1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې پر اوکراين تر ږغ چټک توغندي کارول تائيد کړل

نجيب الله زيارمل د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۱۹, جمعه

روسيې ويلي دي چي پر اوکراين باندي يې د شپې په بريدونو کي خپل يو پرمختللی بالستيک توغندی کارولی دی. په کيف کي د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي څلور کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/56Zy8
روسيه وايي پر اوکراين يې اريشنيک توغندی استعمال کړی دی
په سپينه روسيه کي د اريشنيک توغندی د تمرين سیمي ته د يادي توغندی انتقالانځور: Russian Defence Ministry/Handout/SNA/IMAGO

د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي ځواکونو يې د جمعې په شپه په اوکراين کي پر «ستراتيژيکو اهدافو» په بريد کي هايپرسونيک يا تر ږغ چټک توغندی «اريشنيک» کارولی دی.

د دغه وزارت په خبره دا بريدونه د ډسمبر مياشتي په وروستيو کي د ولاديمير پوتين پر استوګنځای باندي د کيف د بريد په جواب کي سوي دي، هغه تور چي اوکراين «دروغ» بللی دی.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چي وسله والو ځواکونو يې د اريشنيک او بې پيلوټه الوتکو په ګډون «په منځني واټن او لوړ دقت لرونکو وسلو» سره د اوکراين د ډرون د توليد تاسيسات او د انرژۍ زېربناوي په نخښه کړي دي.

د اوکراين د هوايي ځواک په خبره، روسيې د تيري شپې په بريدونو کي په مجموع کي ۳۶ توغندي او ۲۴۲ بې پيلوټه الوتکي کارولي دي.

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په خبره دغه نوی توغندی په ساعت کي تر ۱۲۰۰۰ کيلومتره زيات سرعت لري. څو ورځي مخکي د روسيې د نږدې متحد سپيني روسيې ولسمشر الکساندر لوکاشينکو وويل چي دغه توغندی د ډسمبر مياشتي په وروستيو کي په دغه هيواد کي ځای پر ځای سوی.

دا دوهم وار دی چي روسيې پر اوکراين بانددي په دغي پرمختللی وسلې سره بريد کوي.

اريشنيک توغندی چي د اټومي خولۍ د ليږد وړتيا هم لري، د ۲۰۲۴م کال په نومبر مياشت کي د اوکراين په دنيپرو سيمه کي د وسلو جوړولو پر يوې فابريکې باندي بېله اټومي خولۍ وکارول سو.

که څه هم اوکراين لا تر اوسه پوري په رسمي ډول په دغه بريد کې د اريشنيک کارول تائيد کړي نه دي، خو اوکرايني رسنيو د اوکراين د هوايي ځواک په حواله ويلي دي چي د جمعې په شپه ناوخته بريد کي يو نامعلوم بالستيک توغندی کارول سوی.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

پر کيف د روسيې بريد

د کيف ښاروال ويتالي کليچکو ويلي دي چي پر کيف باندي د روسيې په هوايي بريد کي ۴ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان سوي دي. د هغه په خبره په وژل سوو کسانو کي يو ډاکټر شامل دی.

د اوکراين په لوېديځ کي لووف ښاروال هم ويلي دي چي روسيې پر حياتي زېربناوو باندي بريد کړی دی او زياته کړې يې ده مرسته رسوونکي او ژغورونکي ډلي په سیمه کي د مرستي او اوروژني په چارو بوختي دي.

په روسه کي پر ۵۰۰ زرو کسانو برېښنا قطع سوې

د روسيې او کراين ترمنځ يو پر بل باندي بريدونه دوام لري. د روسيې په لوېديځ بيلګورود سيمي د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخي پر دغه سيمه باندي د اوکراين په بريد کي برېښنا قطع سوې او د اوبو رسولو او مرکزګرمۍ سيستم درېدلی دی.

د دغي سيمي والي ويچسلاو ګلادکوف، په ټولنيزه شبکه تلګرام کي ليکلي دي چي پر ۵۵۴ زره کسانو باندي برېښنا قطع سوې ده. هغه ويلي دي چي د ترميم چاري يې رواني دي او ټينګار يې وکړ چي «وضعيت خورا ستونزمن دی».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب