1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د افغان ملکيانو پر ضد بریدونه جګړييز عمل دی

صلاح الدين زين | احمد ولي اڅکزی
۱۴۰۴ آذر ۲۰, پنجشنبه

هند د ملګرو ملتونو په غونډه کې پر افغانستان هوايي بریدونه وغندل، د عامو ملکيانو وژل یې جګړې ته ورته کړنې وبللې او پر پاکستان یې تور پورې کړ چې د افغانستان پر ضد «تجارتي او ټرانزيټي ترهګري» کوي.

https://p.dw.com/p/55AAp
د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا غونډه
هند د ملګرو ملتونو په غونډه کې پاکستان تورن کړ چې ګواکې افغانستان کې ولسي خلک په نخښه کوي / آرشيف انځورانځور: Lev Radin/ZUMA/dpa/picture alliance

هند ویلي دي چې پر افغان ملکيانو بریدونه د جګړې کړنې دي او په ملګرو ملتونو کې یې اعلان وکړ چې هند افغانستان پر ضد روان هوايي بریدونه غندي. هند پر پاکستان دا هم تور ولګاوه چې د افغانستان پر ضد «تجارتي او ټرانزېټي ترهګري» پر مخ بيايي.

هند د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان اړوند غونډه کې پر پاکستان سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې هند پر افغانستان د هوايي بریدونو په موضوع کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) له اندېښنو سره موافق دی. د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازي پاراواتانېني هریش د وروستیو هوايي بریدونو په غندلو سره وویل چې په هغو کې «ښځې، ماشومان او کرېکټ لوبغاړو په شمول عام ملکيان وژل شوي دي.» د اوربند سربېره، د روانې اوونۍ په لومړیو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښتې شوې وې او دواړو لورو یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړی و.

هند نور څه وویل؟

هند د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۱۰مه) د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې هند له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې داسې تګلاره غوره کړي چې د افغانستان خلکو ته پایدارې ګټې ورسوي.

د هند استازي وویل: «هند د هوايي بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د اندېښنو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د معصومو ښځو، ماشومانو او کرېکټ لوبغاړو وژل کېدل غندي.»

په افغانستان کې له پاکستانه د وارداتو له بندیدو وروسته د درملو د کمښت په هکله اندیښنې

هغه زیاته کړه: «موږ خپل غږ د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو د بشپړ درناوي د غوښتنې سره یو ځای کوو او په ځانګړي ډول د معصومو ملکيانو پر خوندیتوب ټینګار کوو.»

په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دایمي استازي د امنیت شورا ته وویل: «له افغان خاورې څخه راپورته کېدونکې ترهګري د پاکستان د امنیت لپاره تر ټولو لوی او جدي ګواښ دی.»

د پاکستاني استازي عاصم افتخار د خپلې وینا پر مهال د سیمې يو هېواد ته په اشارې سره وویل: «یو فرصت‌ طلبه او ګډوډي رامنځته کوونکی هېواد د ترهګرو ډلو مالي، تخنیکي او مادي ملاتړ کوي او د پاکستان پر ضد بریدونه چټکوي.»

د پاکستان د استازي ياده څرګنده اشاره و هند ته وه چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې یې له طالبانو سره اړیکې ښه شوې دي.

د افغانستان او پاکستان پر پوله سوداګریز بندیزونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې زیاتېدونکې ترینګلتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ هم اغېز کړی چې هند ورباندې سختې نیوکې وکړې.

د هند استازي وویل: «موږ د تجارتي او ټرانزېټ ترهګرۍ له کړنو سره ژوره اندېښنه لرو، ځکه د افغانستان خلکو ته د رسېدو لارې په قصدي توګه تړل کېږي. هغه خلک چې د کلونو راهیسې له سختو حالاتو سره مخ دي.»

طالبانو د هندي سوداګرو د را جلبولو له پاره کوم وړاندیزونه کړي؟

هغه زیاته کړه: «دا کړنې د نړیوالې سوداګرۍ د سازمان له اصولو سره په ټکر کې دي. دا ډول ښکاره ګواښونه د یو کمزوري ملت پر ضد د جګړې کړنې دي، هغه ملت چې د سختو شرایطو په منځ کې د بیارغونې هڅه کوي. دا د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.»

د هند استازي هريش وویل: «موږ دا کړنې غندو او د افغانستان د سیمه ییزې بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ قوي ملاتړ کوو.»

هغه د طالبانو سره د «عملي اړیکو» غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې یوازې تعزیراتي اقدامات وضعیت نه شي بدلولای او حالت به هماغسې پاتې شي.

هند د پاکستان په اړه د نیوکو تر څنګ، د روغتیايي پالیسۍ پر لومړیتوبونو ټینګار وکړ او افغانستان ته یې د بشري مرستو د پراخولو اعلان هم وکړ.

ایا هند د افغانستان لپاره یو ښه اقتصادي بدیل کېدلی شي؟

پنځه د ښځو د زېږون او روغتیا کلینیکونه

د هند استازي وویل چې نوی ډلی به په افغانستان کې د تالاسیمیا مرکز او یو عصري تشخیصاتي مرکز جوړوي. هند به د کابل د بګرام په ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون، په کابل کې د آنکولوژۍ مرکز، ټراما مرکز او پنځه د ښځو د زېږون او روغتیا کلینیکونه جوړ کړي.

یادونه وشوه چې هند په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د بشپړ سفارت په توګه بېرته پرانیستی او په ټول افغانستان کې له ۵۰۰ څخه ډېر پراختیایي پروژې پر مخ وړي. د هند استازي وویل: «د افغانستان د ګاونډي په توګه، هند له افغانستان سره خپل تمدني پیوندونه او سلګونه کلنه دوستي ارزښتمنه بولي.»

پاکستان خبرداری ورکړ چې که طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد «ټینګه او د باور وړ پرېکنده مبارزه» ونکړي، نو پاکستان به د خپل دفاع لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.

بل لور ته طالبان وايي چې دوی په پاکستان کې په هېڅ ډول ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل نه دي او پر اسلام‌آباد تور لګوي چې د کورني امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره افغان طالبانو ته د ملامتۍ ګوته نیسي.


 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل