1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د پاکستان کنترول لاندې کشمیر په اعتراضونو کې تلفات لوړ شوي

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ خرداد ۲۳, شنبه

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او د یوه منع شوي اعتراضي غورځنګ د غړو ترمنځ د نښتو او اخ او ډب له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی. پاکستان د ګډ عوامي عمل ګمیټې ګوند باندې بندیز وضع کړی.

https://p.dw.com/p/5FKux
په انځور کې چې په۲۰۲۵م کال کې اخیستل شوی د عوامي ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب لیدل کیږي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتو له کبله تلفات لوړ شوي دي. انځور: M.D. Mughal/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ په پاکستان کې د رسمي شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او د یوه منع شوي اعتراضي غورځنګ د غړو ترمنځ د نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

دګډ عوامي عمل کمېټې (JAAC) پلویان، چې د حکومت ضد غورځنګ دی او د اقتصادي او حکومتي اصلاحاتو غوښتنه کوي، د بندیزونو سربیره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. دغه ډله تېره اوونۍ د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې منع اعلان شوه.

چارواکو د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې اووه کسان وژل شوي دي او زیاته شوې چې درې ملکي وګړي او څلور د پولیسو افسران او همدا راز لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.

د جمعې په ورځ د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې د وژل شویو کسانو شمېر په چټکۍ سره ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د کشمیر د سیمه‌ ییز حکومت د لوړو زده کړو وزیر مالک ظفر د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې روانه اونۍ د معترضینو او پولیسو ترمنځ نښتو کې یوازې د هغه په ټاکنیزه حوزه «کوټلي» کې اووه کسان وژل شوي دي.

د تلفاتو د شمیر لوړیدل

د راولاکوټ ښار لوړپوړي ملکي چارواکي کمېشنر سردار وحید هم د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د دوی په سیمه کې هم ۱۲ کسان وژل شوي، چې د پولیسو څلور افسران هم په کې شامل دي.

د میرپور ښار د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي خرم اقبال وویل چې یو معترض د چهارشنبې په ورځ د پولیسو سره د نښتو پر مهال وژل شوی دی.

په سیمه کې د فرانسې خبري اژانس خبریال د معلوماتو له مخې، د مظفرآباد په اصلي ښار کې ډېر دوکانونه د سوداګریزو اعتصابونو په ملاتړ په روانه اوونۍ کې تړلي پاتې شوي او د موبایل انټرنېټ خدمات هم تر ډیره محدود شوي دي.

د ګډ عوامي عمل کمیټې د غورځنګ غړو د ترهګرې ډلې په توګه د دوی د غورځنګ نومول «ظلم» بللي او وايي چې دوی د مشروع اقتصادي او سیاسي حقونو لپاره اعتراضونه کوي.

وروستی ځل د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د دغه غورځنګ په مشرۍ د معترضینو او پولیسو ترمنځ څو ورځې تاوتریخجنې نښتې شوې وې، چې د نهو کسانو وژل کېدل پکې تایید شوي وو.

کشمیر چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي، د هند او پاکستان له خوا یې د بشپړې خاورې ادعا کېږي، خو د بریتانوي واکمنۍ څخه د دواړو هېوادونو له خپلواکۍ راهیسې کشمیر د دوی ترمنځ وېشل شوی دی.

دا سیمه د هند سره د کلونو پرله ‌پسې نښتو او پراخو جګړو له امله د پاکستان د پوځ او حکومت له خوا ډېره حساسه بلل کېږي.