1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان: په ماشومانو کې د تنفسي جهاز د خطرناک عفونت ډېرېدل

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

په حاضر وخت کې په آلمان کې ډیر خلک سړو او والګي وهلي دي. تر ډیره ماشومان او نوی زیږيدلي ماشومان پر یو خطرناک ویروس اخته شوي دي. ولې سږکال د ابتلا موارد ډیر دي؟

https://p.dw.com/p/4KRAU
Frankreich schreindes Baby
انځور: Neville Mountford-Hoare/dpa/MAXPPP/picture alliance

په حاضر وخت کې په آلمان کې د ډاکټرانو کتنځایونه له هغو ناروغانو ډک دي چې ټوخی کوي، په زکام اخته دي او له بد حالت سره مخ دي. د رابرت کوخ انستیتوت د رپوټ پر اساس، سږکال يوازې په یوه میاشت کې له ۷ ميلیونو ډیر کسان پر تنفسي ناروغيو اخته شوي دي. ډاکټران په ډېرې سختۍ سره ناروغانو ته رسیدګي کولی شي.

که څه هم د ژمي په موسم کې د ساري او عفوني ناروغيو ډيريدل غیرمعموله خبره نه ده، خو دا ځل د ناروغانو ارقام ډیر لوړ او د روغتیايي او مراقبتي پرسونل تر ظرفيت پورته دي. د ناروغانو په شمیر کې دغه ډيروالی په کمه زماني موده کې ليدل شوی دی.

نور ولولئ:موږ ولې زکام کیږو؟

په مجموع کې د اوسنيو ناروغيو د عامل شاوخوا ۲۰۰ ویروسونه پيژندل شوي دي. د رابرت کوخ انستيتوت د رپوټ پر اساس، د دغو ويروسونو له ډلې څلور يې دا وخت په آلمان او اروپا کې د خپرېدو په حال کې دي: د انلفوآنزا ویروسونه، راينو ويروسونه، د کو وي ۲ سارس ویروس چې د کرونا ناروغۍ عامل ویروس دی او د سين سيشیال تنفسي ويروس (آر اس) چې کولی شي تر ډيره ماشونانو او نوو زېږېدلو ماشومانو ته خطرناک وي.

د سین سیشیال تنفسي ويروس ممکن سخته دوره ولري

ډيری کوچنیان او نوي زيږيدلي ماشومان چې دوه کاله مخکې يې هيڅ عفونت نه درلود، په سږني ژمي کې پرې اخته شوي دي
ډيری کوچنیان او نوي زيږيدلي ماشومان چې دوه کاله مخکې يې هيڅ عفونت نه درلود، په سږني ژمي کې پرې اخته شوي ديانځور: Thomas Koehler/photothek/picture alliance

هغه کوچنیان او نوي زیږيدلي ماشومان چې د سين سيشيال پر تنفسي ویروس اخته شوي، ناروغي يې دومره اندازې ته سخته ده چې يو شمېر يې روغتونونو ته لیږدول شوي او تر مصنوعي تنفس لاندې نيول شوي دي. د آلمان د ځينو برخو کلينیکونه له څه مودې راهیسې د نوو ناروغو ماشومانو له پاره خالي بسترونه نه لري.

نور ولولئ:څېړنه: د کرونا واکسين کولی شي د زکام مخه ونيسي

تنفسي سین سیشيال، یو فصلي ویروس دی چې د نايژک یا برونشيوليت په نوم د ډيرو کوچنیو تنفسي مجراګانو د التهاب سبب ګرځي. له دغه ویروس څخه تر ټولو ډیر هغه ماشومان چې له ۲۴ مياشتو کم عمر لري، اغیزمن کیږي. دې سره د ناروغ تنفسي جهاز التهابي کيږي او پړسیږي. د تنفسي جهاز په تنګيدو سره، په سږو او له سږو بهر د هوا جریان کمیږي. دغه ستونزه کېدی شي د سږو د التهاب او نفس تنګۍ سبب واقع شي. په دغه حالت کې د کوچنیو برونشیتونو تر انشعاب لاندې بلغم راپیدا کيږي چې کېدای شي له ځانه سره درانه روغتيايي زيانونه رامنځ ته کړي.

په «آر اس ویروس» باندې اخته کېدو سره د تبې او ټوخي په څير د مواردو موجودیت معمول دی. په ځینو ماشومانو کې شنې ټوخلې ته ورته نښې نښانې لیدل کيږي او همدا ډول ممکن ژوند ته پر يو ګواښوونکي وضعیت باندې منتج شي.

نور ولولئ: کرونا له انفلونزا او زکام سره څه توپير لري؟

د ډير عمر خاوندان بيا دغه ډول عفونت برعکس، له کومې لويې ستونزې پرته تیروي، خو په دې شرط چې مخکې يې د «نفس تنګۍ» په څير سختې ناروغۍ تېرې کړي نه وي او یا یې د بدن دفاعي سیستم په ښه شکل سره کار کړی نه وي.

د کرونا محدودیتونو اغیزې

د کرونا وبا د اوج پر وخت، د زکام او ريزش او همدارنګه «آر اس ویروس» باندې د اخته کېدو لږ پېښې رامنځ ته کېدې. هغه وخت اکثریت خلکو روغتیايي مقررات په ډير دقت سره مراعاتول، لکه په صابون پر له پسې د لاسونو مينځل، د ماسک اغوستل او له يو بل تر منځ د فاصلې رعایتول. په مجموع کې مشکل وو چې د زکام او ريزش ناروغیو ویروسونه چټک او په پراخه توګه خپاره شي.

ولي په ژمي کې موږ ډير زیات زکام کیږو؟

نور ولولئ:کرونا، انفولانزا او زُکام ،څنگه پوهیږم، په کوم یوه اخته یم؟

سږکال په يادو کرونايي مقرراتو باندې عمل کول راکم شوي دي، په همدې دليل ویروسونه کولی شي په آسانۍ سرایت وکړي. دغه ویروسونه اوس کولی شي هغه ماشومان هم اغیزمن کړي چې مخکې د ریزش او زکام په څير ناروغیو څخه مصئون ول. د کرونا وبا پر وخت دغه موارد په پراخه کچه راښکته شوي ول، خو اوس بيرته په لوړه کچه ډير شوي دي.

ولې له مخکې اوس عفونتونه شدید شوي؟

ډيری کوچنیان او نوي زيږيدلي ماشومان چې دوه کاله مخکې يې هيڅ عفونت نه درلود، په سږني ژمي کې پرې اخته شوي دي. دا په هغو کسانو کې هم صدق کوي چې په تېر یو کال کې ناروغان شوي نه ول. اوس اکثره ماشومان خپل د زکام او ريزش د لومړنۍ څپې تجربه کوي. دغه پېښې ډيرېږي او مجموعي شمير پورته بیایي.

نور ولولئ:عسل په زکام کي تر انتي بیوتیکو او نورو دواوو مؤثره دي

یو بل ټکی: دغو ټولو ماشومانو تر اوسه پورې د دې چانس نه درلود چې د «آر اس ویروس» یا د ریزش او زکام د نورو ویروسونو پر وړاندې انتي باډي تشکیل کړي. انټي باډيانې ویروس له سره په مقابله کې د بدن سره مرسته کوي او د ناروغيو له عواملو څخه د بدن حفاظت کوي.

والدینو ته په کار ده چې په ماشومانو کې د سین سیشیال ویروس د لومړنيو نخښو په ليدو تنفسي ډاکټر ته مراجعه وکړي
والدینو ته په کار ده چې په ماشومانو کې د سین سیشیال ویروس د لومړنيو نخښو په ليدو تنفسي ډاکټر ته مراجعه وکړيانځور: Matej Kastelic/Zoonar/picture alliance

د کرونا په دليل له لګول شوو روغتيايي مقرراتو سره، اصلا داسې يو حالت رامخ ته نه شو چې د کوچنیانو او نوو زېږېدلو ماشومانو د بدن دفاعي سیستم پکې باید له زکام او ریزش سره مخ شوي وی. په همدې دلیل اوس عفونتونه لا شدید فعال شوي دي.

هغه څه چې والدین باید ورته پاملرنه وکړي

د مور او پلار له پاره یوه خبردار ورکونکې نخښه دا ده چې ماشوم يې د تنفس کاږلو پر وخت له مشکل سره مخ شوی وي او یا يې له سينې د خش خش غږ واوریدل شي. په سږو کې د يو ډول خفیف غږ چې د وچې پاڼې يا وچې شاخچې د ماتېدو غږ په څير دی، د تنفسي ناروغۍ یا په «آر اس ویروس» د اخته کېدو یوه بله نخښه ده.

دا د طب کارپوهان دي چې په تر ټولو ښو طریقو تحقیق کوي چې د دغو علایمو منشاء څه ده، ناروغي تر کومه حده جدي ده او آیا کېدای شي حتی د یو ماشوم ژوند ته ګواښ وي؟ په دا ډول مواردو کې ډيره مهمه ده چې د ماشومانو ډاکټر ته مراجعه وشي. 

سالنډي څه ډول يوه ناروغي ده؟

د رابرت کوخ انستیتوت اوس خبرداری ورکوي چې د عفونت زمانه لا پای ته نه ده رسېدلې او ممکن تر دې وروسته په ټوله نړۍ کې د ناروغانو شمیر بیا هم لوړ شي.

یوازې آلمان له دغه وضعیت څخه اغیزمن نه دی، بلکې د بيلګې په توګه فرانسې د نوامبر په پیل کې له برونیشت سره د مبارزې یو عاجل پلان تصویب کړ. ممکن نور هیوادونه هم ډير ژر له دغه اقدام څخه پیروي وکړي.

دویچه ويله د/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو معلوماتي انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب