1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په خوست ولايت کې يو تن قصاص کړ

شکیلا ابراهیم خیل | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د سه شنبې په ورځ د خوست په ولایت کې د قتل په تور یو کس په عام محضر کې قصاص کړ. په دې ډول طالبانو تر اوسه پورې ۱۲ تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

https://p.dw.com/p/54cID
افغانستان؛ په کابل کې د طالبانو مامورین
طالبانو په خوست ولايت کې په عام محضر کې يو تن قصاص کړانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خوست په ولایت کې د یوه کس له قصاص کولو څخه خبر ورکړ.

د طالبانو د ادارې دغه قضايي بنسټ ویلي دي چې د منگل په نوم دغه سړی د قتل په تور محکوم سوی و او دغه حکم دطالبانو د مشر ملا هبت‌الله آخندزاده، له تأیید وروسته عملي سو.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي دي چې نوموړی کس ددغې ډلې د قاضي القضات په شمول د طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور سره د خوست ولایت د مرکز په ورزشي لوبغالي کې عملي سو.

اړونده موضوع: قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل

د خوست په ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، مستغفر گربز ویلي دي چې د طالبانو د ادارې مسؤلینو او قومي مشرانو د مقتول له کورنۍ وغوښتل ترڅو محکوم کس وبخښي، خو هغوی ونه منل.

هغه ویلي دي چې دغه کس د مقتول د کورنۍ د غړو له خوا قصاص سوی دی.

په دغه قضیه کې د دوو نورو کسانو له پاره د قصاص حکم

د خوست ولایت سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې دغه دوسیه په هغې پیښې پورې اړه لري چې ۱۰ میاشتې مخکې د خوست ولایت د علیشرو او تریزیو په ولسوالیو کې رامنځته سوې وه او ۱۳ تنه پکښي وژل سوي وو.

د طالبانو چارواکو ویلي دي چې ددغې قضیې په تړاو د دوو نورو کسانو له پاره هم د قصاص حکم صادر سوی دی.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په پام کې وو چې د دوو نورو کسانو له پاره هم د قصاص حکم عملي سي؛ خو لکه څنگه چې د وژل سوو کسانو ځیني وارثین له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، ددغو دوو کسانو له پاره د قصاص حکم تر هغه وخت پورې ځنډول سوی دی چې د وژل سويو وارثين حضور پيدا کړي.

دا په عام حضر کې د اعدام د پلی کولو ۱۲ مه پیښه ده چې په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو د ادارې له خوا عملي سوې ده.

نړیوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو، مدافع وکیل او قانوني محکمو ته له لاس رسي پرته د تورنو کسانو مجازات محکوم کړي اودغه کار له بشري حقونو سره په ټکر کې ویني.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو د سازمان استازي، ریچارډ بنت ددغه حکم له عملي کولو مخکې، په عام محضر کې اعدامونه «ظالمانه، غیرانساني او غیرمعمول مجازات او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر» کې وبلل او د هغوی د بندولو غوښتنه یې وکړه.

طالبانو تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره  له خلکو وغوښتل چې ددغه حکم د پلي کولو په ځای کې راحاضر سی.