1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې جګړو ۲۵۰ زره خلک بې ځایه کړي

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر د رپوټ له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د جګړو او نښتو له کبله ۲۵۰ زره انسانان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/36Dk4
Afghansitan UNHCR startet Winterhilfe für Vertriebene im Westen
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran

د دغه رپوټ له مخې یوازې په تیره اوونۍ کې د افغانستان د شمالي ولایت تخار په درو ولسوالیو کې د جګړو له کبله ۲۸۴۰۰ انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په رپوټ کې راغلي دي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې خلک بې ځایه شوي دي. د رپوټ له مخې په دغه ډله کې۵۷ سلنه هغه کسان دي چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو کښته دي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پوځي سرچینو له قوله لیکلي دي چې طالبان شا او خوا د ۱۴ ولسوالیو کنترول په لاس کې لري او د نورو ۳۰ سلنې پر سر جګړه روانه ده.

د رپوټ له مخې په تیره اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان د غزني او پکتیکا له ولایتونو بې ځایه شوي دي. په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې په کونړ ولایت کې هم په تازه وختونو کې ۱۰۰۰ تنه له خپلو ټاټوبو خوندي سیمو ته کوچیدلي دي.

ملګرو ملتونو د تیر میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې د افغانستان دننه ۳۲۵ زره بې ځایه شوي کسان راجستر کړي، او په ټول ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر شا او خوا ۴۵۰ زرو تنو ته رسید.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د رپوټ په حواله د جګړو له کبله د داخلي بې ځایه شوو کسانو تر څنګ په ځانګړې توګه د افغانستان په لویدیځ کې ۲۱۶ زره نور انسانان د سختې وچکالۍ له کبله له خپلو ټاټوبو څخه بې ځایه شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: