په افغانستان کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۲۸ ته لوړ شوی
۱۴۰۵ خرداد ۲, شنبه
په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د شدیدو سیلابونو د قربانیانو شمیر ۲۸ ته رسیدلی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
د فرانسې خبري آژانس هم رپوټ ورکړی دی چې د سختو بارانونو او په پایله کې یې د سیلابونو د راوتلو له کبله په افغانستان کې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په بغلان کې ۱۵ کسانو، په بدخشان کې ۲ کسانو او یوه کس په وردک ولایت کې خپل ژوند له لاسه وکړی دی.
په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند قاروق خپلواک وویل: «۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونو نور د سیلابونو له کبله ټپیان شوي دي.»
په بدخشان کې یوه سیمه ایز چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دوه نور لادرکه شوي او تر سلو ډیر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.»
د چهارشنبې (د می میاشتې ۲۰ نیټه) ورځې راهیسې د افغانستان په مختلفو برخو کې شدید ورښتونه شوي چې د سیلابونو او ځمکې ښوېدنې سبب شوی دی.