شخړيد فلسطین سیمه
اسرائیل د غزې په سرحدي سیمو کې بیړنی وضعیت پای ته رسولی
۱۴۰۴ آبان ۵, دوشنبه
اعلان
اسرائیل نن د دوشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ د غزې تړانګې په سرحدي سیمو کې د بیړني حالت، چې د ۲۰۲۳میلادي کال په اکتوبر کې د حماس ترهګرې ډلې له برید راهیسې نافذ و، د ختمولو اعلان وکړ.
د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتس په یوه اعلامیه کې ویلي: «ما د (اسرائیلي پوځ) د سپارښتونو په منلو سره پریکړه وکړه چې د اکتوبر له ۷ وروسته د لومړي ځل له پاره په داخلي جبهه کې بیړنی وضعیت پای ته ورسوم.»
دغه پریکړه د اسرائیل په سویل کې د نوي امنیتي وضعیت منعکس کوونکې ده او په داسې یو وخت کې شوې ده چې د اکتوبر له لسمې څخه په غزه کې روان اوربند تر ډیره بریده ساتل شوی دی.