په خبره له ګاونډيو هيوادونو څخه د پيسو رالېږل «د افغانستان حياتي ښارګ» وو.

اخراج شوي افغانان په کومه هیله خپلو مېنو ته ستنېږي؟

د نړيوالو مرستو کمښت د خوراک نړيوال پروګرام په شان سازمانونو مالي سرچينې په جدي توګه کمي کړي دي. خوارځواکي تېرکال په افغانستان کي خپل اوج ته ورسېدله او اټکل کيږي چي وضعيت به نور هم شدت ومومي.

د کابل په يوه کلينيک کي يوه ډاکټر وويل چي د ناروغانو شمېر دوه برابره سوی دی.

د طالبانو ادارې وياند وويل چي د امکان تر حده به له راستنېدونکو سره مرسته وسي، خو په داسي هیواد چي ۴۰ کاله پکښې جګړه روانه وه، د فقر له منځه وړل به پکښې ژر ممکن نه وي.

د ياد افغان د کورنۍ له پاره چي له ايران څخه خپل هيواد ته راستنه سوې ده، دغه وضعيت په ژمي کي د ژوندي پاتېدو له پاره د سختي مبارزې معنې لري. هغه وايي: «د شپې چي هوا ډېره يخه سي، ماشومان مي وايي: پلاره يخ مي کيږي، ما يخ وهي. زه هغوی په غېږ کي نيسم او ورته وايم: هرڅه به سم سي. موږ بله کومه لاره لرو؟»

دغه ۵۵ کلن زياتوي: «کله چي ما په ايران کي کار کاوه، نو لږ تر لږه مي بشپړ خواړه برابرول. دلته نه کار سته او نه د ژوند کولو بله لاره.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب