د بهزاد میناتورۍ هنر د ناملموسو ميراثونو په نوملړ کې ثبت سو
۱۴۰۴ آذر ۱۹, چهارشنبه
د ملگرو ملتو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د بشریت د نه لمس کيدونکو کلتوري میراثونو نوی فهرست اعلان کړ چې له افغانستان څخه د کمال الدین بهزاد د میناتورۍ هنرهم پکښي شامل دی.
دغه تصميم د یونسکو د ناملموسو میراثونو د کمیټې په شلمه غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ جوړه سوه، نیول سوی دی.
یونسکو د میناتورۍ ددغه هنر په توضیح کې لیکلي دي چې د میناتورۍ دغه سبک د هرات، غور، کندهار،بلخ او کابل په ولایتونو کې رواج لري.
یونسکو په دې اړه ویلي دي: "د میناتورۍ هنر له تاریخ او ادبیاتو څخه د صحنو د انځورولو یوه دقیقه او سمبولیکه بڼه ده. د هغې اصلي دنده له ټولنو سره د کلتور، تاریخ او ادبیاتو د عناصرو آشنا کول دي چې د هغوی د گډ تیر وخت پوهه او بصیرت انځوروي."
د یونسکو په ویبپاڼه کې توضیحات ورکړل سوي دي چې د میناتورۍ په دغه دود کې د دقیقو، رنگارنگو او پیچلو څېرو او صحنو نقاشي ده چې ټولنیزې کیسې، اقتصادي موضوعگانې او سیمه ایزې افسانې بیانوي.
د کیسو ویلو او مفاهیمو د رسولو د یوې وسیلې په توگه دغه هنر، نه یوازې په انځورونو کې لیدل کیږي، بلکې په معماریو لکه منارونو او تاریخي اثاروکې هم منعکس کیږي.
د حامد کرزي له خوا یې هرکلی
په فرانسه کې د افغانستان سفیر او په یونسکو کې د افغانستان دایمي استازي، همایون عزیزی چې له پخواني حکومت راهیسې دغه دنده پر غاړه لري، د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې لیکلي دي چې یونسکو ته یې د بهزاد د میناتورۍ د هنر د مکتب دغه ماموریت ورمعرفي کړی دی او په دغه فهرست کې د هغه شاملیدل" د افغانستان له پاره له ویاړه ډکه شیبه ده."
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په یونسکو کې د بهزاد د میناتورۍ د هنر له ثبت کیدو څخه هرکلی وکړ او هغه یې "د افغانستان د خلکو له پاره د ویاړ ځای وباله."
د حامد کرزي په وینا کې چې په ایکس کې خپره سوې ده، راغلي دي: "کمال الدین بهزاد زموږ د گران هیواد د کلتور او هنر په برخه کې یو له مخکښانو څخه و او په نړۍ کې د میناتورۍ د هنرونو یو له مشهورو شخصیتونو څخه و، او هغه د افغانستان د کلتوري موقعیت په تقویت کې مهم نقش درلود."