1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان بیا د افغانستان پر درو ولایتونو هوایي بریدونه کړي

۱۴۰۵ تیر ۸, دوشنبه

پاکستان ادعا کړې ده چې یو وار بیا یې په افغانستان کې اهداف په نښه کړي او په وینا یې ۲۵ افراطیان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/5GDsr
د ۲۰۲۶ کال د فیبرورۍ په ۲۲ د پاکستان له هوایي برید وروسته ویجاړ شوی کور
آرشیف انځور: د پاکستان په هوایي برید کې ویجاړ شوی کورانځور: AFP

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تاړړ د دوشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو پکتیا، پکتیکا او کونړ کې یې د هوایي بریدونو په ترڅ کې په پراخه پیمانه وسلې او مرمۍ یا تجهیزات لمنځه وړي دي.

​همدرانګه د امنیتي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې له پاکستاني طالبانو څخه د جلا شوي ډلې جماعت الاحرار یو قوماندان هم په سرحدي سیمه کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو ادارې پر پاکستان تور لګولی دی چې په هوایي برید کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي کسان وژلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د پاکستان د هوایي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ملکیان وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد، په ایکس شبکه کې دغه برید د بزدلانه عمل په بللو سره غندلي دي. مجاهد زیاته کړې ده چې دغه بریدونه به د دواړو هیوادنونو ترمنځ یو وار بیا د تشنج د زیاتیدو سبب شي.

پر کونړ د پاکستان برید؛ د مړګ ژوبلې شمېرې لوړې شوي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تاړړ، په خبره پاکستان په دغه هیواد کې د وروستي برید ځواب په پوځي عملیاتو سره ورکړی دی. د پاکستاني پوځ په حواله د جماعت الاحرار ډلې جنګیالیو د شنبې په ورځ د سنده ایالت په کراچۍ ښار کې د نیمه پوځي رنجرز ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړچې په پایله کې یې د رنجرز ځواکونو درې کسان ووژل شول.

په اسلام آباد کې حکومت په افغانستان کې د طالبانو پر رهبرۍ تور لګوي چې دوی ترهګرو ته پناه ورکوي، کوم چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې دغه تاوتریخوالی د پاکستان داخلي ستونزه ده.

پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس شبکه کې د یوه پوست په خپرولو سره په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د استوګنې پر سیمو د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ده: «د پاکستان خیر په دې کې دی چې جګړه ایز سیاست له دوام ورکولو او د افراطیت پر وړاندې له دوه ګوني چلند څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او نړیوالو اصولو پر بنسټ تعامل وشي.»
حامد کرزي د دې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2