1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

شمالي کوريا بالستيک توغندي توغولي

بريښنا صابر | رويترز، ای پي
۱۴۰۵ فروردین ۱۹, چهارشنبه

شمالي کوريا په دويمه ورځ هم د سمندر پر لور نور توغندي توغولي دي. دا توغندي په داسې حال کې توغول شوي چې د شمالي کوريا حکومت يو ځل بيا ټينګار وکړ چې له جنوبي کوريا سره د اړيکو ښه کولو هیڅ اراده نه لري.

https://p.dw.com/p/5BqfF
د جنوبي کوريا په سيويل کې خلک د يوې خبري شبکې د ننداره کولو په حال کې
د جنوبي کوريا د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستیز په حواله دا توغندي د شمالي کوريا له ختيځ ساحل څخه د ختیځ سمندر پر لور توغول شوي.انځور: Jung Yeon-je/AFP/Getty Images

د جنوبي کوريا پوځ ويلي دي چې شمالي کوريا د چهارشنبې په ورځ د سمندر پر لور يو شمیر بالستيک توغندي تر هغه وروسته توغولي دي چې د سه شنبې په ورځ یې هم ناپيژندل شوې مرمۍ توغولې وې.

د جنوبي کوريا د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستیز په حواله دا توغندي د شمالي کوريا له ختيځ ساحل څخه د ختیځ سمندر پر لور توغول شوي.

داسې اټکل کيږي چې د سه شنبې په ورځ توغول شوي توغندي هم بالستيک میزایل وي.

اړونده موضوع: شمالي کوریا د سمندر په لور ۱۰ توغندي توغولي

د جنوبي کوريا پوځ ويلي دي چې څار یې زيات کړی او معلومات له متحده ایالاتو سره شريکوي.

شمالي کوريا د اړيکو د ګرمېدو د جنوبي کوريا هیلې له منځه وړي

دا توغندي په داسې وخت کې توغول شوي چې شمالي کوريا دا خبره روښانه کړه چې له جنوب سره د دښمنيو د کمولو هیڅ اراده نه لري، او په دې توګه د دیالوګ د بیرته پيلولو د جنوبي کوريا د حکومت هیلې یې له منځه يوړلې.

سه شنبه د شپې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت لومړي مرستيال يانګ کم چول، وويل چې جنوبي کوريا به تل د شمالي کوريا د «تر ټولو دښمن دولت» په توګه پاته وي.

نوموړي جنوبي کوريا د «نړۍ د احمقانو» په توګه ياده کړه چې تر هغه وروسته چې د کم جونګ اون، خور د جنوبي کوريا د مشر څرګندونې ستايلې وې، د خبرو اترو هیلې یې پيدا کړي. د جنوبي کوريا ولسمشر څو ورځې تر مخه شمالي کوريا ته د ډرونو د ليږدولو له کبله پيښماني څرګنده کړې وه. د کم جونګ اون، خور د جنوبي کوريا د ولسمشر دغه خبره ستايلې وه.

د جنوبي کوريا چارواکو د کم، د خور تبصره د پخلاينې د يوه نادر ګام په توګه تعبیر کړې وه. خو يانګ، دغه تعبير رد کړ او ویې ويل چې د هغې پيغام د خبرداری په نيت وو. 

اړونده موضوع: د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازموېنې د سیمې هیوادونه انديښمن کړي

د جنوبي کوريا ولسمشر لي ميونګ، په څو ځلي له شمالي کوريا سره د اړيکو د نورمالولو هڅه کړې خو ياد هېواد له جنوبي کوريا او متحده ایالاتو سره د خبرو اترو میز ته له ستنېدو ډډه کوي. امريکا د شمالي کوريا په اتومي خلع سلا کولو باندې ټينګار کوي. 

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber