1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زېلنسکي روسي ځواکونه په خیرسون کې پر جنایاتو تورن کړل

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر روسي ځواکونه تورن کړل چې له خیرسون سيمې څخه تر وتلو مخکې هلته د جنایاتو مرتکب شوي دي. هغه د عامه خدماتو د احيا ډاډ ورکړ او له ځايي خلکو ېې غوښتي چې د ځای پر ځای شوو ماینونو سره احتیاط وکړي.

https://p.dw.com/p/4JU27
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي د نومبر په ۱۴مه خیرسون ښار ته ولاړ تر څو هلته د بیرغ ځړولو په مراسمو کې برخه واخلي
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي د نومبر په ۱۴مه خیرسون ښار ته ولاړ تر څو هلته د بیرغ ځړولو په مراسمو کې برخه واخليانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي وويل چې روسي ځواکونو د سويلي ستراتيژيکي سېمې خیرسون او شاوخوا څخه ېې تر وتلو مخکې «عین جنایتونه ترسره کړي څرنګه ېې چې زموږ د هیواد په نورو سیمو» کې ترسره کړي دي.

زيلنسکي د یکشنبې ورځې په ماښام خپلې ويډيويي وينا کې په دې هکله د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې «څيړونکو د مخه د روسېې د جنګي جنایتونو ۴۰۰ موارد مستند کړي، همدارنګه د ملکیانو او پوځي پرسونل مړي موندل شوي دي.»

زيلنسکي د خيرسون ښار د نيولو اعلان وکړ

زيلنسکي زیاته کړه: «روسي ځواکونو زموږ د هیواد د نورو سیمو په څير په خیرسون سیمه کې هم عين جنایات تر شا پريښي دي.» هغه ټينګار وکړ: «موږ به له شک پرته هر قاتل پيدا او محکمې ته به ېې راوکاږو.»

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

د روسانو له خوا د خیرسون ښار د اته میاشتني اشغال له پای څخه په خوشاليو هرکلی او لمانځنه وشوه، خو تر څنګ ېې په دغه ښار کې د بيړني بشري وضعیت څخه هم پرده پورته کړه. همدا راز د دغه ښار اوسیدونکي له برېښنا او اوبو پرته ژوند کوي او د خوراکي موادو او درملو له کمښت سره مخ دي. په داسې حال کې چې روسيه لا هم د خېرسون د پراخې سېمې په شاوخوا ۷۰ سلنه برخه باندې کنټرول لري.

اوکراين له اشغال شويو سيمو څخه «ډله ایز جبري انتقال» غندلی

زيلنسکي زیاته کړه هغه روسي عسکر په توقیف کې دي چې قوماندانانو یې دلته پريښې ول او خپله یې ښار ترک کړی وو خو ډير جزئیات ېې ورنکړل.

زيلنسکي وويل چې «څيړونکو د مخه د روسېې د جنګي جنایتونو ۴۰۰ موارد مستند کړي، همدارنګه د ملکیانو او پوځي پرسونل مړي موندل شوي دي.»
زيلنسکي وويل چې «څيړونکو د مخه د روسېې د جنګي جنایتونو ۴۰۰ موارد مستند کړي، همدارنګه د ملکیانو او پوځي پرسونل مړي موندل شوي دي.»انځور: Wolfgang Schwan/AA/picture alliance

اوکرايني پولیسو له ځايي خلکو غوښتي چې د هغو افرادو په شناخت کې ورسره مرسته وکړي چې روسي قواوو سره ېې همکاري کړې ده. زيلنسکي له خلکو وغوښتل چې د ځای پر ځای شوو ماينونو سره احتیاط وکړي. هغه وويل: «لطفاً دا مه هيروئ چې په خيرسون کې لا هم وضعیت ډير خطرناک دی. له بده مرغه تر ټولو مخکې دا چې هلته ماینونه شتون لري. د ماين شنډولو پر مهال زموږ یو استحکامچي ووژل او څلور نور ټپيان شول.»

پر بريښنايي زيربناوو د روسي حملو ادامه؛ له خیرسون ښاره د ملکيانو د فوري وتلو امر

د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په خيرسون ښار کې به اساسی خدمات بېرته احیا شي. هغه په دې هکله وويل: «موږ د نورماله تخنيکي وړتیاو د بېارغونې له پاره خپلې نهايی هڅې پيل کړي تر څو د امکان تر حده ژر اوبه او برېښنا تامين کړو.» زیلنسکي همدارنګه خیرسون ته د ترانسپورت، پُستي خدماتو او درملو ژمنه هم وکړه چې پر وینا ېې په دې برخه کې چارواکي، پولیس او ځينې شخصي شرکتونه کار کوي.

اوکرایني ځواکونو د خيرسون ښار په تیرو دوو میاشتو کې د پوځي پرمختګونو په ادامه بېرته ونیوه. 

آیا په خيرسون کي د روسیې مقاومت مات سوی؟

اوکراین تر دې مخکې هم د شاوخوا اته میاشتنۍ جګړې پر مهال روسیه باندې د بشري جنایتونو تورنه لګولي او دغه راز ېې په کراتو ويلي چې روسي ځواکوانه په خپلو توغندویزو او ډرون حملو کې ملکيان په نخښه کوي، خو مسکو بيا د ملکيانو په نخښه کول ردوي.

روسي ځواکونه وروسته له هغې له خیرسون څخه ووتل او دغه ښار بېرته اوکرایني ځواکونو ونيوه، چې د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتين، شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې دا او د اوکراین په سويل او ختيځ کې درې نورې سیمې په غیرقانوني توګه په خپله خاوره کې الحاق او هغه ېې د نړیوالو قوانينو خلاف د خپل قلمرو برخه اعلان کړه.

د اوکراین پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلی شئ - آرشیف:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل