شخړيمنځنی ختیځ
اټومي مرکزونو ته نیږدې بریدونو په اړه د ډبلیو ایچ او خبرداری
۱۴۰۵ فروردین ۲, یکشنبه
اعلان
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د ایران او اسرائیل د هستوي مرکزونو پر شاوخوا هوايي بریدونه د منځني ختیځ جګړه «خطرناکې مرحلې» ته سوق کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس په خپلې ایکس شبکې لیکلي:«زه په بېړني ډول له ټولو اړخونو غواړم چې په اعظمي ډول نظامي زغمه کار واخلي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې د هستوي پېښو لامل کېږي.»
دغې چارواکي زیاته کړې، چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په ایران کې د نطنز اټومي بټۍ پر تاسیساتو او د اسرائیل پر سویلي ډیمونا ښار بریدونو په اړه څېړنې کوي.
هغه وویل:«له سیمې بهر د هېڅ ډول غیرطبیعي یا د وړانګو د خپرېدو د نښو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.»