1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه
شخړيآسیا

په تهران کې د ترمپ د اوربند د غځولو په اړه شکونه

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې له ایران سره اوربند تر هغه غځوي څو د دغه هېواد له لوري يو وړاندیز ترلاسه شي او خبرې اترې يوې پایلې ته ورسيږي. خو په تهران کې په دې اړه شکونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/5CckH
ولسمشر دونالد ترمپ
ترمپ، ويلي دي چې له ایران سره اوربند تر هغه غځوي څو د دغه هېواد له لوري وړاندیز ترلاسه شي او خبرې يوې پایلې ته ورسيږي. انځور: Salwan Georges/UPI Photo/IMAGO
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • ایران په هرمز تنګي کې پر کارګو کښتۍ بريد کړی
  • په تهران کې د ترمپ د اوربند د غځولو په اړه شکونه
  • ولسمشر ترمپ، ويلي له ایران سره اوربند د پاکستان په غوښتنه غځوي
  • اسلام آباد ته د ترمپ، د مرستیال جی ډي وينس سفر هم ځنډول شوی
  • دا لا روښانه نه ده چې آیا اسرائيل او ایران هم اوربند غځولی او که څنګه 

په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د چهار شنبې، د اپريل د ۲۲مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د په تهران کې د ترمپ د اوربند د غځولو په اړه شکونه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

په تهران کې د ترمپ د اوربند د غځولو په اړه شکونه

ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان کړی دی چې له ایران سره اوربند تمدیدوي څو د سولې د خبرو اترو له پاره لا ډېر وخت ورکړل شي؛ هغه ګام چې نړۍ یې په انتظار کې اچولې څو وکتل شي چې آيا تهران او اسرائيل به د څو اونيو تر جګړې وروسته چې د نړۍ بازارونو ته یې ټکان ورکړی دی، دا پريکړه ومني او که نه. 
ترمپ، وويل چې د اوربند د غځيدو په اړه یې د پاکستان غوښتنه منلې څو د ایران مشران د يوه «واحد وړاندیز» د وړاندې کولو له پاره وخت ولري.
خو په دې اړه ناډاډمنتيا ډېره ده. د چهارشنبې تر سهار پورې ایران په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه وو ښوولې، په داسې حال کې چې په تهران کې لومړني غبرګونونه له شکه ډک ول.
د تسنيم خبري آژانس چې د سپاه پاسداران ځواک ته نږدې ګڼل کيږي، ويلي دي چې ایران د اوربند د تمديد غوښتنه نه وه کړې او خپل دا ګواښونه یې تکرار کړل چې د متحده ايالاتو سمندري محاصره به زور ماته کړي.
ایران د امريکا د سمندري ځواک له خوا په سمندر کې د ایران سوداګرۍ محاصرې ته د جګړه ایز ګام په سترګه ګوري. 
د رویترز خبري آژانس په حواله د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف، يوه مشاور وويل چې د ترمپ، [د اوربند د غځولو] اعلان ښايي يوه دسيسه وي، په داسې حال کې د ترمپ، لهجه او دريځ د تغیر په حال کې دي. د اوربند د غځولو يوازې څو ساعته مخکې هغه ويلي ول، دی انتظار لري چې متحده ایالات به د ایران بمبارول بیرته پيل کړي. 

 

https://p.dw.com/p/5CdcZ
د ایران په هرمز تنګي کې پر کارګو کښتۍ بريد کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

ایران په هرمز تنګي کې پر کارګو کښتۍ بريد کړی

د بريتانيا د پوځ د سمندري امنيت آژانس په حواله د ایران سپاه پاسداران ځواک د چهارشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې پر يوې کارګو کښتۍ ډزې کړي دي. 
د بريتانيا د سمندري تجارت ادارې (يو کی ام ټي او) ويلي دي چې دا بريد د عمان شمال ختيځ ساحل ته څيرمه د هرمز په تنګي کې شا او خوا څلور بجې د شپې شوی دی. 
زياته شوې چې بريد کښتۍ زيانمنه کړې خو تلفات یې نه دي اړولي.  
دغې ادارې زیاته کړې ده: «د یوې کارګو کښتۍ کپتان رپوټ ورکړی دی چې د سپاه پاسداران يوه وسله واله کښتۍ دغې بيړۍ ته رسېدلې وه .... او بیا یې پر بيړۍ ډزې وکړې چې د [کښتۍ] پله ته یې ډېر زيان ورساوه. کومه اورلګېدنه او چاپیريالي اغیزه نه ده رپوټ شوې.»
ایران په سملاسي توګه د پېښې په اړه کومه تبصره نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې په سيمه کې د ترينګلتياو په ترڅ کې له ایران سره تړاو لرونکې د يوې کښتۍ مخه نيولې وه او بريد یې پرې کړی وو.

 

https://p.dw.com/p/5CdaJ
د شهباز شريف د اوربند له غځيدو څخه هرکلی کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

شهباز شريف د اوربند له غځيدو څخه هرکلی کړی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف
شهباز شریف، هوډ څرګند کړ چې حکومت به یې د خبرو اترو له لارې د دې شخړې د هواري له پاره خپلو «جدي هڅو» ته دوام ورکړي. انځور: Maxim Shemetov/AFP

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د دغه هېواد په غوښتنه له ایران سره د اوربند د غځولو له کبله له ولسمشر دونالد ترمپ، څخه مننه کړې ده. 
شريف، د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لارې وويل: «زه په صادقانه توګه هیله مند یم چې دواړه غاړې به اوربند ته دوام ورکړي او د شخړې دایمي پای له پاره په اسلام آباد کې د خبرو اترو په دويم پلان شوي پړاو کې د سولې يوه هر اړخیز تړون ته د رسېدو جوګه واوسي.»


نوموړي هوډ څرګند کړ چې حکومت به یې د خبرو اترو له لارې د دې شخړې د هواري له پاره خپلو «جدي هڅو» ته دوام ورکړي. 

https://p.dw.com/p/5CckK
د ترمپ وايي له ایران سره اوربند غځوي له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

ترمپ وايي له ایران سره اوربند غځوي

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشل» په يوه پوست کې ويلي دي چې اوربند تر هغه غځوي چې ایران يوه طرحه وړاندې کړي او خبرې اترې کومې پایلې ته ورسيږي. 
نوموړي وويل چې دا پريکړه یې د پاکستان په غوښتنه کړې ده څو د ایران مشرانو ته پر يوه «واحد وړاندیز» د سلا کيدو وخت ورکړل شي. 
ترمپ، زياته کړې چې ده «پوځ ته د کلابندۍ د دوام لارښوونه کړې، او له هر اړخه چمتو او توانمند بايد واوسي. له همدې کبله تر هغه چې دوی [د ایران حکومت] وړاندیز يا طرحه نه وي وړاندې کړي او خبرې اترې کومې نتيجې ته نه وي رسيدلي، په هر شکل چې وي، اوربند ته ادامه ورکوو.«  
ولسمشر خپله دا پريکړه په داسې حال کې اعلان کړه چې سپينې ماڼۍ د خبرو اترو د دويم پړاو له پاره اسلام آباد ته د ولسمشر د مرستيال جی ډي وينس، سفر چې انتظار یې کیده، ځنډولی، ځکه تهران د اوس له پاره له نورو خبرو اترو ډډه کوي.

https://p.dw.com/p/5CckI
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber