1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه
شخړيایران

امريکا ته د ایران د لس ماده ایز وړاندیز جزئيات

بريښنا صابر | گل غوټۍ پوپل | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

دونالد ترمپ، د ایران د ويجاړولو له خپلو ګواښونو لاس پر سر شوی او د تهران له لوري د يوه لس ټکیز وړاندیز د ترلاسه کولو وروسته یې د دوو اونيو پر اوربند تواق کړی. روسيې بيا د امريکا او ايران ترمنځ اوربند «ډېر مهم» بللی دی.

https://p.dw.com/p/5Bphw
تهران يو شمیر ایرانيان چې ښځې یې په مخ کې دي او د ایران بیرغونه ورسره دي د اوربند په ملاتړ راوتلي.
د ایران او امريکا د دوو اونيو اوربند وروسته په ایران کې يو شمیر کسان د حکومت په ملاتړ راوتليانځور: Francisco Seco/AP Photo/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • تر اوربند وروسته هم ایران پر متحده عربي اماراتو او کويت بريدونه کړي، خو ولې؟ 
  • روسیې د امريکا او ایران اوربند «ډېر مهم» وباله
  • په نړيوالو بازارانو کې د نفتو د بيو کمېدل
  • امريکا، اسرائيل او ایران د دوو اونيو پر اوربند توافق کړی
  • د ایران د ملي امنيت عالي شورا هم د دوو اونيو اوربند منلی دی
  • د اوربند تړون د ایران پر وړاندې د ترمپ، تر پراخو ګواښونو وروسته شوی دی
  • د ایران - امريکا مذاکرات به د جمعې په ورځ په پاکستان کې پيل شي
  • عراق خپل هوايي حریم د هوايي ترانسپورت له پاره بیرته پرانیست
  • د ملگرو ملتو عمومي منشي د ایران او امریکا له دوه اونیز اوربند هرکلی وکړ
  • اسرائيل وايي لبنان په دې اوربند کې شامل نه دی

په دې مطلب کې تاسې د منځني ختيځ او ایران د کړکيچ په اړه د چهارشنبې ورځې، د اپريل د ۸مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د تر اوربند وروسته هم ایران پر متحده عربي اماراتو او کويت بريدونه کړي، خو ولې؟ له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

تر اوربند وروسته هم ایران پر متحده عربي اماراتو او کويت بريدونه کړي، خو ولې؟

د ایران په لاوان ټاپو کې د تیلو يو چاڼ ځای
د ایراني تلویزيون د رپوټونو په حواله پر لاوان ټاپو باندې بريدونه د سيمې پر وخت د سهار پر لسو بجو وشول. انځور: Tasnim

د ایران دولتي تلویزيون د چهارشنبې ورځې په خپلو خپرونې کې تائيد کړې ده چې د دوو اونيو پر اوربند تر توافق څو ساعته وروسته د هرمز تنګي په شمال کې د ایران په لاوان ټاپو کې د تیلو پر تاسیساتو باندې د هوایي بريدونو په غبرګون کې تهران د خليج په دوو هېوادونو متحده عربي اماراتو او کویت کې پر اهدافو باندې ډرونونه او توغندي وتوغول.


د ایراني تلویزيون د رپوټونو په حواله پر لاوان ټاپو باندې بريدونه د سيمې پر وخت د سهار پر لسو بجو وشول. 

اړونده موضوع: ولې عربي هېوادونه په ایران کې د رژيم له بدليدو ویره لري؟


دولتي تلویزيون دا نه دي ويلي چې آیا په دې بريدونو کې چا ته زيان اوښتی او که څنګه.  


د دې بريدونو په تړاو په تهران کې د هېواد د نفتو وزارت اړونده يوه خبري آژانس هم ادعا کړې وه چې «دا بريدونو د دښمن له لوري» شوي ول. 


په دې ترڅ کې د هېواد د «مهر» په نوم يوه بل خبري آژانس هم وويل چې پر لاوان سربیره د دوبۍ ساحلونو څخه لیرې په خليج فارس کې د ایران په يوه بل د سيري په نوم ټاپو کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي ول. 

https://p.dw.com/p/5BrwQ
د روسیې د امريکا او ایران اوربند «ډېر مهم» وباله له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

روسیې د امريکا او ایران اوربند «ډېر مهم» وباله

د کريملن وياند ديميتري پیسکوف، د ایران او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ له رامنځته شوي اوربند څخه هرکلی وکړ او هغه یې «ډېر مهم» وباله. 


نوموړي په يوه ورځني خبري کنفرانس کې وويل: «موږ يقيناً، د اوربند له دې خبرونو څخه هرکلی وکړ او د وسله والې شخړې د پراخوالي لارې ته د دوام نه ورکولو له پريکړې څخه هم، په ځانګړي د ملکي اهدافو نه نخښه کولو چې په هغه کې د ایران اقتصادي تاسيسات هم شامليږي، هرکلی کوو. موږ دا موضوع ډېره مهمه ګڼو.»


هغه وويل روسيه چې په تیلو او طبيعي ګازو غني هېواد دی، د انرژۍ پر نړيوالو بازارونو باندې د جګړې له اغیزو څخه یې ګټه ترلاسه کړې ده. 


هغه زياته کړه: «اوس چې نړۍ په ډاډ سره د يوه جدي اقتصادي او د انرژۍ د بحران پر مسير روانه ده، چې ورځ تر بلې پراخيږي، بازار او د بازار شرائط د انرژۍ او د انرژۍ د سرچينو په برخه کې په بشپړه توګه تغیر شوي دي.»

اړونده موضوع: ترمپ وايي روسیه له ایران سره «څه نا څه» مرسته کوي


هغه وويل چې روسيه د بالقوه مشتریانو سره په داسې بڼه د مذاکرې په حال کې ده چې «تر ډېره د روسیې پر ګټو برابره وي.»


نوموړي همدا راز د اوکراين جګړې د ختمولو په موخه د مسکو، کيف او واشنګټن ترمنځ د درې اړخیزو مذاکراتو هیله هم څرګنده کړه. 

 

https://p.dw.com/p/5BrhV
د په نړيوالو بازارانو کې د نفتو د بيو کمېدل له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

په نړيوالو بازارانو کې د نفتو د بيو کمېدل

Südkorea Seoul 2026 | Börsenhandel bei der Hana Bank während Kursverlusten
انځور: Jung Yeon-je/AFP

تر هغه وروسته چې متحده ایالاتو او ایران پر يوه اوربند د توافق او هرمز تنګي د پرانيستل کيدو خبر ورکړ، د چهارشنبې په ورځ د اومو تیلو بیې د پام وړ ټيټې شوې او د ونډو بازارونه د پام وړ پرمختګ شاهدان شول.


د خامو برنت نفتو د هر بیرل بيه په جون میاشت کې د تحويل له پاره شا او خوا ۱۶ سلنه راټيټه شوې ده او ۹۲ ډالرو ته رسېدلې چې دا د مارچ میاشتې له پېل راهېسې تر ټولو ټيټه کچه ده. د امريکا د ويست تګزاس اينترمديت اومو نفتو بيه بيا ۲۰سلنه راټيټه شوې ده. 


په همدې حال کې امريکا د بهادارنو اسنادو بازار هم غوړیدلی دی او د فرانسې او آلمان د پور بهادارو اسنادو هم د پام وړ لوړوالی ثبت کړی دی. 


په آسيايي بازارونو کې د جاپان د نیکی شاخص پنځه سلنه او د جنوبي کوريا د کاسپی شاخص ۶ سلنه وده کړې چې دا څه په راکړه ورکړه کې د لنډمهاله ځنډ باعث شول. 


همدا شان د شانګهای، ممبۍ، بانکاک، مانيلا، جاکارتا، سنګاپور او ولينګتن ښارونو کې هم د اوربند تر اعلانېدو وروسته د ونډو بازارونو د پام وړ ډيروالی تجربه کړ.  

https://p.dw.com/p/5Brgw
د امريکا ته د ایران د لس ماده ایز وړاندیز جزئيات له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

امريکا ته د ایران د لس ماده ایز وړاندیز جزئيات

د ایران بیرغ په لاس ښځې چې حجابونه لري، ليدل کيږي.
د ایران او امريکا ترمنځ د اوربند تر اعلانیدو وروسته خلک سړکونو ته را ووتل. انځور: Majid Asgaripour/WANA/REUTERS

د فارس خبري آژانس د يوې باخبره سرچينې په حواله د ایران د اسلامي جمهوريت د لس ټکیزې پيشنهادي طرحې جزيات تشريح کړي دي. 

  • د دې خبري آژانس په حواله دې طرحه کې چې د ایران له نظره نښتې او تاوتريخوالي په دوامداره توګه د درولو چوکاټ مشخصوي، دا بندونه شامل دي: 
  • پر ایران او د دغه هېواد پر ملاتړ مقاومت کوونکو ډلو باندې د هر ډول بريدونو په بشپړ ډول درول. 
  • له سيمې څخه د امريکا د جګړه ایزو ځواکونو وتل او پر ایران باندې د بريدونو په موخه د اډو له کارولو ډډه کول. 
  •  د ایران تر نظارت لاندې د دوو اونیو له پاره له هرمز تنګي څخه د بيړيو ورځنۍ تګ راتګ محدودول. 
  • پر ایران باندې د امريکا او ملګرو ملتونو د ټولو بندیزونو لغوه کول. 
  • د ځانګړي مالي صندوق د رامنځته کولو له لارې ایران ته د اوښتو زيانونو جبرانول. 
  • د ایران ژمنتيا چې اټومي وسلې به نه جوړوي. 
  • د يورانيمو د غني کولو د ایران د حق منل او د غني کولو د کچې په اړه یې د مذاکراتو پیلول. 
  • د سولې د دوه اړخیز او په سيمه کې د سولې د څو اړخیز تړون په موخه مذاکراتو ته د ایران چمتووالی. 
  • د هغو ټولو ډلو پر ضد د «تعرض د نه کولو ژمنې غځول» چې د مقاومت ډلو په نوم ياديږي. 
  • د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او مشرتابه پلاوي د ټولو پريکړه ليکونو لغوه کول او د ملګرو ملتونو په يوه پريکړه ليک کې د ټولو ژمنو تصويبول. 

د ایران رسمي سرچينو تر اوسه دا طرحه نه ده خپره کړې. 

https://p.dw.com/p/5BrZB
د سپينې ماڼۍ اوربند «بريا» بللې خو ایران بيا دا د ترمپ د «سپکاوي» په توګه ياد کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

سپينې ماڼۍ اوربند «بريا» بللې خو ایران بيا دا د ترمپ د «سپکاوي» په توګه ياد کړی

ولسمشر دونالد ترمپ
انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې کارولين ليویت، د سې شنبې په ورځ د ایران سره په جګړه کې د دوو اونيو اوربند د متحده ايالاتو له پاره د «بريا» په توګه ياد کړ. 
نوموړې د ټولنیزو رسنیو په يوه پيغام کې لیکلي: «دا د امريکا متحده ايالاتو له پاره يوه بريا ده چې ولسمشر ترمپ او زموږ فوق العاده پوځي ځواکونو ممکن کړ.»
ليويت زياته کړه: «زموږ د پوځ برياليتوب د حداکثر فشار د رامنځته کيدو باعث شو او ولسمشر ترمپ او د هغه ډلې ته یې دا امکان ورکړ چې سخت مذاکرات وکړي؛ هغه مذاکرات چې اوس یې د يوې ديپلوماتيک حللارې او پايدارې سولې له پاره زمينه برابره کړې ده.»
تر دې دمخه د ایران دولتي رسنيو ادعا کړې وه چې ترمپ، «د جګړې د ختمولو له پاره د ایران شرطونه منلي» او د ایران ضد خپلو دريځونو څخه  یې «له سپکاوي ډک شاتګ» کړی دی. 

https://p.dw.com/p/5BqBw
د عراق خپل هوايي حریم د هوايي ترانسپورت له پاره بیرته پرانیست له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

عراق خپل هوايي حریم د هوايي ترانسپورت له پاره بیرته پرانیست

له څو اونیو نامعلوم حالت وروسته، په عراق کې یو ځل بیا د الوتکو الوتنو او ناستو ته اجازه ورکړل سوه. د ایران په جگړې کې اوربند په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمیدو سبب کیږي. د امریکااو ایران ترمنځ د اوربند تر اعلان کیدو وروسته عراق خپل هوايی حریم بیرته پرانیست. د عراق د ملکي هوايي چلند ادارې نن سهار د اپریل پر اتمه اعلان وکړ چې حالت باثباته سوی او شرایط بیرته عادي حالت ته راگرځیدلي دي. تمه کیږي چې د عراق په هوايي ډگرونو کې د الوتکو د الوتنو او ناستو په شمول به، ټولې ملکي الوتنې سمدلاسه له سره پیل سي.
د فبرورۍ پر ۲۸ مه د ایران او امریکا ترمنځ د جگړې له پیل راهیسې په سیمه کې هوايي ترانسپورت محدود سوی وو. پر عراق سربیره د فارس د خلیج څو هیوادونو هم خپل هوايي حریم تړلی وو.

https://p.dw.com/p/5BqB2
د د ملگرو ملتو عمومي منشي د ایران او امریکا له دوه اونیز اوربند هرکلی وکړ له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

د ملگرو ملتو عمومي منشي د ایران او امریکا له دوه اونیز اوربند هرکلی وکړ

د ملگرو ملتو عمومي منشي ، انتونیو گوتیرش
گوتیرش ټینگار کړی چې د ملکي کسانو د ژوند ساتلو له پاره، د دښمنیو پای ته رسول ضروري دي. انځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتو عمومي منشي دایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوربند له اعلان څخه د هرکلي ترڅنگ، په منځني ختیځ کې له ټولو ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې خپلو نړیوالو مکلفيتونو ته غاړه کښیږدې او په سیمه کې دوامدارې او جامع سولې ته د رسیدو له پاره زمینه برابره کړي. 

 

انتونیو گوتیرش ټینگار کړی دی چې د ملکي کسانو د ژوند د ساتلو او بشري کړاوونو د کمیدو له پاره، د دښمنیو د ژر تر ژره پای ته رسول ضروري دي. هغه همدارنگه د پاکستان او نورو هغو هیوادونو هڅې وستایلې چې ددغه اوربند په رامنځته کولو کې یې نقش لوبولی دی.


د ملگرو ملتو په اعلامیې کې راغلي دي چې د ملگرو ملتو د سازمان ځانگړی استازی، ژان ارنو په سیمه کې حضور لري تر څو د دوامدارې سولې د پلي کولو له پاره هڅو څخه ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/5Bppr
د اسرائيل وايي لبنان په دې اوربند کې شامل نه دی له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

اسرائيل وايي لبنان په دې اوربند کې شامل نه دی

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د چهارشنبې په ورځ وويل چې اسرائيل له ایران سره د اعلان شوي اوربند ملاتړ کوي خو زياته کړې یې ده چې لبنان په دغه تړون کې نه شامليږي. تر دې د مخه رپوټونه ورکړل شوي ول چې اوربند پر لبنان هم صدق کوي. 


د نتانياهو، دفتر ویلي دي چې اسرائيل د ولسمشر دونالد ترمپ د هغې پريکړې ملاتړ کوي چې پر ایران به د دو اونیو له پاره بريدونه وځنډول شي په دې شرط چې د هرمز تنګي ژر تر ژره پرانيستل شي او پر اسرائيل باندې د ایران بريدونه هم ودريږي. 


خو زياته شوې ده چې دا تړون په لبنان کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حزب الله مليشو پر وړاندې د اسرائيل عمليات تر پوښښ لاندې نه نيسي. 

 

https://p.dw.com/p/5Bpo4
د پر اسرائیل باندې نور توغندیز بریدونه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

پر اسرائیل باندې نور توغندیز بریدونه

حتی د اوربند له اعلان وروسته، اسراييل د چهارشنبې په شپه له ایران څخه د توغندیو بریدونورپوټ ورکړ. د هیواد په څو برخو کې د هوایي بریدونو الارمونه وږغیدل. د ژغورنې د خدماتو په وینا، د تل شیوا په ښار کې، درې کوچنيان د ایران د خوشه یي مهماتو له امله سرسري ټپیان سول.


ټرمپ ګواښ کړی و چې که د سې شنبې تر ماښامه (د امریکا په وخت، چهارشنبه د ماسپښین ۲:۰۰ بجې) پورې د هرمز تنګي د پرانیستلو او کومې موافقې ته ونه رسیږي، نو د ایران د انرژۍ پر سکتور او د پلونو په څېر زیربناوو باندې  به برید وکړي. د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې "یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ سي او هیڅکله به بیرته راستون نه سي." د هغه د ضرب الاجل له پای ته رسیدو څه ناڅه ۹۰ دقیقې مخکې، هغه وروسته د دوو اونیو له پاره د اوربند اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/5Bpo2
د په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ خبرې اترې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ خبرې اترې

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف
انځور: Hasnoor Hussain/REUTERS

د پاکستان د رسمي اعلامیو له مخې، دغه اوربند سمدلاسه نافذ دی. لومړي وزیر شریف د جمعې په ورځ د نورو خبرو اترو له پاره د امریکا او ایران استازي، پلازمینې اسلام آباد ته راوبلل. 
هدف د ایران د جګړې د پای ته رسولو له پاره د نهايی موافقې په اړه خبرې اترې دي.


شریف د ایکس پر آنلایني پاڼه لیکلي چې موافقه سوې اوربند د لبنان او نورو ځایونو له پاره هم صدق کوي. خو  د اسراییل د  صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر بیا ویلي: "دوې اونۍ اوربند د لبنان له پاره صدق نه کوي." 

اړونده موضوع: ایران کې جګړه؛ پاکستان کې د سون توکو بیو نوی ریکارډ جوړ کړی


همدا راز زياته سوې چې اسراییل د ټرمپ د بریدونو د ځنډولو له پریکړې ملاتړ کوي، مګر شرط لري چې د هرمز تنګي پر پرانستلو سربیره، ایران باید سمدلاسه پر امریکا، اسراییل او د سیمې په نورو هیوادونو باندې ټول بریدونه ودروي.

https://p.dw.com/p/5BpnB
د ایران وايي د هرمز تنګي به پرانيستل سي له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

ایران وايي د هرمز تنګي به پرانيستل سي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه بیان کې وویل چې د هرمز په تنگي کې چې د تیلو د نړیوال تجارت له پاره خورا مهم دی،

د بار وړونکو کښتیو تگ راتگ ته به بیا اجازه ورکړل سي. دا کار به د هیواد له وسله والو ځواکونو سره په همغږۍ او تخنیکي محدودیتونو په پام کې نیولو سره ترسره سي.

 

https://p.dw.com/p/5Bpmt
د امریکا او ایران د دوو اونیو له پاره اوربند باندې موافقه وکړه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

امریکا او ایران د دوو اونیو له پاره اوربند باندې موافقه وکړه

ایران ته د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ضرب الاجل له پای ته رسیدو لږ مخکې، دواړه خواوې یوبل ته د نیژدې کیدو په حال کې دي. په پام کې ده چې د هرمز تنگي به تر ټاکلو شرایطو لاندې د بیړیو د چلولو له پاره بیرته پرانیستل سي. 

د پاکستان تر منځگړیتوب لاندې د امریکا متحده ایالاتو او ایران هوکړه وکړه چې د دوو اونیو له پاره به یو پر بل باندې له بریدونو څخه په بشپړ توگه لاس اخلي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ټولنیزو رسنيو د تروت سوشل شبکې له لارې ويلي دي چې، د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف له هغه څخه وغوښتل چې د ایران د بریښنا پر تاسيساتو باندې له خپلو گواښوونکو بریدونو څخه ډډه وکړي.

ترمپ زیاته کړې چې له ایران څخه یې  یو لس ټکیز وړاندیز ترلاسه کړی  او په دې باور دی چې هغه "د خبرو اترو له پاره یوعملي اساس برابروي". 

https://p.dw.com/p/5Bpl0
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.