1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقي: ځينې کړۍ د افغانستان او تاجکستان اړيکې خرابول غواړي

۱۴۰۴ دی ۶, شنبه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، د تاجکستان سره د افغانستان پر پوله د وروستیو امنیتي پېښو په اړه جدي پلټنې پیل شوې دي.

https://p.dw.com/p/560yU
متقي: د افغانستان تاجکستان پر پوله د وروستیو پېښو څېړنه روانه ده
متقي: د افغانستان تاجکستان پر پوله د وروستیو پېښو څېړنه روانه دهانځور: WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

متقي دا څرګندونې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وکړې. نوموړي، پرته له دې چې د کوم هېواد یا ډلې نوم واخلي، وویل«ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو زیاته یې کړه چې د خپل هېواد پر ضد هر ډول زیان به ونه زغمي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله څو امنیتي پېښې شوي دي.

 تاجکستان وايي، په یوه وروستۍ نښته کې یې دوه پوله‌ساتونکي وژل شوي او له طالبانو یې غوښتي چې د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونه د طالبانو حکومت تورنوي چې د پولې د امنیت او د توندلارو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بې‌پامي کړې ده.

طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه ډول پېښې د هغو کړیو کار دی چې غواړي په سیمه کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.

تاجکستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي تماسونه شته او تېرې میاشتې د تاجکستان یو پلاوی کابل ته تللی و.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai