1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه
شخړيایران

په اورګاډو کې د سفر په اړه د ایران خلکو ته د اسرائيل خبرداری

بريښنا صابر | محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ د ایران له خلکو وغوښتل چې د ورځې په جریان کې په ایران کې په رېل ګاډو کې له سفر کولو ډډه وکړي. دغه اقدام په ضمني توګه ښيي چې د ریل ګاډو کرښې ممکن د راتلونکو هوايي حملو اهداف وي.

https://p.dw.com/p/5BksO
د تبریز د ريلګاډي تمځای
انځور: Dupuy/Andia/IMAGO
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • پر ایران د بريدونو په ترڅ کې پلونه او لويه لار هدف ګرځول شوې

  • په خارګ ټاپو کې د بريدونو خبرونه ورکړل شوي

  • استانبول کې د اسرائيل قونسلګرۍ ته څيرمه دوه کسان په ډزو وژل شوي

  • اسرائیل د ایران خلکو ته خبرداری ورکړی چې په اورګاډو کې له سفر کولو ډډه وکړي

  • د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د پنځو افغانانو په ګډون نهه کسان وژل شوي

  • د ایران پوځ د ترمپ څرګندونې رد کړي دي

  • سنتکام وايي په ایران کې یې تر ۱۳ ډېرو اهدافو باندې بريدونه کړي
  • په پاکستان کې د ایران سفير ويلي دي د جګړې د ختمولو د پاکستان  هڅې «حساس» پړاو ته نږدې شوي 
  • سعودي عربستان وايي ۷ بالستيک توغندي یې ويشتلي

په دې مطلب که تاسې د ایران د جګړې په اړه د سه شنبې، د اپريل د ۷مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د پر ایران د بريدونو په ترڅ کې پلونه او لويه لار هدف ګرځول شوې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

پر ایران د بريدونو په ترڅ کې پلونه او لويه لار هدف ګرځول شوې

ايراني چارواکي وايي چې د متحده ایالاتو او اسرائيل هوايي بريدونو دوه پلونه او يوه لوريه لاره هدف ګرځولي چې په دې ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي. 


د ایران دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې يو پل د قم مقدس ښار ته څیرمه او بل په کاشان سيمه کې هدف ګرځیدلی دی.


يوه مهمه لویه لاره چې تبریز له تهران سره نښلوي، د يوه هوايي پله د زيانميدو له کبله  تړل شوې ده. په عين حال کې د پلازمينې په لویديځ کې د بريښنا د قطع کيدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.


د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د بريدونه يوه پراخ څپه یې بشپړه کړې ده خو دا یې نه دي ويلي چې کوم مشخص اهداف یې په نخښه کړي.  

 

https://p.dw.com/p/5BnvM
د د ایران په خارګ ټاپو کې د بریدونو په اړه رپوټونه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د ایران په خارګ ټاپو کې د بریدونو په اړه رپوټونه

د خارګ ټاپو ستېلايت انځورونه
د ایران په خارګ ټاپو کې د چاودنو په اړه رپوټونه ورکړل شويانځور: Planet Labs PBC/Handout/REUTERS

د ایران په خارګ ټاپو کې چې له ستراتیژيکي پلوه «ډېر» مهم دی، د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي دي.


د «مهر» په نامه نيمه دولتي خبري آژانس ويلي دي، چې د ایران خارګ ټاپو کې چاودنې شوي دي.

د ایران او امریکا جګړه او منځګړی پاکستان


دغې آژانس رپوټ ورکړی چې ياد ټاپو د هېواد د تیلو د صادراتو اصلي مرکز دی، تر بريد لاندې دی.


د امريکا متحده ايالاتو پوځ تر دې دمخه د مارچ میاشتې په نیمايي کې پر دې ټاپو بریدونه کړي وو.

https://p.dw.com/p/5BnZy
د استانبول کې د اسرائيل قونسلګرۍ ته څيرمه دوه کسان په ډزو وژل شوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

استانبول کې د اسرائيل قونسلګرۍ ته څيرمه دوه کسان په ډزو وژل شوي

د ترکیې امنیتي ځواکونه وسله په لاس د بريد په لټه کې دي.
استانبول کې د اسرائيل قونسلګرۍ ته څيرمه دوه کسان په ډزو وژل شويانځور: Yasin Akgul/AFP

په استانبول کې د اسرائيل قونسلګرۍ له ودانۍ بهر پولیسو سره د متقابلو ډزو پایله کې لږ تر لږه دوه بریدګر وژل شوي او یو «سخت» ټپي شوی.
د رويترز خبري آژانس يوه ویډيو ښيي چې څرنګه د پوليسو افسران خپل وسلې را وباسي او پناه اخلي، په داسې حال کې چې ډزې لس دقيقې دوام کوي. يو کس په وينو کې ډوب ليدل کيږي.


نور انځورونه بیا ظاهراً يو بريد کوونکی ښيي، چې د پوليسو او امنيتي چارواکو د بسونو ترمنځ حرکت کوي، چې په لاس کې یې یوه ماشینداره او یوه بله وسله ده او خوا کې یې دوه جسدونه هم لیدل کېږي.


په دې پېښه کې د يوه پوليس د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. 


چارواکو سيمه کلابنده کړې او د بريدګرو د انګیزې په اړه پلټنې روانې دي.

https://p.dw.com/p/5BnWG
د ایران د اوربند وړاندیز رد کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

ایران د اوربند وړاندیز رد کړی

ایران په داسې حال کې د اوربند وړاندیز رد کړی چې دغه هېواد پر زیربناو د حملې له پاره د ترمپ ضرب الاجل ختمېدو ته نژدې کیږی. 

د اوربند دغه وړاندیز د پاکستان په منځګړيتوب وړاندی شوی وو چې په هغه کې د هرمز تنګي خلاصول او په راتلونکو اونیو کې د سولې مذاکراتو پیلېدل راغلي دي.

اړونده موضوع: ترمپ: د نسکورې شوې الوتکې د عملې دویم غړی مو ژغورلی دی

باخبره سرچینو ویلي دی چې تهران له ۴۵ ورځني اوربند سره مخالفت کړی او د هغې پر ځای ېې د جګړې د دايمي پای غوښتنه کړې ده.
د ایران دولتي خبري آژانس (ایرنا) ویلي چې دغه وړاندیز ته د ایران په ځواب کې ۱۰ شرطونه مطرح کړي چې په هغو کې د تحریمونو لغوه کول، د هرمز تنګي بیارغونه او پر دغه مسیر د خوندي تګ راتګ له پاره لازم ضمانتونه شامل دي.

اړونده موضوع: هستوي مرکزونو ته نیږدې بریدونو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری


په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ خبرداری ورکړی او ويلي دي چې که ایران له هوکړې ډډه وکړي، کېدای شي «په یوه شپه کې له منځه ولاړ شي.»
هغه ګواښ کړی چې د چهارشنبې ورځې تر پیل پورې هوکړې ته د نه رسېدو په صورت کې به د ایران د پلونو او بریښناکوټونو په ګډون پر ټولو زېربناو پراخې حملې وکړي. 

https://p.dw.com/p/5BmDc
د د ایران خلکو ته د اسرائیل خبرداری؛ په اورګاډو کې له سفر کولو ډډه وکړي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د ایران خلکو ته د اسرائیل خبرداری؛ په اورګاډو کې له سفر کولو ډډه وکړي

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ د ایران له خلکو وغوښتل چې د ورځې په جریان کې په ایران کې په رېل ګاډو کې له سفر کولو ډډه وکړي. دغه اقدام په ضمني توګه ښيي چې د ریل ګاډو کرښې ممکن د راتلونکو هوايي حملو اهداف وي.

د کړکيچونو د زیاتېدو په ادامه، د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ (د اپریل ۷مه) د یوه خبرداري په خپرولو د ایران له خلکو غوښتي چې په رېل ګاډو کې له سفر کولو ډډه وکړي او د اورګاډو له کرښو هم لرې واوسي، ځکه چې ژوند به ېې له خطر سره مخ شي.


د اسرائيل پوځ پر ايکس شبکه خپور شوي یو پُست کې د ایران له خلکو په مشخصه توګه غوښتي چې په ځايي وخت د شپې تر ۹ بجو په ټول ایران کې په اورګاډو کې د هر ډول سفر کولو ډډه وکړي.
په دغه خبرداري کې راغلي چې په رېل ګاډو کې د خلکو موجودیت او یا زېربناو ته نژدې اوسېدل کېدای شي د ملکیانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.
دغه خبرداری په داسې یو وخت کې خپور شوی چې د ایران او اسرائيل ترمنځ کړکېچ لاهم په لوړه سطحه کې دی.

ایران د وروستیو اونیو په جریان کې انترنیت ته لاسرسی محدود کړی، دا مسئله سبب شوې چې ایرانی اتباع ونشي کړی دغه خبرداری په مستقیمه توګه وويني.

له ایرانه بهر هغه خبري شبکې چې پر سټلایټ خپرونې کوي، دغه خبرداری له سره بیا خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/5BmBy
د د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د پنځو افغانانو په ګډون نهه کسان وژل شوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د پنځو افغانانو په ګډون نهه کسان وژل شوي

په تهران کې د امريکا او اسرائيل د توغندیز بريد ورووسته ويجاړۍ ليدل کيږي او د ژغور عمله لټون کوي.
ایراني چارواکو ويلي دي چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي هم دي.انځور: Iranian Red Crescent/UPI Photo/IMAGO

د ایران دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د تهران د شهريار سيمې د شاهد شهر د استوګنې پر دوو کورونو د امريکا او اسرائيل په توغندیزو بريدو کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي. 


د تسنيم خبري آژانس د رپوټ په حواله دا بريد دوشنبه سهار شوی او په ترڅ کې یې دوه د استوګنې کورونه په بشپړه توګه زيانمن شوي دي. 
د شهريار سيمې يوه لوړپوړي چارواکي سيد علي رحيمي وویل، چې د پېښې په قربانيانو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او درې نارينه شامل دي. دې ایراني چارواکي زياته کړې چې د يوه ماشوم جسد تر اوسه تر ويجاړيو لاندې دی او لټون یې روان دی. 


ایراني چارواکو ويلي دي چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي هم دي.

اړونده موضوع: د ایران جګړه؛ د افغان کډوالو په اړه اندېښنې


په همدې حال کې يو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی دی چې له وژل شويو څخه یې پنځه افغانان ول.

تر دې د مخه هم د تهران پر شهر ري سيمې د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د يوې کورنۍ د شپږو غړيو په ګډون اوه افغان کډوال وژل شوي ول. 
تر اوسه د ایران پر وړاندې د امريکا او اسرئيل په جګړه کې افغان مهاجرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه دقيقې شمیرې نه دي خپرې شوي. 

 

https://p.dw.com/p/5BliY
د د ایران جګړه: د ایران پوځ د ترمپ څرګندونې رد کړي دي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د ایران جګړه: د ایران پوځ د ترمپ څرګندونې رد کړي دي

د هرمز تنګي د پرانيستو له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري د ورکړل شوي ضرب الاجل د مودې ختمېدو د مخه د ایران پوځ ويلي دي چې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې به د ایران د ځواکونو د اقداماتو مخه ونه نيولی شي.


د تسنيم د نیمه دولتي خبري آژانس په حواله، د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه ويلي دي چې «د امريکا د وهمي ولسمشر بې ادبه،  تحقيرونکې او بې اساسه ګواښوونکې څرګندونې به .... د امريکا او صهيونيستي دښمنانو پر وړاندې د اسلام د جنګيالیو د تهاجمي او ځپونکو عملياتو پر دوام هیڅ تاثير ونه لري.» 

 

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، يو ځل بيا خبرداری ورکړی و، چې که ایران د هرمز تنګي د پرانيستلو خبره ونه مني نو «په يوه شپه کې به یې له منځه يوسي.»


نوموړي همدا راز ګواښ کړی و، چې که چېرې د چهارشنبې تر سهار پورې هوکړه ونه شي نو پر پلونو، د انرژۍ پر تاسيساتو او نورو زيربناو باندې به پراخ بریدونه وشي. 

https://p.dw.com/p/5BliH
د سعودي عربستان د ۷ بالستيک توغنديو د ويشتلو خبر ورکړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

سعودي عربستان د ۷ بالستيک توغنديو د ويشتلو خبر ورکړی

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ويلي دي چې دغه هېواد دوشنبه د شپې د ایران د بريدونو هدف ګرځېدلی و. دغه وزارت د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي دي چې د بالستيک توغنديو په راغورځولو توانيدلي دي. 


په خبر کې راغلي، چې د خنثی کړل شويو توغنديو پاته شوني د انرژۍ تاسيساتو ته نږدې راپرېوتلي او د بريد له امله د اوښتي احتمالي زيان په اړه پلټنې روانې دي. 

 

https://p.dw.com/p/5Bl6e
د په پاکستان کې د ایران سفير؛ د پاکستان د منځګړيتوب هڅې «حساس» پړاو ته نږدې شوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

په پاکستان کې د ایران سفير؛ د پاکستان د منځګړيتوب هڅې «حساس» پړاو ته نږدې شوي

په پاکستان کې د ایران سفير د سې شنبې په ورځ ويلي دي چې د پاکستان هڅې چې د امريکا او ایران ترمنځ د جګړې د ختمولو په موخه کوي، يوه «حساس» پړاو ته نږدې شوي دي.

اړونده موضوع: د ایران جګړه؛ تر فشار لاندې پاکستان د منځګړيتوب په هڅه کې دی

سفیر رضا اميري مقدم، د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې د نورو جزياتو ورکولو پرته ليکلي دي: «د جګړې د درولو له پاره د ښه نيت او ښې ديپلوماسۍ مثبتې او ګټورې هلې ځلې  يوه حساس او جدي پړاو ته د نږدې کيدو په حال کې دي.»

https://p.dw.com/p/5BktR
د سنتکام: تر اوسه مو په ایران کې تر ۱۳ زرو ډېر اهداف په نخښه کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

سنتکام: تر اوسه مو په ایران کې تر ۱۳ زرو ډېر اهداف په نخښه کړي

د امريکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې (سنتکام) ويلي دي چې د «حماسوي قهر» په نامه عملياتو په ترڅ کې مو په ایران کې تر ۱۳ زرو ډېر اهداف په نخښه کړي دي. د سنتکام په خبره تر اوسه ۱۵۵  ایراني کښتي له منځه وړل شوي يا زيانمنې شوي دي. 


د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قوماندې (سنتکام) د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي دي چې د امريکا پوځ د «حماسوي قهر» په نوم عملياتو له پېل راهېسې د ایران په اسلامي جمهوريت کې تر ۱۳ زرو ډېرو اهدافو باندې حملې کړي دي. د سنتکام په خبره د ایران پر وړاندې د جګړې له پېل راهېسې تر اوسه د ایران ۱۵۵ کښتۍ ويجاړې او يا هم زيانمنې شوي دي.

د ایران ډرون جګړه: د وسلو دا سیسټم څه ډول کار کوي؟


بل لوري ته رسنیو د امريکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې د متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، له خوا ایران ته د ورکړل شوي ضرب الاجل د مودې پای ته نږدې کيدو ته په کتلو سره د امريکا پوځ د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو باندې بريدونو ته په چمتووالي نيولو بوخت دی. 


په خبره یې نظامي کارپوهانو او طرحه جوړونکي په دې برخه کې د ممکنه موقعيتونو د موجودو نوملړونو ارزونه کوي څو د ترمپ، له لوري د ایران د انرژۍ پر زيربناوو باندې د بريد کولو د پريکړې په صورت کې اړين انتخابونه ولري. 

 

https://p.dw.com/p/5BksR
د نورو پستونو ښودل