1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر امريکا مخکي خپل عسکر له افغانستانه باسي

۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعه

د آلمان د دفاع وزیرې ویلي دي چې د اگست میاشتي تر نيمايي پوري به خپل ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي. ويل شوي چې آلمان دې ته «بشپړ چمتووالی» لري.

https://p.dw.com/p/3s6NW
Bundeswehr Soldaten in Afghanistan Archiv 2009
انځور: Reuters/F.Bensch

د آلمان د دفاع وزیري انه ګريت کرمپ کارنباور د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپريل ۱۵) وويل چې د امريکا متحده ایالاتو او ناټو له خوا له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو تر اعلان وروسته دغه هيواد هم پلان لري خپل عسکر له افغانستان څخه را وباسي.

کارنباور او د آلمان د پوځ عمومي څارونکي جنرال ايبرهارد څورن خپلو عسکرو ته ليکلي: «د آلمان پوځ په وياړ سره له افغانستانه وځي.» دوی زياته کړې: «زموږ عسکرو ټولې هغه دندې سر ته رسولي دي چې د آلمان پارلمان ورته سپارلې وې.»

ناټو تر امريکا متحده ايالاتو وروسته اعلان وکړ چې د می مياشتي له لومړۍ نېټې څخه به افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل وکړي. امريکا پريکړه کړې چې د روان کال د سپتمبر مياشتي تر ۱۱ نېټې پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

تر امريکا وروسته آلمان دويم هغه هيواد دی چې په افغانستان کې ډېر عسکر لري او هلته د موجودو کابو ۱۰ زرو عسکرو ستره برخه ده.

Michaela Küfner mit Annegret Kramp-Karrenbauer
د آلمان د دفاع وزیرې وویل چې پوځ یې هغه ټولې دندې سر ته رسولي چې پوځ ورته سپارلې وېانځور: DW

آلمان په پام کې لري چې آن تر امريکا متحده ايالاتو ترمخه او ژر خپل ځواکونه وباسي او پلان لري چې په مزار شریف کې خپله اډه په راتلونکو څلورو میاشتو کې خالي کړي. تر هغه وروسته به بيا په کابل کې مستقر د دغه هيواد ۱۰۰ عسکر هم بیرته کورته راستانه شي.

وتلو ته چمتووالی

د آلمان پارلمان د دفاعي چارو غړی توماس سیلبرهورن هم د پنجشنبې په ورځ وويل چې د آلمان پوځ له افغانستانه وتلو ته «بشپړ چمتووالی» لري.

هغه زياته کړه چې موږ به تل ويل چې افغانستان ته به يوځای ځو او يوځای به ترې را وځو. هغه وويل: «موږ وتلو او د خپلو عسکرو بیرته ځای پر ځای کولو ته ښه چمتووالی لرو.» 

سیلبرهورن وويل چې ناټو د افغان ځواکونو د چمتو کولو «دنده په ښه توګه» سرته رسولې ده. د نوموړي په آند اوس د افغانستسان سياسي اړخونه دې ته اړتيا لري چې په هيواد کې د بې ثباتۍ د له منځه وړولو له پاره سياسي حل ولټوي.

آلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت کې تر اوسه لس ميليارده يورو لګولي

د آلمان د دفاع وزیرې کرمپ کارنباور ويلي دي چې د افغانستان د ماموريت يوه هر اړخیزه اروزنه به هم وشي. نوموړې همدا راز د خپلو هغو ۵۹ عسکرو يادونه او درناوې هم وکړ چې په افغانستان کې یې خپل ژوند بايللی دی. له دې جملې څخه یې ۳۵ عسکر په نښتو او يا هم چاودنو کې وژل شوي دي.

کارنباور وويل: «د آلمان خلک هغوی ته ډېر درناوی لري. موږ به د هغوی ژمنتيا او قرباني هیره نه کړو.»

په عين حال کې د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس د عسکرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره په ملکي برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

نوموړي د آلمان له «ای آر ډي» تلویزيون سره په خبرو کې وويل: «موږ هر کال په افغانستان کې د بيارغونې په برخه کې کابو نيم میليارد يورو مصرفوو او دا کار به دوام ولري.»

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: