1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناندونیزیا

اندونیزيا: جاکارتا ته څېرمه د ريلګاډي حادثې مرګ ژوبله اړولې

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

جا کارتا ته څیرمه د يوه اوږده واټن اورګاډي د يوه ولاړ ریل د وروستي واګڼ سره د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/5CujG
جکارتا ته څيرمه د اورګاډو ټکر
د اندونیزيا د اورګاډي شرکت د وياندې انه پوربا، په حواله تلفات ټول په ولاړ ریل کې رامنځته شوي دي.انځور: Willy Kurniawan/REUTERS

د دوشنبې په ورځ ناوخته د اندونیزيا پلازمينې جاکارتا ته څیرمه د ریلګاډي د يوه خونړي ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند بایللی. دا خبر نن، سه شنبه د اندونيزيا د اورګاډو دولتي شرکت «کی ای آې» ورکړی دی.

ياد شرکت زياته کړې ده چې په دې پېښه کې نور ۸۴ کسان ټپيان شوي چې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي.

د تصادم په اړه نور په څه پوهيږو؟

د جاکارتا دباندې د بيکاسي تيمور په تمځای کې يو د اوږده واټن ريلګادی د يوه ولاړ اورګاډي د وروستي واګن سره ټکر شو. دغه واګڼ يوازې د ښځو له پاره ځانګړی شوی وو چې دا عمومي چاره په اندونیزيا کې د ښځو د ځورونې د مخنيوي په موخه ترسره کيږي.

اړونده موضوع: هسپانيا: په دريو ورځو کې د ريلګاډي دويمې حادثې مرګ ژوبله اړولې

د اندونیزيا د اورګاډي شرکت د وياندې انه پوربا، په حواله تلفات ټول په ولاړ ریل کې رامنځته شوي دي.

چارواکو وويل چې د آرګو برومو انشریک د اوږده واټن ريل ټول ۲۴۰ مسافرين په خوندي توګه تخليه شوي دي. 

د ژغورنې عمليات روان دي

د جاکارتا د پلټنې او ژغورنې آژانس د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې حادثې «د ريلګاډي يو شمیر واګنونو ته د پام وړ زيان رسولی دی».

زياته شوې ده چې يو شمیر کسان د تصادم د ځواک له کبله په واګنونو کې بند پاتې ول. د ژغورنې عملې د هغوی د ژغورلو هڅه کوله خو ډېر یې د سه شنبې پر سهار را ايستل شوي دي.

اړونده موضوع: هند: د اورګاډي ټګر له دې کبله شوی وو چې چلوونکو ېې د کریکټ لوبه لیدله

په اندونيزيا کې د ريګاډو پټليو د زړو شبکو له کبله دا ډول حادثې عامې دي. د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ میاشت کې د جاکارتا په لویدیځ کې د دوو ريلونو په ټکر کې لږ تر لږه ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber