1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زیلنسکي: د غله جاتو د صادراتو په مخکي خنډونه پراته دي

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د اوکراین جمهوررییس ، ولودیمیر زیلنسکي پر روسیې باندي تور لګولی دی، چي د توري بحیرې له لاري صادریدونکو غله جاتو په مخکي «قصدأ خنډونه» اچوي.

https://p.dw.com/p/4IXvJ
Getreideexport aus Ukraine
انځور: AP/dpa/picture alliance

هغه په خپل تازه ویدیويي پیغام کي ویلي، چي د ۱۵۰ کښتیانو په مخکي یو ساختګي بندښت جوړ سوی دی، ځکه چي روسیه د هغوی د مسافرینو د تګ مخنیوی کوي. 
په خبره یې د همدغه خنډ په دلیل اوکراین تر اوسه پوري د انتظار برخلاف درې ملیونه ټنه لږ غله جات صادر کړي دي، کوم چي یو کال یې د لسو ملیونو انسانانو دپاره کفایت کاوه او مړوله یې.