ټرمپ له ټولنیزو رسنیو خپل لانجمن انځور لرې کړ
۱۴۰۵ فروردین ۲۵, سهشنبه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ له خپلې ټولنیزې رسنۍ څخه هغه انځور لرې کړ چې ځان یې د عیسی ع په توګه د مصنوعي څیرکتیا په مرسته جوړ کړی و.
دغه انځور چې مصنوعي ځیرکتیا جوړ کړی و يکشنبه شپه ناوخته یې له خپلې ټولنیزې رسنۍ «تروت سوشل» خپور کړ. انځور کې ټرمپ اوږدې سپینې او سرې جامې اغوستي او لاس یې د یوه ناروغ کس په تندي ایښی دی، هغه حالت چې امریکا کې له «له عقیده یې درملنې» سره تړاو لري.
د ټرمپ دغه انځور د نوموړي د ځینو مذهبي ملاتړو خورا منفي او بې مخینې غبرګونونه راوپارول. وروسته ټرمپ وویل چې غوښتل یې په دې انځور کې ځان ډاکټر وښيي. په دغه انځور کې د ټرمپ دواړه لاسونه په تیره هغه چې د ناروغ په تندي یې ایښی روښنایي لري.
تر شا یې د آزادۍ مجسمه، د امریکا یو لوی بیرغ، اورلوبې، یو جنګي جیټ، یو کس چې دعا ته یې لاسونه پورته کړي، او یو عقاب هم لیدل کیږي.
ټرمپ: «فکر مې کاوه چې زه یو ډاکټر یم»
ټرمپ د دوشنبې په ورځ دا انځور لرې کړ، او دا ادعاوې یې رد کړې چې دغه انځور هغه د عیسی ع په څیر ښکاره کوي.
هغه خبریالانو ته وویل: «هو، ما دا انځور خپور کړ، او ما فکر کاوه چې زه د یوه ډاکټر په رول کې یم او دا له سره صلیب سره تړاو لري.»
نوموړي وویل: «ټاکل شوې وه دا انځور ما د یوه ډاکټر به توګه معرفي کړي چې خلکو ته روغتیا وربښي. زه خلک رغوم او زه خلکو ته روغتیا ورکوم.»
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ مذهبي انځورونه خپروي. په ۲۰۲۳ کال د بانک د درغلیو په محکمه کې د نوموړي یو ملاتړي یوه طرحه جوړه کړې وه چې نوموړی د عیسی مسیح تر څنګ په محکمه کې ښکاره کوي.
ټرمپ د انجيل مسحيانو له پياوړي ملاتړ څخه برخمن دی او په منظمه توګه له مذهبي سلاکارانو سره ګوري.
په پاپ فرانسس د ټرامپ نیوکه
د انجيل مسيحانو برعکس ترمپ، د کاتوليک کلیسا سره له تړاو لرونکو مسيحانو سره ښې اړیکې نه لري. هغه کلیسا چې د مهاجرت په سیاست او به ایران کې د جګړې په سر له ټرمپ سره اختلاف لري.
ټرمپ د پاپ لیو څوارلسم چې لومړنی امریکایی کاتولیک مشر دی، د ایران په اړه څرګندونو باندې سختې نيوکې وکړې. ټرمپ خبریالانو ته وویل: «د بخښنې غوښتلو لپاره هیڅ شی نشته. هغه [پاپ ليو] تیروتنه کوي.»
نوموړي وویل: «پاپ لیو هغه خبرې وکړې چې ناسمې وې.هغه په ټوله کې د هغه کار مخالف دی چې زه یې د ایران په اړه ترسره کوم.، خو تاسې نه شئ کولی اجازه ورکړئ ایران اټومي زیرمې ولري.» ټرمپ په پای کې وویل چې پاپ لیو «د جرمونو او نورو مسلو سره د معاملې کولو لپاره خورا کمزوری عمل کوي.»