وینس: ایران د امریکا له ټولو سرو کرښو سره موافقت نه دی کړی
۱۴۰۴ بهمن ۲۹, چهارشنبه
د امریکا د ولسمشر مرستیال، جی ډي وینس د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۱۷مه) د ژنیو له مذاکراتو وروسته وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت، یوې ډیپلوماټیکې حل لارې ته د رسیدو له پاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ترمپ له خوا ټولو ټاکل سوو »سرو کرښو« سره موافقه نه ده کړې.
جی ډي وینس د فوکس نیوز له شبکې سره په خبرو کې ټینگار وکړ: «ددغې ناستې په ځینو برخو کې ښه پرمختگونه رامنځته سول؛ ایرانیانو موافقه وکړه چې وروسته به یو ځل بیا لیدنه وکړي. خو په ځینو نورو برخو کې، بشپړ روښانه وه چې ولسمشر ځینې سرې کرښې ټاکلي چې ایرانیان لا واقعاً اوس حاضر نه دي، هغه ومني او په اړه یې د حل وفصل بهیر ته داخل سي.»
اړونده موضوع: په ژنيو کې د ایران او امریکا د اتومي مذاکراتو نوی پړاو
اسرائیل د ژنیو له غونډې څخه د لا زیاتو معلوماتو په تمه دی
له بلې خوا د دواړو خواوو ایراني او امریکايی چارواکو خوشبینانه څرگندونو، د واشنگټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو دوام ته هیلې زیاتې کړې کړي دي. اسرائیل ځان د داسې یوه حالت له پاره آماده کوي چې پکښي د بالستیک توغنديو موضوع له اجنډا ليرې سي او وروسته خبرو اترو ته وځنډول سي. د اسرائیلي سرچینو په حواله، ددې کمپاین له پاره د آمادگۍ د یوې برخې په توگه، د اسرائیل د داخلې جبهې قوماندان به سبا په یوې مخفي غونډې کې گډون وکړي.
د اسرائیل د داخلې جبهې قوماندان، شای کلاپر به دایران په وړاندې د ممکنه عملیاتو له پاره د تیاریو په چوکاټ کې، سبا د کنست يا د اسرائيل د پارلمان په یوې مخفي غوندې کې گډون وکړي. تمه کیږي چې تورن جنرال کلاپر به د بهرنیو چارو او دفاعي کمیټې غړو ته یو امنیتي او پټ رپوټ وړاندي کړي. ددغو خبرو اترو اصلي موضوع د اسرائیل پر داخلي جبهې باندې د راکتي او ډرون بریدونو په وړاندې مقابلې له پاره چمتووالی وي.
د اسرائیل کان ټلویزیون په یوه تحلیل کې وویل، که د واشنگټن او تهران ترمنځ خبرې اترې په هم هغه ډول چې د سه شنبې د ورځې خوشبینانه څرگندونې یې ښيی، پرمختگ وکړي، نو اسرائیل به د سم عمل په اړه له یوې ستونزې سره مخامخ سي."یا به په تړون کې د بالستیک د توغندیو محدودیت شامل نه سي، يا به دا موضوع وروسته خبرو اترو ته وځنډول سي."
په ژنیو کې د خبرو اترو له پای ته رسیدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، اعلان وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ ځینې پرمختگونه رامنځته سوي دي. هغه وویل: "موږ له امریکا متحده ایالاتو سره د یوه اساسي اصول پرسر هوکړې ته رسیدلي یو. اوس به دواړې خواوې د هوکړې پر اسنادو کار وکړي."
عراقچي زیاته کړه: "یوه نوې زماني کړکۍ به پرانیستل سي. هیله مند یم چې مذاکرات به د یوې دوامدارې حل لارې سبب سی چې د ټولو خواوو گټې په نظر کې ونيسي." هغه همدارنگه ټینگار وکړ: "ایران د هرډول تیري یا گواښ په وړاندې له ځان څخه د دفاع له پاره په بشپړ ډول آماده دی. پر ایران باندې د هر ډول برید پایلې به د هغه تر سرحدونو پورې محدودې پاته نه سي."
اړونده موضوع:ایران: د تحریمونو د ليرې کولو په شرط امریکا سره اټومي تړون غواړو
عراقچي په عین حال کې څرگنده کړه چې لا هم د اختلاف وړ نور مسائل موجود دي. الجزیرې د نوموړي له قوله زياته کړې: "د تیر پړاو په پرتله مو په دغه دور کې لا ډیرې جدي خبرې اترې ترسره کړې. فضا رغنده وه، نوي نظریات مطرح او په ډیر جدیت سره وارزول سول."
سیمې ته د ۵۰ امریکایي جنګي الوتکو استول
د اکسیوس ویب پاڼې د سې شنبې په ورځ، د فبروري پر ۱۷مه، د یوه امریکایي چارواکي په حواله رپوټ ورکړ چې د امریکا متحده ایالاتو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې منځني ختیځ ته له ۵۰ څخه زیاتې جنګي الوتکې استولي دي.
د رپوټونو له مخې یو شمیر F-16، F-22 او F-35 جنګي الوتکې د منځني ختیځ په لور د خپلواکو الوتنو د مخنیوي کونکو له خوا لیدلې سوې دي.
د امریکا متحده ایالاتو دغه پوځي پیاوړتیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه له ایراني چارواکو سره د غیر مستقیمو خبرو اترو سره سم رامنځته کیږي. یوه امریکایي چارواکي د یروشلم پوسټ ته وویل چې په ژنیو کې د سه شنبې په ورځ په خبرو اترو کې پرمختگ رامنځته سوی، خو ټینګار یې وکړ چې لاهم باید پر ډیریو جزیاتو بحث ترسره سي.