1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې له یورو سره د ډالر برابري مهمه ده؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

په داسې یوه وضعیت کې چې اروپايي ټولنه له سخت انفلاسیون سره مبارزه کوي، د یورو د پولي واحد ارزښت لویدل نور زیانونه هم رامنځ ته کوي. سربیره پر دې، د اسعارو په بازار کې یورو په دوامداره توګه مخ په لویدو ده.

https://p.dw.com/p/4GTtr
US- und Euro-Banknoten
انځور: Carol Smiljan/picture alliance

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې په اوکراین کې د روسیې تر پوځي یرغل راهیسي یورو د ډالر په وړاندي ډیره راکښته سوې ده او په دا وروستیو کي یورو ان د ډالر له بیې را ولویده.

دا دی اوس یورو له شلو کلونو راهیسې د اول وار له پاره تر ۰،۹۹ امریکایی ډالرو کښته سوې ده یعنې له یوه ډالر څخه یې هم ارزښت ټیټ سوی دی. د دوشنبې په سهار (د سپتمبر ۵ مه) دغه پولي واحد مخکې له هغه چي بیرته یو څه رالوړه سي، ځیني وخت حتی  د ۰،۹۸ ډالرو سره برابره سوه. دا له ۲۰۰۲ م کال راهیسي تر ټولو ټیټه کچه وه.

د یورو ارزښت ولې راکمیږي؟

د یورو په زون کې د گازو د لوړې بیي او د روسیې له خوا د طبیعي گازو د عرضې دایمي بندیدلو په اړه په عمومي ډول بد لیدلوری، د دغې ګډې پیسې ارزښت راکموي. د روسیې په گازو پوري د جرمني او ایټالیا د اقتصاد وابستگي، پانگه اچوونکي بې ثباته کړي او اقتصاد پوهان د امریکا متحده ایالاتو په پرتله په اروپایي زون کې د چټک او دردوونکي اقتصادي رکود اټکل کوي. 

Symbolbild Rezession
کله چي اسعار د کښته کیدو په حال کي ویانځور: Yonhap/picture alliance

سربیره پردې په امریکا متحده ایالاتو او د یورو په زون کې یعنې هغه ګڼ شمیر هیوادونه چې یورو یې رسمي پولي واحد دی، د سود متفاوت نرخونه نقش لوبوي. د امریکا مرکزي بانکونه د سود په لوړیدو سره د انفلاسیون په وړاندې مبارزه کي یرغلیز عمل کوي. په داسي حال کي د امریکا مرکزي بانک د مارچ د میاشتې راهیسې د سود کچه په مجموعي ډول د ۲۲۵ اساسي واحدونو په اساس لوړ کړل په داسې حال کې چې د اروپا مرکزي بانکونو بیا هغه ۵۰ اساسي واحدونو په تناسب پورته کړي دي. 

د یورو کمزورتیا پر مصرف کوونکو څه اغیز لري؟

ضعیفه یورو به اروپایی کورنۍ او شرکتونه چی بې له هغه هم د لوړ انفلاسیون څخه اغیزمن سوي، لاپسي ترفشار لاندي راولي. یوه کمزورې پیسه به هغه واردات چي معمولاً په ډالر ورکول کیږي، لاپسي گران کړي. که هغه اومه او یا هم منځني مواد وي، بیا به نو سیمه اییزي بیی نوري هم لوړي سي.

په عادي حالت کي کمزورې یورو د آلمان په شان لوی صادروونکي هیواد له پاره یو ښه خبر دی. دا کار صادارت زیاتوي، دا ځکه چي په ډالرو پلورل کیږي او په دې ډول ارزانه تمامیږي. خو د کارپوهانو په خبره، د بلي خوا د نړیوالو اکمالاتو د سلسلې د شخړو، بندیزونو او په اوکراین کي د جگړې له امله هغه نورمال وختونه نه دي.  

د هغو امریکایی اتباعو له پاره چي اروپا ته راځي، ضعیفه یورو ډیره ګټه کوي. د مثال په ډول هغوی کولای سي له تیوري لحاظه ۱۰۰۰ ډالر د ۱۰۰۰ یورو په مقابل کي تبدیلي کړي په داسې حال کې چې د همدې کال د فبرورۍ په میاشت کی به یې د ۱۰۰۰ ډالرو په بدل کې یوازي ۹۰۰ یورو په لاس راوړې وای. یا په بل عبارت د هغوی د ډالرو ارزښت زیات سوی دی. همدارنګه د امریکایی شرکتونو له پاره هم چی اروپایی مالونه واردوي، هم دا هرڅه ارزانه تمامیږي.

د یورو کمزورتیا د اروپا د مرکزي بانک له پاره څه معنی لري؟

کمزورې یورو او د هغه په نتیجه کي راپیدا سوي لوړ قیمتونه د اروپا د مرکزي بانک هغه چلنجونه هم زیاتوي چي پر هغه باندي یې له امله انتقادونه کیږي، یعني دا چي هغوی د نورو بانکونو په پرتله خپل سود ډیر ناوخته پورته کړی دی.

د مرکزي بانک له پاره چی دنده یې د انفلاسیون راکمول دي، دا ستونزه هم اضافه کیږي چي یورو نه یوازي د ډالر، بلکي د نورو اسعارو په وړاندي لکه د سویس د فرانک او جاپان د ین په وړاندي هم ضعیفه سوې ده. 

د یورو راکښته کیدل یو له هغو فکتورنو څخه وو چي د اروپا مرکزي بانک یې دې ته مجبورکړ چي د جون په میاشت کي نرخونه ۵۰ واحدونو ته لوړ کړي، یعني د جون د میاشتي په پرتله دوه برابره. د پنجشنبه په ورځ (سپتمبر ۸مه) د اروپا د مرکزي بانک شورا یو وار بیا سره یوه ناسته کوي ترڅو د هغو د لا زیاتو لوړیدو په هکله بحثونه وکړي.

GP/NZ/AG