1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

وسله والو پېښور کې ۶ امنیتي غړي وژلي او ۸ یې يرغمل کړي

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله د تحريک طالبان پاکستان وسله والو په پېښور کې د کنترول پر يوې پوستې د بريد په ترڅ کې د اف سي ځواکونو شپږ غړي وژلي او اته تنه نور یې له ځان سره بيولي دي.

https://p.dw.com/p/5F46i
پېښور کې يو امنيتي ساتونکی وسله په لاس ولاړ او تر شا یې يو بل امنیتي ساتونکی له يوه لاروي سره خبرې کوي.
يوه امنيتی چارواکي ويلي دي چې بريد په پېښور ښار کې د کنترول پر يوې پوستې شوی دی.انځور: Hussain Ali/ZUMA/picture alliance

د پاکستان يوه امنيتي چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې د فرانسې له خبري آژانس سره خبرې کولې، وويل چې د پاکستاني طالبانو ډلې يو شمیر غړيو چې په ماشيندارو، لاسي بمونو او هاوان سره په  پېښور ښار کې د کنترول پر يوه پوسته هجوم ور وړی وو. دا پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځته شوې ده.

يوې بلې امنيتي سرچينې وويل: «د وسله والو په بريد کې د فېدرل کنستبلري (اف سي) شپږ پرسونل شهیدان شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.»

اړونده موضوع: پېښور کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز ځانمرګي بريدونه شوي

د پاکستان دغه نيمه پوځي مليشې تر ډېره په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د سرحدونو د امنيت دنده پر غاړه لري.

دې دويمې سرچينې زياته کړې: «وسله والو د اف سي ۸ پرسونل تښتولي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.»

د پاکستان پوځ په سملاسي توګه پر دې پېښه کومه تبصره نه ده کړې.

اړونده موضوع: خيبر پښتونخوا: په بنو کې پر پوځي اډې ځانمرګي بريد ۱۲ کسان وژلي

د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې د ټولنیزو رسنيو پر خپله پاڼه باندې د دې تښتول شويو نارينه وو يو عکس نشر کړی او د بريد مسئوليت یې منلی دی.

پاکستان له افغانستان سره پر پوله د مخ پر ودې سختدريځتوب پر ضد مبارزه کوي. د پاکستان حکومت په افغانستان کې واکمن طالبان، وسله والو ته د پناه ځایونو په ورکولو تورنوي خو په افغانستان کې حاکم طالبان دا ډول تورونه په کلکه ردوي.

تېره میاشت وسله والو په خيبر پښتونخوا کې د بېلا بېلو بريدونو په ترڅ کې ۲۶ کسان ووژل.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستيو میاشتو کې د وسله والو په تړاو د تورونو له کبله اړيکې سختې خرابې شوي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحد خونړۍ نښتې هم رامنځته شوي دي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل