راپور: په اوکراين کي د روسيې د عسکرو تلفات ۱،۲ ميليونه دي
۱۴۰۴ بهمن ۹, پنجشنبه
د نوي راپور له مخي چي د چهارشنبې په ورځ خپور سو، د ۲۰۲۲م کال په فبروري مياشت کي پر اوکراین باندي د روسیې د بشپړ یرغل له پیل راهیسي، د وژل سوو، ټپيانو یا ورک سوو روسي سرتیرو شمېر ۱،۲ ميلیونو ته رسیدلی دی.
په واشنګټن کي میشت د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS)، خپل معلومات د پوځي پرسونل، استخباراتي ادارو او مختلفو حکومتونو له اطلاعاتو څخه راټول کړي دي.
دغه راپور دغه راز وړاندوینه کړې ده چي که جګړه په اوسني شدت سره دوام وکړي، نو کيدای سي تر اپریل میاشتي پوري د دواړو خواوو تلفات ۲ ميلينو کسانو ته ورسيږي.
څومره سرتيري په جګړه کي وژل سوي؟
د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو د مرکز راپور، د روسیې جنګي تلفات ۱،۲ ميلیونه کسان، چي له دې ډلي ۳۲۵۰۰۰ سرتيري وژل سوي دي، او د اوکراين تلفات يې د ۵۰۰۰۰۰ - ۶۰۰۰۰۰ چي ۱۰۰۰۰۰ - ۱۴۰۰۰۰ وژل سوي سرتيري هم پکښې شامل دي، اټکل کړي دي.
په دغه راپور کي راغلي دي: «په اوکراین کي د جګړې په ډګر کي پر ناسمو ادعاوو سربيره، معلومات ښیي چې روسیه د لږو برياليتونو له پاره ستره بيه ورکوي او د يوه ستر ځواک په توګه خپل اهميت له لاسه ورکوي.»
په راپور کي زياته سوې ده: «له دوهمي نړيوالي جګړې راهيسي، هيڅ لوی ځواک په هيڅ جګړه کي دومره تلفات يا مرګ ژوبله نه ده ليدلې.»
مسکو دا راپور بې ارزښته بللی دی. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف، د چهارشنبې په ورځ وویل چي دا راپور باید د اعتبار وړ ونه ګڼل سي، ځکه چي د تلفاتو د شمېرو خپرولو واک یوازي د روسیې د دفاع وزارت لري.
خو دا راپور په کيف کي د اوکراين د عمومي ستاف له اټکلونو سره سمون لري، چي د روسيې د تلفاتو شمېر شاوخوا ۱،۲۳ ميليونه ښيي.
په اوکراین کي د جګړې تلفات ممکن دوام ومومي
سره له دې چي د تلفاتو شمېر ډېر دی، داسي نه ښکاري چي روسيه دي خپلي جګړې (مقابل اړخ ستړي کوونکې جګړې) ختمولو ته دي تمايل ولري.
په راپور کي يادونه سوې ده چي حتی له خورا لويي کچي سره د روسيې پرمختګ کرار وو. ويل سوي دي چي د خورا مهمو بريدونو په جريان کي يې ځواکونو په ورځ کي په اوسط ډول له ۱۵ تر ۷۰ ميترو پوري پرمختګ کاوه.
په دې راپور کي راغلي دي چي دا «په تيره پيړۍ کي په هره جګړه کي تر هر لوی بريد کرار دی».
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ډسمبر مياشت کي په کلني خبري کنفرانس کي وويل چي په اوکراين کي ۷۰۰زره روسي عسکر ځای پر ځای دي. دا هغه شمېر دی چي هغه تېرکال اعلان کړ او تر ۶۱۷زره لږ ډېر دی چي هغه په ۲۰۲۳م کال کي ويلي ول.