1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر زیات شوی

۱۳۹۸ دی ۱۶, دوشنبه

په افغانستان کې په تیر میلادي کال کې یو ځل بیا ډیر کسان دې ته اړ شوي دي چې د جګړو له کبله خپل ټاټوبي پریږدي. دغه خبر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3VlzM
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په وینا په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر دهغې څخه دمخه کال په پرتله یوولس سلنه زیات وو چې شمیر یې تر ۴۲۶ زرو انسانانو زیات وو. زیاتره کسان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر د رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې خلک خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په دغه ډله کې ۵۸ سلنه یې ماشومان دي چې عمرونه یې تر اتلس کلنۍ کښته دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸م کال کې شا او خوا ۳۸۵ زره داخلي بې ځایه شوي کسان ثبت کړي وو.  د ملګرو ملتونو په وینا دا خبره لا نامعلومه ده چې په ۲۰۱۸م کال کې راجستر شوي کسان لا هم خپلو ټاټو ته ورګرځیدلي که نه. د دې علت پر نورو سربیره هغو ولایتونو ته نه لاس رسی یاد شوی دی چې جګړې پکې رواني دي.

تر دې دمخه د ملګرو ملتونو له لوري په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰م کال کې به شا او خوا ۹،۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.