ايران؛ د تیلو بيو لوړېدل، د اروپايي ټولني مشران راټوليږي
خپور شوی ۱۴۰۴ اسفند ۱۸, دوشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۴ اسفند ۱۸, دوشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
-
ټاکل سوې ده چي د اروپايي ټولني مشران فون دیر لاین، انتونیو کوستا او کاجا کالاس د منځني ختیځ له مشرانو سره ویډیو کنفرانس وکړي
-
ځينو هيوادونو له خوا د نفتو د توليد له کمېدو سره د تیلو بیې له تيرو څلورو کلونو راهيسي تر ټولو لوړې کچي ته رسېدلي
پوتین د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه اي د «هوډمن ملاتړ» اعلان وکړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په يوه بيان کي چي د کریملین له خوا خپور سوی دی، د ایران نوي ستر مشر مجتبی خامنه اي ته خپل « هوډمن ملاتړ» اعلان کړی.
د روسیې مشر وویل چي هغه ډاډه دی چي مجتبی به «په افتخار سره» د ستر علي خامنه اي لاري ته دوام ورکړي او د ایران خلک به «د سختو ازموینو پر وړاندي» سره متحد کړي.
پوتین «تهران ته هوډمن ملاتړ او زموږ له ایراني ملګرو سره پیوستون» تائید کړ.
حکومتونه هڅه کوي د ایران جګړې د پایلو اقتصادي اغېز محدود کړي
د نړۍ په ګوټ ګوټ کي هیوادونه هڅه کوي چي پر خپلو اقتصادونو او مصرف کوونکو باندي اغیز محدود کړي، ځکه چي د ایران د جګړې اغېزې احساس کیږي.
فرانسه به د دوشنبې په ورځ د جی ۷ هیوادونو د ویډیو سرمشریزي کوربه توب وکړي، ځکه چي د تیلو بیې د دشنبې په ورځ نوري هم لوړي سوي.
په داسي حال کي چي د اوپک غړيو کويټ او عراق د اونۍ په پای کي د نفتو توليد کم کړی، د تېلو بیې ۲۵ سلنه لوړي سوي دي. د هرمز تنګی چي یوه مهمه سوداګریزه لاره ده - په عملي توګه تړلي ده.
رویترز د فرانسې د یوې حکومتي سرچیني په حواله ویلي دي چي د جي ۷ د مالیې وزیران به په ګډه د نفتو د زيرمو پر خوشي کولو باندي بحث وکړي.
دا غونډه له هغه وروسته کېږي چي ایران د ستر مشر په توګه مجتبی خامنه ای د خپل پلار علي خامنه ای ځای ناستی وټاکه.
د فرانسې د مالیې وزیر رولاند لیسکور د فرانسې انفو راډیو ته وویل: «موږ به د نړۍ په دې بیلابیلو برخو کي د عامو خلکو، سوداګرو او اقتصاد پوهانو نظرونه واورو.»
فرانسه د جي ۷ هيوادونو دوره یي مشري پر غاړه لري، چي کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، انګلستان او متحده ایالات هم پکښې شامل دي.
پر اسرائيل د ايران د توغنديو بريد، يو کس وژل سوی
په اسرائيل کي د میګن ډیویډ آدوم د بیړني خدماتو په وینا، د اسرائيل پر مرکز د ایران د توغندیو په بريد کي یو کس وژل سوی دی.
د اسرائيل د امبولانس خدماتو وویل چي په برید کي یو ۴۰ کلن کس مړ وژل سوی. یو بل کس ټپي او د شیبا تل هاشومر روغتون ته انتقال سوی دی.
په دې برید سره په جګړه کي د اسرائيل د ټولو وژل سویو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
له ایران سره جګړه؛ د اروپايي ټولنې مشران سره راټوليږي
د اروپايي ټولنې مشران د منځني ختیځ د هیوادونو له مشرانو سره یوه مجازي غونډه جوړوي. د غونډې موخه د سیمې د هیوادونو له پاره د اروپايي ټولنې د ملاتړ او نورو مسلو په اړه بحث کول دي.
په دې غونډه کي، د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیر لاین به د منځني ختیځ له چارواکو سره د اوسني وضعیت په اړه خبري وکړي.
د اروپايي ټولنې شورا د رئيس ویاند وویل: «د نظرونو دا تبادله به د اوسني وضعیت په اړه د مشرانو د ارزوني اوریدو او د سیمي هیوادونو ته د اروپايي ټولنې او د هغې د غړو د لا زیات ملاتړ او همدارنګه د اوسنۍ شخړي د پای ته رسولو پر لارو چارو بحث کولو فرصت برابر کړي.»
د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم تېره اونۍ د خلیج د همکارۍ شورا له خپلو سیالانو سره د روان وضعیت په اړه خبري وکړې.
دوی د مخ پر زیاتیدونکي کړکیچ د حل له پاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه، په داسي حال کي چي ټینګار یې وکړ چي د خلیج هیوادونه حق لري چي د ایران پر وړاندي د ځان دفاع وکړي.
د تېلو بيي په تيرو دریو کلونو کې تر ټولو لوړي کچي ته رسېدلي
له ایران سره د امریکا او اسرائيل جګړه او د فارس خلیج د څو هیوادونو پر وړاندې د تهران پراخ غچ اخیستونکي اقدامات د دې لامل سوي دي چې د خامو تیلو بیې په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته لوړي سي.
د خامو تېلو بیه د دوشنبي په ورځ د هر بیرل ۱۱۴ ډالرو (۹۸،۹۸ یورو) ته ورسېده، چي د جمعې د ورځي د ۹۲،۶۹ ډالرو په پرتله ۲۳٪ لوړه سوې ده.
وست تګزاس انترمیديت سپک او خواږه خام نفت چي په متحده ایالاتو کې تولیديږي، هم يو بیرل شاوخوا ۱۱۴ ډالره وپلورل سو، چي د جمعې ورځي په پرتله ۲۵ سلنه لوړ دی.
د اسیا د ونډو بازارونه د دوشنبې په ورځ د معاملاتو په پيل کي د تیلو د بیو د نړیوال لوړوالي له امله راولوېدل.
د فارس خلیج معمولاً د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تیل برابروي. له جګړې مخکي، هره ورځ شاوخوا ۱۵ میلیونه بېرله خام تیل د هرمز تنګي له لارې لیږدول کېدل.
د هرمز تنګي له لاري د بار وړونکو کښتیو تګ راتګ بند سوی دی، چي تر ډېره د ایران د ډرون او توغندیو بریدونو ګواښ له امله دی، چي په ټوله سیمه کي یې د تیلو او ګازو تولید تاسیسات هم په نښه کړي دي.