د ايران جګړه؛ د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر وژل شوی
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۷, دوشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر وژل شوی
- د اوربند او هرمز تنګي د پرانيستلو په اړه يوه مسوده ایران او امريکا ته سپارل شوې
- په اسرائيل، کويت او متحده عربي اماراتو کې د ایران تازه بريدونه
- تهران ته څيرمه يوه هوايي بريد لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي
- د اسرائيل لومړي وزير ادعا کړې چې له متحده ايالاتو سره یې د لادرکه شوي پيلوټ په موندلو کې مرسته کړې
- د اسرائيل په حيفا ښار کې تر خونړي بريد وروسته په لادرکه کسانو پسې لټون روان دی
- ديموکراتانو ایران ته د ولسمشر ترمپ، له سپکاوي ډک ګواښ غندلی دی
په دې مطلب که تاسې د ایران د جګړې په اړه د دوشنبې، د اپريل د ۶مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ.
اسرائیل بیا ځلي د ایران د ګازو په ميدان برید کړی
د فارس خبري اژانس ویلي چې د عسلویه ساحلي ښار د خامو نفتو یو کارخونې ته نیږدې څو چاودنې شوي دی.
دغه سیمه د ایران د ګازو زیرمه یا زړه ګڼل کیږي.
دا سیمه د ایران په سویل کې د نړۍ په کچه د طبیعي ګازو تر ټولو لویه زیرمه ده او د ایران ۷۰سلنه ګاز همدې ځای کې تولیدیږي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز د دوشنبې په ورځ تائید کړه چې اسرائیل د ایران د ګازو په سیمه برید کړی دی.
نوموړی ویلي: «دغه برید د ایران تر ټولو لوی پیتروشمي تاسیسات» په نښه کړي دي، هغه تاسیسات چې د هیواد شاوخوا «۵۰ سلنه پیتروشیم» تولیدوي.
اسرائیلو د مارچ په نیمایي کې هم په همدې سیمه کې د ایران تاسیسات په نښه کړي و چې هماغه وخت یې ډیر غبرګونونه راوپارول.
ایرن هغه وخت قطر کې د ګازو یوه زیرمه په نښه کړه چې خورا زیان یې واوړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې هغه مهال د اسرائیل له دغه بریده نه و خبر او زیاته یې کړې وه چې اسرائیل ژمنه کړې د ایران د ګازو سیمه به نه په نښه کوي.
خو له هغه وخت راهیسې، ټرمپ پخپله ګواښ کړی چې که ایران د سه شنبې تر ورځې پورې د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو د ایران د انرژۍ زیربناوې به په نښه کړي..
په کابل کې د ایران سفارت د عامه مرستو ترلاسه کولو ته د چمتووالی اعلان وکړ
په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی دی چې يو شمیر افغانانو له ایران سره مالي ملاتړ ته چمتووالی ښوولی دی.
په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر ایران باندې د امريکا او اسرائيل د بريدونو په جريان کې د افغانستان يو شمیر وګړو، په افغانستان کې دننه او دباندې، په ایران او نورو بهرنيو هېوادونو کې میشتو افغانانو، له ایران څخه مالي ملاتړ ته چمتووالی اعلان کړی دی.
په کابل کې د ایران سفارت د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره د ټولنیزو رسنیو د ايکس پاڼې له لارې د مالي مرستو د راټولو لاره چاره او د بانکي حسابونو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان پخپله په نړۍ کې له ناوړه بشري بحرانونو سره لاس او ګریوان دی او خلک یې له بې وزلۍ او پراخو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ دي او په عين حال کې له پاکستان سره د نښتو له کبله رامنځته شوي وضعيت هم د خلکو پر اقتصاد باندې اغیزه کړې ده.
له دې هر څه سره هم تېره اونۍ د افغانستان سيمه ایزو رسنیو خبر ورکړی وو چې د هرات ولایت سوداګرو د ایران له وګړو سره د مرستو په موخه ۱۵ میليونه افغانۍ نغدي مرستې په دغه ښار کې د ایران قونسلګرۍ ته سپارلي دي.
د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر وژل شوی
د ایران د سپاه پاسدارن د استخباراتو مشر مجید خادمي د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو به هوایي بریدونو کې ووژل شو.
دغه راپورونه د ایران دولتي رسنیو خپار کړي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي شریک کړي. د اسرئیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز تائید کړې چې خادمي یې په نښه کړی.
کاتز وویل: «سپاه پاسداران په ملکي خلکو ډزې کوي او موږ د ترهګرو مشران له منځه وړو.» نوموړي زیاته کړه:«د ایران مشران په دې احساس ژوند کوي چې هدف به وګرځول شي او موږ یو یو په نښه کوو.»
خادمې له هغو ۲۵ کسانو څخه یو و چې د دوشنبې په ورځ د امریکا او اسرائیلو د بريدونو په ترڅ کې ووژل شو. د جګړې له پیل راهېسې د ایران د ملي امنیت ریس علي لاریجاني او د سپاه پاسدران مشر محمد پاکپور په ګډون د ایران څو لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.
شنونکي وایي چې د غیر متمرکزې قومندې جوړښت ایران ته دا توان ورکړی چې حتی د لوړپوړو چارواکو په وژل کیدو هم د خپل بريدونو همغږي کولو ته ادامه ورکړي.
راپورونه: امریکا او ایرن ته د اوربند مسوده وړاندې شوې
د رپوټونو پر بنسټ، ایران او امریکا ته د اوربند یوه مسوده وړاندې شوې چې پکې د ۲۵ ورځینې اوربند او د هرمز تنګي د خلاصون خبره شوې.
فرانسې خبري آژانس ویلي چې دغه وړاندیز د مصر، ترکیې او پاکستان د منځګړو له خوا مطرح شوی دی.
وړاندیز د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، په منځني ختیځ کې د امریکا استازي ستیف ویکتوف او دواړو لوریو ته یکشنبه، د اپریل ۵ مه نیټه د شپې ناوخته ورلیږل شوی دی. تر اوسه پورې ایران او امریکا دې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.
یوه نامعلوم ایراني چارواکي رویټرز خبري آزانس ته ویلي چې ایران د لنډمهالي اوربند په پایله کې هرمز تنګی نه پرانیزي او نه به د دغه وړاندیز د ارزونې لپاره کوم ضرب الاجل ومني.
د دغه اوربند راپورنه داسې مهال خپریږي چې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته ضرب الاجل ټاکلی که تر سه شنبې يعني د اپریل تر اومې نیټې پورې د هرمز تنګی خلاص نه کړي نو د ایران د انرژۍ زیربناوې به په نښه کړي.
تهران ته نږدې په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول
ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د دوشنبې په سهار وختي تهران ته نږدې د استوګنې پر يوه ودانۍ بريد وشو چې لږترلږه ۱۳ کسان یې ووژل.
د فارس نیمه رسمي خبري اژانس او نورنیوز خبري سایټ راپور ورکړ چې برید د تهران په جنوب لویدیځ کې اسلامشهر ته نږدې شوی دی.
د اسرائیل په حیفا ښار کې له مرګوني برید وروسته لټون
د ایران په یوه توغندیز برید کې د اسرائیل په حیفا ښار کې یوه اوه پوړیزه ودانۍ په مستقیمه توګه لګیدلې او یوه برخه یې نړیدلې ده.
دغه برید د اپریل په پنځمه د یکشنبې په ورځ د حیفا ښار په شمالي برخه کې شوی مرسته کوونکې ډله لا هم د لادرکه کسانو پلټنه کوي.
اوروژونکې ډله وایي په کنډوالو کې د دوه لادرکه شویو کسانو په لټون بوخت دي مخکې له دې دوه نور کسان مړه موندل شوي ول.
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې دغه اوه پوړیزه ودانۍ په مستقیم ډول په نښه شوې. د فرانسې د خبري آژانس په وینا لسګونه امنیتي او مرسته سونکي کسان په سیمه کې حضور لري.
ایران په اسرائیل او عربي هیوادونو تازه بریدونه کړي
اسرائیل، کویټ او متحده عربي اماراتو ویلي چې د دوشنبې په سهار ایران یو ځل بیا د توغندیو او ډرون بریدونه کړي.
تر دې دمه د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوی.
د کویټ پوځ اعلان کړی چې نن سهار یې د ایران د توغندیو او ډرنونو مخه ډب کړې ده.
ابوظبي کې چارواکو ویلي د هغې پيښې په اړه بوخت دي چې د یوه شنډ شوي توغندي پاتې شونې ټوټې په یوې صنعتي فابریکې راغورځیدلي او په دغې پیښه کې یو کس ټپي شوی دی.
د اسرائیل پوځ هم اعلان کړی چې له ایرانه توغول شوي توغندي یې پیژندلي او دفاع کونکي تجهیزات به یې مخه ونیسي.
له دغو بریدونو وړاندې د ایران پوځ ګواښ کړی و که ملکي یا غیر نظامي سیمې په نښه شي دوی به « ویجاړوونکي او پراخ» غچ اخیستونکي عملیات وکړي.
دا خبرداری وروروسته له هغې مطرح کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و که ایران هرمز تنګی خلاص نه کړي دوی به د ایران غیر نظامي زیربناوې به له منځه یوسي.