کریملین: د ترمپ او پوتین د کتنې کومه نېټه نه ده ټاکل شوې
۱۴۰۴ مهر ۲۹, سهشنبه
ترمپ او پوتين تېره اوونۍ پر ټیلفون خبرې وکړې او په ادامه ېې دواړو رهبرانو اعلان وکړ چې دوی به په اوکراین کې د جګړې د حل په موخه په بوداپست کې وويني او پرې خبرې به وکړې.
ترمپ وویل چې دغه کتنه به په دوو اونیو کې وشي، خو په دې هکله د کریملین یا د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې ورځې څرګندونو ورته تمه کمه کړې ده.
کریملین وویل چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او دونالد ترمپ تر منځ د کتنې وخت معلوم نه دی او نه هم په دې ارتباط کومه نېټه په نظر کې نیول شوې ده.
د تازه رپوټونو پر اساس، دواړو لورو ویلي دي چې د پوتین او ترمپ کتنې له پاره بشپړ او دقیق چمتووالی لازم دی چې دا وخت ته اړتیا لري.
د روسېې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف، د دوشنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره د پوتین او ترمپ د غونډې پر چمتووالي وغږېدل او تمه ده چې د غونډې په هکله د لا جزئیاتو له پاره حضوري وويني.
خو د روسیې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف نن سه شنبه د لاوروف او روبیو د حضوري کتنې په تړاو وویل چې «په دې هکله خبرې کول له وخت مخکې ده.»
د روسیې دولتي خبري آژانس د ریابکوف له قوله ويلي دي چې «د غونډې موضوع په مشخصه توګه نه له ټیلفوني اړيکې مخکې او نه هم د پرونۍ ټيلفوني اړيکې په جریان کې مطرح شوې ده.»
دونالد ترمپ سپینې ماڼۍ ته له راتلو مخکې ادعا کوله چې هغه به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوی او دا ېې د ساعتونو کار ګاڼه، خو د شوو هڅو باوجود تر اوسه په خپل دغه مقصد کې بریالی شوی نه دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر اوسه په کراتو په اوکراین کې د اوربند له پاره د ترمپ غوښتنه رد کړې ده. پوتین سربېره پر دې د سختو غوښتنو نوملړ مطرح کړی چې هغه بیا د کیف له پاره د منلو نه دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، هم ټینګار کوي چې د بوداپست په غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه روسیې ته د اوکراین د خاورې له پرېښودو سره مخالف دی.
د پوتین او ترمپ مخکنۍ کتنه چې په آلاسکا کي وه، په اوکراين کې سولي ته د رسېدو پرسر بې پايلي تمامه سوه.
له آرشیف څخه: