1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

د ښځو د پوهې نړیواله ورځ؛«پریږدی چې افغان نجونې درس ووايی!»

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۲۲, چهارشنبه

نړۍ نن ورځ په پوهه یا علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ لمانځي، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له څه د پاسه څلورو کلونو راهیسې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.

https://p.dw.com/p/58W3u
له زده کړو محرومع یوه افغانه میرمن د کور په کړکۍ کې د مطالعې پرمهال
په افغانستان کې ښځې او نجونې له څه د پاسه څلورو کلونو راهیسې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

ملگرو ملتونو اعلان کړی دی چې په پوهه کې د ښځو او نجونو د سږکال د نړیوالې ورځې اصلي موضوع، د مصنوعي ځیرکتیا، اجتماعي علومو، ساینس، انجینیرۍ او ریاضیاتو په برخه کې د هغوی د نقش پیاوړي کول دي.

خو په افغانستان کې دا ډول غوښتنې حداقل ته راکمې سوي، ځکه د طالبانو د ادارې له خوا د بندیزونو په دلیل، له شپږم ټولگي پورته نجوني نه سي کولای زده کړې وکړي او له عالي تحصیلاتو هم بې برخې دي.

له ثانوي زده کړو څخه ۱۶۰۷ ورځې محرومیت

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سازمان رستندویه پلاوي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کېله دغې ورځې « په خواشینۍ» سره یادونه کیږي، ځکه ۱۶۰۷ ورځې کیږي چې د طالبانو ادارې د نجونو له پاره  ثانوي زده کړې منع کړي دي.

یوناما په همدې مناسبت یو وار بیا د نجونو پرمخ د متوسطه او ثانوني ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

یوناما د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر خپله ایکس پاڼه باندې ولیکل: « له څلورو کلونو اضافه وخت ضایع سوی دی او له نجونو او ښځو پرته د ټولو حیاتي برخو راتلونکی تیاره دی.»

اړونده موضوع: د بشري حقونو نړيواله ورځ؛ یوناما د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینگار کړی

د ملگرو ملتونو په دغه اعلامیې کې راغلي دي: «موږ یو وار بیا له حاکمو چارواکو څخه ددغه بندیز د لیري کولو له پاره خپله غوښتنه تکراروو... اجازه ورکړئ چې افغان نجونې درس ووايي.»

په اعلامیه کې راغلي دي: «څه د پاسه څلور کاله کیږي چې افغان ښځې او نجونې له کار او زده کړو منع سوي دي. دغه محرومیت نه یوازې د هغوی څنډې ته د وهلو سبب کیږي، بلکې د هیواد د پرمختگ او اوږدمهاله سوکالۍ په وړاندي هم یو جدي خنډ بلل کیږي.»

د ملگرو ملتونو سازمانونو د ارقامو له مخې، د متوسطه او لیسې په سطحه د نجونو د زده کړو د بندیز په نتیجه کې، په افغانستان کې څه د پاسه ۲ میلیونه کسان له زده کړو محروم سوي دي.

شکریه بارکزۍ: طالبان له ښځو د فشار وسیلې په توګه استفاده کوي

اروپايی ټولنې د ښځو د زده کړو پر ملاتړ ټینگار وکړ

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نمایندگۍ هم په پوهه یا علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ولمانځله.

په هغه اعلامیې کې چې د دغې نمایندگۍ له خوا په ایکس کې خپره سوې ده، راغلي دي چې د نجونو او ښځو نقش د پالنې، قابلگۍ او تحقیق په شمول په ټولو برخو کې حیاتي دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «ښځې باید د ساینس د زده کړې په مرکز کې وي. موږ به له خپلو شریکانو سره یوځای، د ټولو له پاره له زده کړې ملاتړ ته دوام ورکړو.»

که څه هم په تیرو څلورو کلونو کې ملگرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په تکرار سره د طالبانو له ادارې غوښتي دي چې د نجونو د زده کړو او تحصیل بندیز لیري کړي، خو د طالبانو په اداره کې چارواکو نوموړې غوښتنې ته مثبت جواب نه دی ویلی او په ځینو مواردو کې یې دغه غوښتنې د افغانستان «په داخلي چارو کې لاسوهنې» بللې دي.