په آلمان کې پریهودانو د برید د طرحي په تور د یوه افغان نیول
۱۴۰۴ دی ۹, سهشنبه
د آلمان محکمې د دوشنبې په ورځ حکم وکړ چې یو افغان، چې د روان کال په پیل کې په ډنمارک کي پر یهودانو د برید پلانولو په تور په آلمان کې نیول سوی و ، په مؤقتي توقیف کې پاته سي.
د آلمان د لویې څارنوالۍ په حواله، دغه شکمن کس د نوومبر مياشتي پر ۵ مه د ډنمارک په آرهوس ښار کې د آلمانۍ محکمو په امر ونیول او د یکشنبې په ورځ آلمان ته انتقال سو.
هغه په دې شکمن دی چې د یوه په خټه افغان ډنمارکي سره یې همکاري کوله؛ هغه کس چې تورن دی د ایران د استخباراتو په نمایندگۍ یې په آلمان کې له یهودو او یهودانو د بنسټونو جاسوسي کړې ده. ایران دغه تورونه رد کړي دي.
گومان کیږي چې شکمن افغان وعده ورکړې وه چې یوه دریم نامعلوم کس ته وسله په اختیار کې ورکړي ترڅو په آلمان کې د یهودانو پر هدفونو برید ترسره سي. په خټه افغان ډنمارکی تبعه په جون میاشت کې په آرهوس کې د ایران له پاره د جاسوسۍ او په برلین کې د یهودانو پر ضد د برید پلانولو په تور ونیول سو او وروسته آلمان ته وسپارل سو. نوموړی چې په هغه وخت کې ۵۳ کلن و، اوس هم له محاکمې مخکې توقیف کې دی.
ویل کیږي چې دغه کس د ایران د سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو د واحد، قدس ځواکونو له پاره چې له دغه هیواد څخه بهر د پټو ماموریتونو مسؤل دی، فعالیت کاوه.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، اعلان کړی دی چې شکمن کس په دې هڅه کې و چې نور کسان د بریدونو ترسره کولو له پاره وگوماري. ایران دغه تورونه رد کړي دي.