روسيې او اوکراین يو پر بل د ډرونونو حملې کړي
۱۴۰۳ بهمن ۵, جمعه
د اوکراین د بېړنيو خدماتو ادارې په یوه اعلامیه کې چې پر ټولنیزو رسنیو ېې خپره کړې ويلي: «په کیف سیمه کې د دښمن په یوه حمله کې درې کسان وژل شوي دي.»
د اوکراین د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې وژل شوي کسان، دوه نارینه او يوه ښځه ده او زیاه کړې ده چې يو بل کس ټپي شوی دی.
اعلامیه وايي، یو ډرون د هستوګنې پر يو لس پوړیز ساختمان لګېدلی او د سیمې یو مشر له قوله راغلي چې یو شخصي کور هم په نخښه شوی دی.
د اوکراین هوايي ځواکونو ويلي دي چې روسيې تېره شپه د کیف او لوويف په ګډون د اوکراین پر ۷ سیمو د ۵۸ ډرونونو حملې وکړې چې د دوی دافع هوا ځواکونو ېې ۲۵ هغه راغورځولي.
ورته نور ولولئ: جنوبي کوريا وايي په اوکراين کې د شمالي کوريا تر ۳۰۰۰ زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د روسیې دفاع وزارت هم د جمعې ورځ (د جنوري ۲۴) وویل چې اوکراین تېره شپه د مسکو په ګډون د روسیې پر ۱۳ سیمو د ډرونونو حملې کړي، چې ۱۲۱ ېې له منځه وړي دي.
د روسيې دفاع وزارت ويلي دي چې ۶ اوکرایني ډرونونه په مسکو سیمه او نورې ېې د اوکراین او روسیې ترمنځ سرحدي علاقو په ګډون، په مختلفو سیمو کې له منځه وړل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د اوکراین متحدین باید پر مسکو د وسلو د توليد بندیزونه ولګوي: «د هر شاهد ډرون او هر توغندي د تولید له پاره چې د بندیزونو سربېره عرضه کیږي باید ځواب ورکونه موجوده وي.»
ورته نور ولولئ: ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي
روسيه چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې ېې پر اوکراین پوځي يرغل وکړ، له هغه وخت راپدېخوا تقریباً هره ورځ پر کیف د ډرونونو یا توغندیو حملې کوي.
په امریکا متحده ایالاتو کې د دونالد ترمپ په مشرۍ د نوې ادارې په راتلو سره ددواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي مذاکراتو خبرې اورېدل کيږي. ترمپ، د روسيې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین، غږ کړی چې په اوکراین کې دې جګړه ژر پای ته ورسوي، که نه دی به د مسکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. هغه د سه شنبې په ورځ له فاکس نیوز تلویزیون سره د ېوې مرکې پرمهال وویل: «که هغوی دغه جګړه زر، لکه تقريباً په فوري توګه حل نه کړي، زه به پر روسیه درنې تعرفې، درنې مالیې او ستر تحریمونه ولګوم.»
له آرشیف څخه (23.08.2022):