د پاکستان پلاوی د خبرو اترو د دوام له پاره تهران کې دی
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۲۷, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۲۷, پنجشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
-
د امريکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د دويم پړاو له پاره د هلو ځلو په ترڅ کې قطر ته د شهباز شريف سفر
-
ایران ته د هیګسیټ خبرداری: امریکايي پوځ د جګړې بیا پیلولو ته چمتو دی
-
د ایران او پاکستاني منځګړو ترمنځ په تهران کې د پنجشنبې په ورځ د خبرو اترو دوام
- فيقا ويلي ایران «مطمناً» د ۲۰۲۶م کال د فوټبال په نړيوال جام کې ګډون کوي
- آلمان اسرائيل ته د وسلو صادرات تصويب کړي
- نتانياهو، په داسې حال کې چې ځمکني عمليات پراخوي، له لبنان سره د مذاکراتو د دوام خبره کړې
- لبنان وايي اسرائیل سره د پلان شویو خبرو په اړه ناخبره دی
- د ایران-امریکا تر منځ د مذاکراتو دویېم پړاو لا روښانه نه دی
- په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د پنجشنبې، د اپريل د ۱۶مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
ایران ته د هیګسیټ خبرداری: امریکايي پوځ د جګړې بیا پیلولو ته چمتو دی
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د پنجشنبې پر ورځ د پنټګان په یوې توجیهي غونډه کې وویل، که ایران له هوکړې سره توافق ونه کړي «د برېښنا او انرژۍ پر زېربناو» به یې بیا بریدونه پیل شي.
هغه وویل:«تاسې، ایران کولی شئ یو سوکاله راتلونکی او یو طلايي پل غوره کړئ. او موږ هیله لرو، چې تاسې به د ایران د خلکو له پاره داسې وکړئ.»
هیګسیټ وویل:«که چېرې ایران ناسم او بد انتخاب ولري، نو هغوی به محاصره او د برق او انرژۍ د زېربناو بمبارول تجربه کړي.»
هغه همدا راز وویل، چې امریکا به د «مليت په پام کې نیولو پرته» هرمز تنګي ته د کښتیو داخلېدل او ترې وتل تر «څو چې لازمه وي» منع کړي.
په اسلام اباد کې د تېرې اونۍ د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د سمندري بندرونو د محاصرې امر وکړ، څو ایران د سولې هوکړې له پاره د واشنګټن شرایطو منلو ته اړ کړي.
د امريکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د دويم پړاو له پاره د هلو ځلو په ترڅ کې قطر ته د شهباز شريف سفر
د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف، د پنجشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړ. د نوموړي دا سفر د هغو هلو ځلو د يوې برخې په توګه انګيرل کيږي چې پاکستان یې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د دويم پړاو د رامنځته کیدو له پاره کوي.
د شريف، د دفتر له خوا ويل شوي چې نوموړي د قطر له امیر شيخ امیر تمیم بن حمد الثاني، سره د «سيمې او نړۍ په ځانګړي توګه په منځني ختيځ کې د وروستيو پرمختګونو» په اړه خبرې اترې کړي.
اړونده موضوع: ولې پاکستان له خپلو ګاونډيانو سره دښمني؛ خو په نړيواله کچه منځګړیتوب کوي؟
د قطر امير د ایران او امريکا ترمنځ د اوربند په ترڅ کې د پاکستان کليدي نقش ستايلی دی.
د پاکستان د لومړي وزير د دفتر په اعلاميه کې زياته شوې چې دواړو مشرانو د «شخړې د لمن د پراخیدو د مخنوي د هلوځلو او په سيمه کې د امنيت او ثبات او په ځانګړي توګه د انرژۍ د انتقال د بهير د جاري ساتلو د تامين له پاره د قوي نړيوال ملاتړغوښتنه کړې ده.»
شريف، چې په يوه څلور ورځني ديپلوماتيکي سفر بوخت دی، تر دې وروسته ترکیې ته ځي.
د ایران-امریکا تر منځ د مذاکراتو دویېم پړاو لا روښانه نه دی
په داسې حال کې چې پاکستاني پلاوي د امریکا او ایران تر منځ د دویم پړاو خبرو اترو د دوام له پاره تهران ته سفر کړی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې پر ورځ وویل، تر اوسه د دویېم پړاو مذاکراتو له پاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.
همدې حال کې، یوه ایراني جکپوړي چارواکي ویلي، چې ایران او امریکا یو څه پرمختګ کړی او د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، تهران ته د پاکستان د پوځ د مشر فیلډمارشال عاصم منیر سفر د تاوتریخوالي کمولو کې مرسته کړې.
دغې چارواکي وویل:«تهران ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر ځینو مواردو کې د اختلافاتو کمولو کې اغېزمن و؛ خو لا هم په هستوي برخه کې اساسي اختلاف پر ځای دی. د اوربند او دویېم پړاو مذاکراتو له پاره هیلې پیدا شوي.»
دغې چارواکي زیاته کړه:«د ایران د غني شویو یورانیمو او د ایران پر هستوي پروګرام د محدودیت موده له هغو جنجالي موضوعاتو څخه دي، چې تر اوسه ورته حل نه دی پیدا شوی.»
تېره اونۍ امریکا او ایران د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د مذاکراتو پر مهال کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
په داسې حال کې، چې دغو مذاکراتو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د امریکا وړاندیز «وروستی او غوره» وړاندیز وباله؛ خو د ایران د پارلمان مشر او دغو مذاکراتو کې د ایراني پلاوي مشر محمد باقر قالیباف وویل، چې امریکا د ایراني پلاوي د باور په تر لاسه کولو کې پاتې راغله.
لبنان وايي اسرائیل سره د پلان شویو خبرو په اړه ناخبره دی
وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د لبنان او اسرائیل د مشرانو تر منځ د خبرو اترو د پیل خبر ورکړ، یوې حکومتي سرچینې فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې بیروت له هر ډول اړیکو ناخبره دی.
دغې سرچینې وویل:«موږ له اسرائیلي لوري سره د هر ډول پلان شویو اړیکو په اړه مالومات نه لرو او له رسمي چینلونو څخه هم د دا ډول اړیکو خبر نه دی راکړل شوی.»
رویټرز خبري اژانس هم د یوه لبناني چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې د لبنان دولت له اسرائیل سره د «هر ډول پلان شویو مذاکراتو» په اړه «هېڅ ډول مالومات» نه لري.
په همدې حال کې، د اسرائیل د امنیتي کابینې یوه غړي د دغې هېواد د پوځ له رادیو سره خبرو کې وویل، چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره خبرې وکړي.
فیفا: ایران به « مطمناً» په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ګډون وکړي
د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا مشر جیاني اینفانتیو ویلي، چې ایران به «هرو، مرو» د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې ګډون وکړي. تر دې وړاندې ایران له امریکا متحده ایالاتو څخه مکسیکو ته د خپلو لوبو د بدلون غوښتنه کړې وه.
اینفانتینو له امریکايي خبري شبکې «سي این بي سي» سره خبرو کې وویل:« ایران به شک پرته راشي. موږ هیله لرو، چې تر هغې به وضعیت سولهییز شي او دا موضوع به مرسته وکړي.»
جام جهانی ۲۰۲۶ که به میزبانی مشترک ایالات متحده، مکسیکو و کانادا برگزار میشود، از ۱۱ جون آغاز خواهد شد.
د فوټبال نړیوال جام به د امریکا متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب د روان کال د جون په ۱۱ نېټه پیل شي.
د فیفا مشر نړیوال جام کې د ایرانۍ لوبډلې د لوبو په اړه وویل: «ایران باید راشي. هغوی د خپلو خلکو استازي دي. هغوی دې لوبو ته لاره موندلې. لوبغاړي غواړي، چې لوبه وکړي.»
په وروستیو کې د ایرانۍ لوبډلې د ګډون په اړه د حکومتي چارواکو او فوټبال د مسئولینو له لوري بېلابېلې څرګندونې شوې وې.
وړاندې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، باوري نه دی، چې د امنیتي اندېښنو له امله دې د ایران لوبډلې ګډون « مناسب» وي.
ټاکل شوې ده، چې ایرانۍ لوبډله به دوه ګروپي سیالۍ د کلیفورنیا په اینګلوود او یوه په سیاتل کې وکړي. دې هېواد له امریکا متحده ایالاتو څخه مکسیکو ته د خپلو لوبو د لېږدولو غوښتنه کړې وه؛ خو فیفا یې دا غوښتنه رد کړې وه.
آلمان اسرائيل ته د وسلو صادرات تصويب کړي
د آلمان د حکومت معلومات ښيي چې آلمان د ایران د جګړې په لومړيو اونيو کې اسرائيل ته د ۶،۶ میليون يورو په ارزښت د وسلو صادرات تصویب کړي دي .
د آلمان د کيڼ اړخي ګوند په غوښتنه د اقتصاد وزارت له خوا ورکړل شويو معلوماتو په حواله د وسلو دا صادارت د فبرورۍ د ۲۸مې او مارچ د ۲۷مې نیټې ترمنځ موده کې تصویب شوي دي.
د دې صادراتو حجم د تیرو میاشتو په پرتله نبستاً کم دی.
د آلمان د خبري آژانس په حواله په نومبر میاشت کې اسرائيل ته د وسلو پر صادراتو د محدوديتونو له کمولو وروسته چې په غزه کې د جګړې له کبله پرې لګول شوي ول، په کابو څلورو میاشتو کې آلمان دغه هېواد ته د ۱۶۷ مليون يورو په ارزښت صادرات تصویب کړي ول.
اړونده موضوع: په غزه کې کړاو: ۲۰۰ نوموتو شخصیتونو اسرائیل ته د وسلو د ليږد درولو غوښتنه کړې
په غزې تړانګه کې د اسرائيلو پر عملیاتو باندې د نيوکو ډېرېدو ته په کتلو سره د آلمان حکومت په اګست میاشت کې اسرائيل ته د هغو پوځي ابزارو صادرات وځنډول چې ښايي په دې کړکيچ کارول شوي وای.
دا قسمي بندیز په اسرائيل او همدا راز په آلمان کې دننه د واکمن محافظه پاله بلاک له انتقادونو سره مخامخ شو.
دا بندیز د اسرائيل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند تر تړون کابو درې نیمې میاشتې وروسته بيرته لغوه کړل شو.
ترمپ ويلي د اسرائيل او لبنان مشران به د پنجشنبې په ورځ خبرې وکړي
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې اسرائيل او لبنان به د پنجشنبې په ورځ تر هغه وروسته بيا خبرې اترې وکړي چې په روانه اونۍ کې د دواړو هېوادونو استازو په واشنګټن کې سره په یوه بې سارې اقدام کې مخامخ مذاکرات ترسره کړل.
ترمپ، چهارشنبه ناوخته د ټولنیزو رسنيو له لارې د دې د مشخصولو پرته چې څوک به پکې برخه ولري، وويل: «د اسرائيل او لبنان ترمنځ د يو څه د رامنځته کیدو هڅه کيږي. ډېره موده تیره شوې چې دواړو مشرانو سره خبرې کړي – د ۳۴ کلونو موده. دا کار به سبا ترسره شي.»
لبنان د مارچ میاشتې پر دويمه نیټه تر هغه وروسته د ایران په جګړه کې ښکيل شو چې د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې حزب الله پر اسرائيل باندې بريدونه پيل کړل.
د لبنان د روغتيايي چارواکو په حواله تر اوسه د اسرائيل په بريدونو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دی.
د اسرائيل د ځواکونو او حزب الله ترمنځ نښتې د چهارشنبې په ورځ هم روانې وې.
په تهران کې د پاکستاني منځګړو او ایران ترمنځ د خبرو اترو دوام
دایران دولتي رسنيو ويلي دي چې د ایران د حکومت او له پاکستان څخه د ورغلي پلاوي ترمنځ به خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ هم دوام وکړي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر، سره د چهارشنبې په ورځ په تهران کې په يوه مقدماتي غونډه کې ګډون درلود.
منیر، ته د پاکستان او ایران ترمنځ د يوه ډېر بانفوذه منځګړي په سترګه کتل کيږي.
پاکستان تمه لري چې د ایران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو دويم پړاو ترسره شي. تر دې دمخه د دې ډول مذاکراتو لومړی پړاو بې له کومې پايلې پای ته رسيدلې وو. دا خبرې اترې د شنبې او یکشنبې په ورځو په اسلام آباد کې شوې وې.
سپينې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وويل چې نورې خبرې اترې ښايي د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې ترسره شي.
د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ اوربند چې د اپريل پر ۸ نیټه رامنځته شو، راتلونکې چهارشنبه پای ته رسيږي.