1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

په لندن کې ميشت يوه څېړنیز مرکز د هند او پاکستان ترمنځ د روانو ترنګلتياو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو پوځي قوت پرتله کړی دی. هند ظاهراً د دودیزو وسلو په ګډون د پوځيانو د شمیر له پلوه پر پاکستان باندې ښکاره برلاسی دی.

https://p.dw.com/p/4ton4
Pakistan Wagah | Indische und Pakistanische Soldaten mit Flaggen an der Grenze zu Indien
انځور: Aman Sharma/AP Photo/picture alliance

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپريل پر ۲۲مه نېټه پر سيلانيانو د ترسره شوي ترهګریز بريد په نتيجه کې د ۲۶ کسانو وژل کيدو د دوو مخالفو ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ نوې ترنګلتياوې رامنځته کړي دي او د دې ترنګلتياو پر يو ستر کړکيچ باندې د بدليدو په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

پاکستان وايي چې داسې معتبر استخباراتي معلومات لري چې ښيي هند د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي اقداماتو د پيلولو اراده لري.

اړونده موضوع: مودي: که وغواړو په لسو ورځو کې پاکستان ته ماتې ورکولی شو

په لندن کې د «ستراتیژيکي مطالعاتو نړيوال انستيتويت» په اتومي وسلو سمبالو د دې ګاونډي هېوادونو پوځونه او وسلې سره پرتله کړي دي. 

د دې انستيتويت د شميرو په حواله د پاکستان د فعال پوځي پرسونل شمیر د هند د پوځي پرسونل نيمه برخه دی.

د پوځيانو شمیر

د هند پوځ ۱،۴ میليونه فعال عسکر لري. له دوی څخه یې ۱،۲۳۷۰۰۰ د ځمکني، ۷۵۵۰۰ د سمندري او ۱۴۹،۹۰۰ د هوايي او ۱۳۳۵۰ د ساحلي ګارډ برخه دي.

هندي عسکر
د دې انستيتويت د شميرو په حواله د پاکستان د فعال پوځي پرسونل شمیر د هند د پوځي پرسونل نيمه برخه دی.انځور: AFP

د هند په مقابل کې د پاکستان د فعالو عسکرو شمیر ۷۰۰۰۰۰ کم دی چې له دی څخه یې ۵۶۰۰۰۰ ځمکني ځواکونه، ۷۰۰۰۰ هوايي او ۳۰۰۰۰ په سمندري ځواک کې دنده ترسره کوي. 

د توپونو او د ټانکونو شمیر

د هند په توپخانه کې د شاملو ۹۷۴۳ وسلو په مقابل کې له پاکستان سره بيا ۴۶۱۹ دغه ډول وسلې شته. د هند د جنګي ټانکونو شمیر ۳۷۴۰ دی، په داسې حال کې چې پاکستان بيا ۲۵۳۷ دغه ډول ټانکونه لري.

هوايي ځواک

د پاکستان هوايي ځواک د خپل سيال په مقابل کې لږې الوتکې لري، خو چين د پاکستان د فضايي ځواک په عصري کولو کې ډېره مرسته کړې ده.

هند ۷۳۰ جنګي الوتکې لري، په داسې حال کې چې د پاکستان هوايي ځواک بيا له ۴۵۲ الوتکو سره د خپل سيال په مقابل کې کوچنی دی.

سمندري ځواک

د هند سمندري ځواک ۱۶ اوبتلونه، ۱۱ سترې جنګي بیړۍ، ۱۶ کوچنۍ جنګي کښتۍ او دوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري. د پاکستان سمندري پوځونه بيا ۸ اوبتلونه او ۱۰ کوچنۍ جنګي کښتۍ لري.

د هند د وکرانت په نامه الوتکې ليږدونکې بیړۍ
د هند سمندري ځواک ۱۶ اوبتلونه، ۱۱ سترې جنګي بیړۍ، ۱۶ کوچنۍ جنګي کښتۍ او دوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري.انځور: picture alliance/AP

اتومي وسلې

هند ۱۷۲ په اتومي وسلو سمبالې سرګولې لري، په داسې حال کې چې پاکستان هم په کابو همدومره شمیر کې يعني ۱۷۲ دغه ډول وسلې لري. 

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب