د بشري حقونو د څار اداره: د بشري حقونو سیستم تر فشارلاندي دی
۱۴۰۴ بهمن ۱۵, چهارشنبه
د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) د ۲۰۲۶م کال په خپل کلني رپوټ کې د نړۍ د اوسني وضعیت په هکله دومره تیاره انځور وړاندي کوي چې په ندرت سره لیدل سوی دی. هغه د روسیې، چین او امریکا متحده ایالاتو تر څنگ، آلمان هم ملامتوي او هغه په منځني ختیځ کې د شخړې په هکله د باور په نیمگړتیا تورنوي.
د بشري حقونو د څار ادارې آلماني رئیس فیلیپ فریش، په برلین کې د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل، د بشري حقونو سیسټم چې له لسیزو راهیسې یې قوانین رامینځته سوي، د ولسمشر دونالد ترمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت او له بلې خوا د روسیې او چین په څیر استبدادي حکومتونو ترمنځ د "ټوټه ټوټه کېدو" له خطر سره مخامخ دی. پداسې حال کې چې تر اوسه پورې یوازې له انفرادي قوانینو سرغړونه سوې ده - ځینې یې په مکرر ډول هم. اوس نوموړی سازمان داسې یو تصور لري چې "ټول سیسټم په دې توګه تر پوښتني لاندې راځي او رد کیږي."
د رپوټ ځینې مهمې موندنې:
جرمني - نژادپرستي او د اعتبار کمیدل
د نوموړي سازمان په وینا، د کډوالو او د هغوی د اولادونو د ژوند وضعیت خراب سوی دی. د هیومن رایتس واچ سازمان د نژادپالنې څیړونکې الماس تیفیرا وايي، د دې دلیل دا دی چې "د AfD یا آلمان له پاره د بدیل گوند سیاسي بیانیه، مخ پرزیاتیدونکي توګه د ديموکراتو ګوندونو له خوا منل سوې ده".
هغې احتمالاً د اکتوبر په میاشت کې د صدراعظم فریدریش میرڅ له خوا د ښاري پلان جوړونې بحث ته اشاره وکړه، او خبرداری یې ورکړ چې دا زیان رسونکی دی چې لومړی د مهاجرت شالید لرونکي خلک د یوې ستونزې په توګه په نښه سي، او بیا ټینګار وسي چې "ښه مهاجرین چې دلته په لیوالتیا سره کار کوي" البته شامل نه دي.
فریدرش وویل، په بهرني سیاست کې، هم ایتلافي حکومت او هم نوي تور - سور فدرالي حکومت دواړو خپل نړیوال اخلاقي اعتبار له لاسه ورکړی دی او په نتیجه کې یې نفوذ له لاسه ورکړی دی.
هغې استدلال وکړ چې د دې اصلي دلیل په غزه کې پر فلسطیني ملکي خلکو باندې د سیستماتیک بریدونو په وړاندې "د اسرائيل د حکومت له پاره د آلمان د حکومت تقریباً بې قیدو شرطه ملاتړ" و . هغې وویل، په ډیرو هیوادونو کې، اوس سړی دا اوري چې آلمان د بشري حقونو په اړه دوه گوني معیارونه پلي کوي.
په افغانستان کې "جنسیتي اپارتاید"
نوموړي کلني رپوټ په افغانستان کې د ښځو په اړه اضافي محدودیتونه مستند کړي دي چې د طالبانو له خوا پلي سوي دي. په هغه کې په پوهنتونونو کې د ښځو له خوا لیکل سوو درسي کتابونو د کارولو بندیز او د جامو اغوستلو په برخه کي د سختگیرانه مقرراتو څخه د سرغړونې په صورت کې د هغوی نیول کیدل شاملیږي. د بشري حقونو سازمان اوس دا کار د "جنسیتي اپارتاید" په توگه یادوي اوله آلمان څخه افغانستان ته د اخراج پر بیا پیلولو باندې انتقاد کوي - هغه اخراجونه چې دمخه به یوازې په انفرادي مجرمینو پورې محدود ول.
په ایران کې د اعدامونو لوړ شمیر
د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، پهایران کې وضعیت په ځانګړي ډول خراب دی. د لاریونونو پر وروستۍ څپې ظالمانه اقداماتو سربیره، دغه سازمان د ډله ایزو نیولو او اعدامونو د ډیر لوړ شمیر په هکله رپوټ ورکوي.
اړونده موضوع: فعالان: په ۲۰۲۵م کال کې په ایران کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام سوي
د مرګ سزا ځینې وختونه د مخدره توکو د جرمونو له پاره او ځینې وختونه د سیاسي انګېزې له وجي غیر عادلانه محاکمي کیږي. د اقلیت ډلو غړي، لکه کردان او عربان په ځانګړې توګه اغېزمن سوي دي.