1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

لادرکه سوي افغان کوچنیان لوکزامبورگ ته رسیدلي دي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۷, پنجشنبه

د آلمان د نیدرزاکسن له بارسل څخه له دوشنبې راهیسې دوه لادرکه سوي نهه کلن او لس کلن هلکان په لوکزامبورگ کې خپلوانو ته رسیدلي. دغه ماشومانو روغ رمټ دي او تر مراقبت لاندې نیول سوي دي.

https://p.dw.com/p/59Qi1
په لوکزامبورگ کې د شینگن په نوم یوه کلي پر سړک یو موټر
د آلمان له بارسل څخه دوه لادرکه سوي نهه کلن او لس کلن هلکان په لوکزامبورگ کې خپلوانو ته رسیدلي.انځور: Iolanda Paz/DW

په کلوپنبورگ کې پولیسو خبر ورکړ چې اوس اړونده چارواکي د دغو دواړو تره زامنو په ډاډمن ‌ډول بیرته ستنیدو له پاره تیاری نیسي. د هغوی د معلوماتو له مخې نوموړي کوچنیان نه له کومې ناوړې پیښې او نه هم له کوم جدي خطرسره مخامخ سوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، هغوی له یوه ۳۰ کلن خپلوان سره لوکزامبورگ ته رسیدلي او د پولیسو د ځايي ځواکونو له خوا ترمراقبت لاندې نیول سوي دي. په اولدینبورگ کې د آلمان د عامه څارنوالۍ دفتر د کم عمر لرونکو کوچنیانو د تښتولو په شک د نوموړي سړي په وړاندې تحقیقات پیل کړي دي. دا چې دغه هلکان څنگه لوکزامبورگ ته ورسیدل او هغوی ولې هلته وړل سوي وو، په اړه یې په اوس وخت کې پلټنې روانې دي.

اړونده موضوع: په آلمان کې له یوه استوگنځي څخه دوه افغان کوچنیان لادرکه سوي

د پولیسو په حواله دا دوه هلکان چې د تره زامن دي، له تیرکال راهیسې په بارسل کې په یوه گډ استوگنځي کې اوسیدل. دغه هلکان د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د فوټبال د تمرین په هدف ووتل خو هغه ځای ته هیڅکله ونه رسیدل. پولیسو د هغوی د لټون له پاره له سپیانو اوهیلیکوپتر څخه د استفادې په گډون پراخ عملیات پیل کړل چې د دوشنبې ترناوخته او د سه شبنې تر ورځې یې دوام پیدا کړ.

پولیسو د سه شنبې په ورځ لا خبر ورکړ چې هغوی له کوم ناوړې پیښې سره نه دي مخامخ سوي او کوم جدي خطر ورته متوجه نه دی. د هغوی د معلوماتو له مخې دواړه کوچنیان له افغانستان څخه دي چې تر اوسه یې لا د والدینو له پاره ممکنه نه ده چې له هغوی سره یوځای سي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.