1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په «افغانستان کي د تروریستانو د فعالیت» په اړه اندېښنې

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ترڅ کي د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د خپلي لیدني پر مهال په افغانستان کي د ترویستانو د فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4WgQa
Gipfel der Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit in Duschanbe - Tadschikistan | Rahmon und Ebrahim Raissi Präsident Iran
انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اود ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتونو په اته اویایمه غونډه کي سره لیدلي دي.

د دواړو هیوادونو ولسمشریزو ماڼیو ویلي دي، چي په دغو خبرو کي افغانستان یوه ترټولو مهمه موضوع وه.

د ایران د ولسمشر ماڼۍ څخه په یوې خپرې سوي خبرپاڼه کي راغلي دي، چي ابراهیم رئیسياو امام علي رحمان په دې لېدنه کي په افغانستان کي د ټروریسټانو د «فعالیت او شتون» په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادي خبرپاڼي له مخي هغوی د افغانستان د ګاونډیانو د باندنیو چارو د وزارتونو پر ناستو او په افغانستان کي د ثبات په موخه له ترهګرو سره پر مبارزې ډېر ټینګار کړی دی. 

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې سوي خبرپاڼه کي راغلي دي، چي امام علي رحمان، له خپل ایراني سیال سره د عصري ګواښونو او ننګونو په ځانګړي ډول د تروریزم، افراطيت، مخدره موادو، سازمان کړل سویو او سایبري جرمونو په اړه چي د هیوادونو امنیت ګواښي، اړه خپل نظرونه سره شریک کړي دي. 

په دې خبرپاڼه کي راغلي دي: «د افغانستان د وضعیت په تړاو پر دې هم ټینګار وسو چې ایران او تاجکستان د نژدې ګاونډیانو په حیث ددغه هیواد له ثبات او سولي سره ډېره لېوالتیا لري.»

د تاجکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي په افغانستان کي د مخدره موادو د قاچاق د ډېروالي په اړه خبري کړي دي.

هغه ویلي دي: «په تیرو دوو کالو کي له افغانستان څخه د مخدره موادو قاچاق دوه برابره سوی دی. په دې دوران کي د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو تر ۱۰ ټنه زیات مخدره مواد کشف کړي دي.»

امام علي رحمان ویلي دي، پر پوله باندي دغه کشف سوي مخدره توکي د نورو کلنو په پرتله څو برابره ډېردي.

د تاجکستان ولسمشر له نړيوالي ټولني څخه غوښتي، چي د مخدره موادو د قاچاق او تروریزم سره مبارزه نوره هم غښتلې کړي.

نوموړي د روانو ستونزو د حل په موخه د سیمه ییزو هیوادونو د همکارۍ او د سولي د پیاوړتیا په موخه د چټکو او بیړنیو ګامونو پورته کولو باندي هم ټینګار کړی دی. ده له نړيوالي ټولني غوښتي، چي له افغانانو سره خپلي مرستي زیاتي کړي.

پر افغانستان یوار بیا د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګاونډي هیوادونه په دغه هیواد کي د ترهګرو ډلو له فعالیتونو څخه بیریږي او اندېښمن دي، چي هسي نه دغه ډلي له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته لار پیدا کړي، خو د طالبانو ادارې پر دې خبره تل ټینګار کړی، چي هیڅ چاته اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.