1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر طالبانو د بندیزونو د څارني ټیم ماموریت وغځول سو

۱۴۰۴ بهمن ۲۴, جمعه

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت، چې د افغان حکومت د پخوانیو ډیپلوماتانو له خوا اداره کیږي، پر طالبانو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ټیم د مودې غځولو هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/58fyz
په نیویارک کې د ملگرو ملتو د امنیت شورا ناسته
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت یې د یوه بل کال له پاره وغځاوه.انځور: Selçuk Acar/Anadolu Agency/IMAGO

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، پرون پنجشنبه د فبرورۍ پر ۱۲مه په یوه پریکړه لیک کې چې په اکثریت سره تصویب سو، پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت یې د یوه بل کال له پاره وغځاوه.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت د نوموړې پریکړه لیک د تصویب هرکلی کړی، چې د ۱۹۸۸م کال د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت غځوي.

اړونده موضوع: د ملگرو ملتو عمومي منشي: د طالبانو د ادارې له فعالیت څخه نا هیلي یو

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت زیاته کړې ده: «پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ټیم د ماموریت غځول یو ځل بیا ټینګار کوي چې نړۍ افغانستان نه دی هېر کړی. د ترهګرۍ ضد ژمنې باید پوره سي. د ښځو حقونه باید بیرته راژوندي سي او ټول شموله حکومتداري اختیاري نه ده، بلکې د سولې یوازینۍ حل لاره ده.»

اړونده موضوع: ملگري ملتونه: طالبانو د پخوانیو ترهگرو ډلو جنگیالي گومارلي دي

طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کي واک تر لاسه کړ چي امریکا متحده ایالاتو او ناټو پسله دوو لسيزو وروسته له افغانستانه ووتل. طالبانو له هغه راهیسې په دغه هیواد کې د ښځو پر کار او زده کړو باندې، ډیر محدودیتونه وضع کړي دي.

پرته له روسې بل هیڅ کوم هیواد هغوی د افغانستان د حکومت په توگه په رسمیت نه دي پېژندلي.