1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د روسیې پر يو بندري ښار د اوکراین بريد کې یو کس وژل شوی

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
۱۴۰۵ فروردین ۳۱, دوشنبه

د سيمه ایزو چارواکو په حواله د روسیې پر تواپسي بندر ښار د اوکراين د ډرون په بريد کې يو کس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/5CVrW
د اوکراين تر بريد وروسته د اورلمبې پورته کيږي.
د چارواکو په حواله دا په تواپسي بندري ښار کې په يوه اونۍ کې دويم بريد دی.انځور: Social Media via REUTERS

د چارواکو په حواله دا بريد چې دوشنبه سهار وختي شوی، د يوې اونۍ څخه په کمه موده کې پر دغه ښار دويم بريد دی. 
د کراسندار سيمې ګورنر وينيامين کوندرايتيف، د تليګرام په يوه پوست کې وويل چې په بندر کې اور لګيدلی دی او د ډرونو ټوټو د يوه ښوونځي او وړکتون په ګډون ودانيو ته زيان رسولی دی. 

اړونده موضوع: اوکراین؛ د روسیې تازه بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي


نوموړي زياته کړې: «تواپسي نن شپه د ډرون د يوه بل درانه بريد هدف ګرځیدلی دی. د لومړنيو معلوماتو په حواله [د بريد] په پايله کې په بندر کې يو کس وژل شوی دی. زه یې له کورنۍ سره ژوره خواخوږي څرګندوم.»
نوموړي وويل چې په بريد کې يو بل تن چې ټپي شوي وو، تر درملنې لاندې دی.

د اوکراین جګړه کې تر ۶۰ کلونو زاړه اوکرایني سرتیري


د ګورنر د يوه پخواني بيان په حواله د پنجشنبې په ورځ يوه ورته بريد يوه څوارلس کلنه او بله يوه ځوانه نجلۍ وژلې وه.
د اوکراين د ډرون يا بې پېلوټه الوتکو د ځواک قومندان روبیرت برودي، وويل چې پوځ د تواپسي د تيلو چاڼ ځای چې د روسیې د تورې بحيرې د صادراتو له مهمو تاسيساتو څخه يو دی، ويشتلی دی. دغه تصفيه خانه د «روزنفت» شرکت ملکيت ده.

د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې دافع هوا سيسټم یې د شپې له خوا ۱۱۲ اوکرايني ډرونونه له منځه وړي دي.  

د اوکراين يو دفاعي چارواکی د روسیې د ډرون له بريده ژوند وتلی


د اوکراين د دفاع د وزير يو مشاور سیرهې بیسکریستنوف، د دوشنبې په ورځ وويل چې پر کور یې د روسیې ډرون له يوه بريد څخه په لږ څه کې ژوندی پاتې شوی دی. 
نوموړي د ټولنیزو رسنيو د يوه پوست په ترڅ کې د خپل انځور د نشرولو ترڅنګ ليکلي دا «يوه معجزه وه» چې ونه وژل شوم.
بريسکریستنوف، په جنورۍ میاشت کې په دفاع وزارت کې د دفاعي تکنالوژۍ د يوه معتبر مشاور په توګه ګمارل شوی وو. 

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber