سېپري: يو ځل بيا د ريکارډ کچې لوړ پوځي لګښتونه
۲۰۲۵م کال کې پوځي لګښتونه ریکارډ کچې ته لوړ شول. د ستاکهولم د سولې تحقیقاتو نړېوال انستیتوت (سېپرې) خبرداری ورکوي چې دغه وضعیت به ظاهراً همداسې ادامه ولري چې له ځانه سره به اضافي خطرونه ولري.

د نړېوالو کړکېچونو تشديد؛ اروپا کې بېساري لوړ پوځي لګښتونه
د ستاکهولم د سولې تحقیقاتو نړېوال انستیتوت (سېپرې) د نوو معلوماتو له مخې حکومتونو په ۲۰۲۵ کې د بل هر وخت په پرتله پر وسلو ډېرې پیسې مصرف کړي دي. اروپا او آسیا د بیو لوړېدا کې رول لوبولی او امریکا بیا هم د نړۍ د تر ټولو لوی پوځي مصرفونکي په توګه پر خپل ځای پاته دی.
نوی لوړ نړېوال پوځي لګښت ۲ اعشاریه ۹ تریلیونه ډالر په ۲۰۲۵ کې
په اوکراین کې د روسیې جګړه اروپا اړ کړه چې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي. اروپا او آسيا د لوړو پوځي لګښتونو د اصلي عاملانو په توګه ياد شوي دي.
آلمان خپله دفاعي بودجه لوړه کړې
آلمان په مالي قوانینو کې د آسانتیا په رامنځ ته کولو، خپله دفاعي بودجه تر ۲۴ سلنې لوړه کړه. په دې ترتيب آلمان اوس د نړۍ څلورم لوړ پوځي بودجه لرونکی هېواد دی.
د چین پوځي بودیجه د ۳۱م پرله پسې کال له پاره لوړه شوې
د سېپري له خوا د چین په څېر بل هېڅ هېواد له دومره اوږدې مودې لوړې بودیجې سره ندی لیدل شوی. په ټوله آسیا کې د چين ودې ته د هېوادونو له خوا غبرګون ډېر شوی.
د امریکا پوځي لګښتونه لږ راکم شوي
په ۲۰۲۵م کال کې د امریکا پوځي لګښتونه يو څه کم شوي دي. اوکراین سره په نوو مرستو کې کموالی، مجموعي لګښت کم کړ. خو لګښتونه بیا هم لوړيږي (یوازې د ایران جګړې په لومړيو شپږ ورځو کې ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارډه ډالر) خو امریکا په ۹۵۴ میلیارډ ډالرو لګښت سره د تر ټولو لوړ لګښت لرونکي هېواد په توګه پاته دی.
هند پنځم لوړ پوځي لګښت لرونکې هېواد
هندوستان د نړۍ پنځم لوړ پوځي لګښت لرونکی هېواد دی چې ستر عوامل ېې چین سره شخړې او پاکستان سره نښتې دي.
اوږد مهاله دفاعي پلانونه
سيپرې خبرداری ورکوي چې د جګړو دوام او اوږدمهاله دفاعي پلانونه ته په کتو، د دفاعي لګښتونو لوړېدا به همداسې ادامه ولري. شنونکي وايي په نړېواله کچه د تسلیحاتو عصري کول، له امنيت ورهاخوا ناوړه عواقب لرلی شي.
پر وسلو د ځان سمبالولو د سيالۍ عواقب
سيپري له یوې نوې نړېوالې تسلیحاتي سیالۍ او د ناسمې محاسبې د لوړ خطر په اړه خبرداری ورکوي. د سيپرې څېړونکی شیاو لیانج وايي: «دا پر نورو عامه لګښتونو خپل اغیز کوي. حکومتونه ممکن اړ شي چې ټولنیز خدمات یا پراختیايي پروګرامونه ودروي. نو دا یوازې په جګړو او وسلو کې نه خلاصه کیږي، بلکې پر ټولنو هم ژور اغیز لري.»