1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه
شخړيآسیا

پر لبنان د اسرائيل تر بريدونو وروسته د اوربند په اړه انديښنې

بريښنا صابر | گل غوټۍ پوپل | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

پر لبنان باندې د اسرائيل د بريدونو د دوام له کبله چې لږ تر لږه ۱۸۲ کسان پکې وژل شوي، ایران د اوربند د ختمولو ګواښ کړی دی. ترمپ هم په دې منځ کې ويلي چې که رښتيني توافق ته ونه رسيږو لا ستر بريدونه به پیل کړو.

https://p.dw.com/p/5BtMD
په بیروت کې تر بريد وروسته ويجاړۍ
انځور: Hussein Malla/AP Photo/dpa/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • اسرائيل د حزب الله د يوه مرستيال مشر د وژلو ادعا کړې
  • د اسرائيل بريد کې د سلګونو کسانو تر وژل کېدو وروسته په لبنان کې وير
  • ترمپ ويلي که رښتینی توافق ترلاسه نه سي، لا لوی بریدونه به پیل سي
  • د ملگرو ملتو عمومي منشي: پر لبنان د اسرائیل بریدونه د اوربند له پاره «جدي گواښ» رامنځته کوي
  • ترمپ؛ څوک چې له ایران سره دفاعي تړونونه کوي له ۵۰ سلنه تعرفو سره به مخامخ شي
  • پر لبنان د اسرائيل د بريدونو دوام او د ایران د نويو دښمنيو ګواښونه
  • ایران د هرمز تنګي د لنډې مودې له پاره تر پرانيستلو وروسته بیرته تړلی دی
  • حزب الله ډلې ويلي چې د اسرائيل بريدونو ته یې ځواب ويلی
  • په پاکستان کې د ایران سفير اسلام آباد ته د ایراني پلاوي د سفر خبر ورکړ، خو وروسته یې بيا خپل پيغام حذف کړ

په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د پنجشنبې، د اپريل د ۹مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د د جگړې له پیل راهیسې د ایران او عربستان د خارجه وزیرانو لومړنۍ ټیلیفوني خبرې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د جگړې له پیل راهیسې د ایران او عربستان د خارجه وزیرانو لومړنۍ ټیلیفوني خبرې

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر، له خپل ایراني سیال سره د جگړې له پیل راهیسې لومړنۍ ټیلیفوني خبرې ترسره کړې دي.

په هغه اعلامیه کې چې ریاض د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوربند له اعلان یوه ورځ وروسته خپره کړه، راغلي دي: "دغه  ټیلیفوني خبرې اترې د وضعیت د پرمختګونو پر بیاکتنه او په سیمه کې د امنیت او ثبات د بیا ټينګولو له پاره د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو باندې متمرکزې وې."

اړونده موضوع: سعودي عربستان: اجازه نه ورکوو چې له هوايي حريم څخه مو د ایران پر ضد استفاده وشي


دغه خبرې اترې د دواړو هیوادونو ترمنځ  له هغه وخت راهیسې لومړنۍ ډیپلوماټیکه اړیکه شمیرل کیږي چې تهران د اسرائیل او امریکا بریدونو ته په غبرگون د فارس په خلیج کې د سعودي عربستان په گډون د خپلو گاونډیانو په وړاندې بریدونه ترسره کړل.   
پر سعودي عربستان باندې د ایران د بریدونو له امله، لږترلږه دوه کسان چې يو هندی او یو بنگله دیشی وو، ووژل سول. دغو بریدونو همدارنگه د عربستان په خاوره کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي اډې هم په نښه کړې.

https://p.dw.com/p/5BvSw
د د خامنه اي د مړینې د څلويښتمې په مناسبت په تهران کې لویه غونډه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د خامنه اي د مړینې د څلويښتمې په مناسبت په تهران کې لویه غونډه

ایران د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د آیت الله علي خامنه اي د څلويښتۍ د ماتم مراسم جوړ کړل. د ایران دولتي تلویزیون د تهران له ښار څخه انځورونه خپاره کړل چې پکښې ښودل کیږي چې د هیواد د پخواني مشر د یادون په مراسمو کې د گډون له پاره ډیر شمیر خلکو حضور درلود.


آیت‌الله علی خامنه‌ای د فبرورۍ پر ۲۸ مه د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل سو. ددغو مراسمو تنظیم کوونکو د سيمې پر وخت له غرمې مخکې ۹ بجې او ۴۰ دقیقې ددغو مراسمو د پیل له پاره ټاکلې وو؛ داسې یو وخت چې په تهران کې د خامنه یي د رسمي اقامتگاه د بمبارۍ دقیقه شیبه ده.  
همدارنگه په پام کې ده چې د جمعې په ورځ به د آیت الله خامنه اي، له پاره په تهران کې د دوعا مراسم ترسره سي، خو لا معلومه نه ده چې څوک به ددغو مراسمو رهبري پر غاړه واخلي.

د ایران روحاني مشر آيت الله خامنه اي څوک وو؟


د آیت الله خامنه اي، ځای ناستی مجتبی خامنه اي، د ایران د نوي مشر په توگه له معرفي کیدو راهیسې، تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرگند سوی.


د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، پیت هګست، د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا ادعا وکړه چې د ایران نوی مشر »زخمي سوی او په څېره کې یې بدلون« راغلی دی. 


د هغه د زیږیدو په ټاټوبي، د ایران تر ټولو سپیڅلي ښار مشهد کې د آیت الله علي خامنه اي، د ښخیدو ځای او وخت  تر اوسه په رسمي توگه نه دی په ډاګه سوی. 

 

https://p.dw.com/p/5BvPl
د اسرائيل د حزب الله د يوه مرستيال مشر د وژلو ادعا کړې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

اسرائيل د حزب الله د يوه مرستيال مشر د وژلو ادعا کړې

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ وويل چې د علي يوسف هرشي، په نوم د حزب الله ډلې د مشر نعیم قاسم، «يو نږدې ملګری او شخصي مشاور» د هغه تره مو وژلی دی. 
د اسرائيل دفاعي ځواکونو (آې ډي اف) د ټولنیزو رسنيو له لارې ادعا کړې: «هرشي د نعيم قاسم، د دفتر په مدیريت او ساتنه کې کليدي نقش درلود.»
حزب الله تر اوسه د نوموړي وژل کېدل نه دي تائيد کړي؛ خو د لبنان امنيتي سرچینو د چهارشنبې په ماښام وويل چې هغه لس پوړيزه ودانۍ د بريد هدف ګرځېدلې ده، چې د رپوټونو پر اساس پکې هرشي، ژوند کاوه. 

اړونده موضوع: حزب الله له اوربند وروسته د خپل تر ټولو لوړپوړي قوماندان وژل کیدل تأیید کړل


د اسرائيل د دفاع وزير اسرائيل کاتس، په څو ځايونو کې په وار وار سره ويلي دي چې د هرشي، مشر قاسم، هم هدف دی. 
نعيم قاسم، د ۲۰۲۴م کال له اکتوبر راهېسې د دغه ډلې د اوږدې مودې د مشر حسن نصرالله ځای ناستی دی چې د ۲۰۲۴م کال په سبتمبر میاشت کې د اسرائيل له لوري په هدفي بريد کې ووژل شو. 

https://p.dw.com/p/5BvID
د د اسرائيل بريد کې د سلګونو کسانو تر وژل کېدو وروسته په لبنان کې وير له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د اسرائيل بريد کې د سلګونو کسانو تر وژل کېدو وروسته په لبنان کې وير

لبنان کې د امنيتي ځواک غړي د ډرونو پر لوري ګوري
په لبنان کې نن، پنجشنبه د اسرائيل په بريد کې د وژل شويو کسانو ويرانځور: Emilio Morenatti/AP Photo/picture alliance

د ایران په جګړه کې د تهران، امريکا او اسرائيل ترمنځ د دوو اونيو د اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته په لبنان کې د حزب الله پر ډلې د اسرائيل په هوايي بريدونو تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول. 
نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۶م کال د اپريل ۹) د منځني ختيځ په دغه هېواد کې يو ورځنی ملي ماتم اعلان شوی و. 
په دې بريدونو کې د اسرائيل پوځ په لسو دقيقو کې دننه په پلازمينه بیروت، د لبنان په جنوب او بيقا دره کې د حزب الله تر ۱۰۰ ډېر شکمن اهداف په نخښه کړل.

د لبنان د روغتيا وزیر د پنجشنبې په ورځ وويل: «د لبنان پر وړاندې د چهارشنبې ورځې د تیري د شهيدانو شمیر ۲۰۳ ته رسېدلی او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/5BvIA
د ترمپ؛ څوک چې له ایران سره دفاعي تړونونه کوي له ۵۰ سلنه تعرفو سره به مخامخ شي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

ترمپ؛ څوک چې له ایران سره دفاعي تړونونه کوي له ۵۰ سلنه تعرفو سره به مخامخ شي

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
نوموړي په يو جلا پوست کې دا هم وويل چې اداره یې «له ایران سره د تعرفو او بندیزونو د راکمولو په اړه په خبرو اترو بوخته ده.» انځور: Brendan Smialowski/AFP

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر هر هغه هېواد چې ایران ته وسلې ورکوي، د ۵۰ سلنه تعرفو د لګولو ګواښ کړی دی؛ خو دا خبره روښانه نه ده چې هغه له حقوقي پلوه د دې ګام واک لري او که نه. 
نوموړي په يو جلا پوست کې دا هم وويل چې اداره یې «له ایران سره د تعرفو او بندیزونو د راکمولو په اړه په خبرو اترو بوخته ده.» 
نوموړي د تروت سوشل په يوه پوست کې ليکلي: «يو هېواد چې ایران ته وسلې ورکوي سملاسي به یې پر هغو ټولو توکو او هرڅه چې پر امريکا یې پلوري، ۵۰ سلنه اغیزناکې تعرفې وضع شي. هیڅ معافيت او استثنا به موجوده نه وي.»

https://p.dw.com/p/5Bu4i
د د ملگرو ملتو عمومي منشي: پر لبنان د اسرائیل بریدونه د اوربند له پاره «جدي گواښ» رامنځته کوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د ملگرو ملتو عمومي منشي: پر لبنان د اسرائیل بریدونه د اوربند له پاره «جدي گواښ» رامنځته کوي

د ملگرو ملتو د سازمان ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغه سازمان عمومي منشي خبرداری ورکړی دی چې په لبنان کې د اسرائیل مرگوني بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ حساس اوربند له پاره «جدي گواښ» بلل کیږي.

د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي، انتونیو گوتیرش ویاند وویل:» په لبنان کې روان پوځي فعالیتونه د اوربند او په سیمه کې دوامدارې او جامع سولې ته د رسیدو له پاره جدي خطر رامنځته کوي. عمومي منشي یو وار بیا له ټولو خواوو غواړي چې ژر ترژره نښتو ته د پای ټکی کښیږدي

د ملگرو ملتو د سازمان ویاند زیاتوي:» عمومي منشي د ملکي کسانو وژنه په کلکه غندلې او د ملکي کسانو د تلفاتو د زیاتیدو له امله په ژوره توگه اندیښمن دی

هغه ټینگار وکړ: «ددغې شخړې له پاره پوځي حللاره موجوده نه ده. عمومي منشي همدارنگه له ټولو خواوو څخه غواړي چې له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي.»

https://p.dw.com/p/5Bu3w
د حزب الله له اوربند څخه د «سرغړونې» په ځواب کې پر اسرائيل توغندي فېر کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

حزب الله له اوربند څخه د «سرغړونې» په ځواب کې پر اسرائيل توغندي فېر کړي

په بیروت کې د اسرائيل تر بريد وروسته ویجاړۍ
پر لبنان باندې د اسرائيل د چهارشنبې په بريدونو کې د لږ تر لږه ۱۸۲ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دیانځور: Louisa Gouliamaki/REUTERS

حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ وويل چې د امريکا او ایران ترمنځ پر اوربند سربیره هم د اسرائيل د بريدونو د دوام په غبرګون کی یې پر دغه هېواد توغندي توغولي دي. 
د ایران له ملاتړه برخمنې دغې وسله والې ډلې ويلي دي چې د اسرائيل په شمال کې د مانارا په مينو باندې یې د «دښمن له لوري د اوربند له تړون څخه د سرغړونو په ځواب کې د راکټ بريد کړی دی.»

ایران د پاکستان د اعلامیې په نقل قول چې منځګړيتوب کوي، ويلي ول چې اوربند بايد پر لبنان هم صدق وکړي. 
خو اسرائيل او متحده ایالاتو ادعا کړې وه چې لبنان په دې تړون کې شامل نه دی او اسرائيل خپلو بريدونو ته دوام ورکړی وو.
د لبنان د روغتيا وزارت په حواله د چهارشنبې په ورځ پر لبنان باندې د اسرائيل د بريدونو په يوه ستره څپه کې لږ تر لږه ۱۸۲ کسان وژل شوي دي.  

 

https://p.dw.com/p/5BtgT
د په پاکستان کې د ایران سفير اسلام آباد ته د ایراني پلاوي د سفر خبر ورکړ، خو وروسته یې بيا خپل پيغام حذف کړ له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

په پاکستان کې د ایران سفير اسلام آباد ته د ایراني پلاوي د سفر خبر ورکړ، خو وروسته یې بيا خپل پيغام حذف کړ

په پاکستان کې د ایران سفير رضا امیري مقدم، ويلي دي چې له امريکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو په موخه به يو ایرانی پلاوی پنجشنبه شپه اسلام آباد ته ورسيږي. 


نوموړي د ايکس شبکې په يوه پوست کې وويل: «د ديپلوماتيک نوښت د ګډوډولو په موخه د اسرائيل د رژيم له لوري له اوربند څخه د تکراري سرغړونو په اړه د ایران د عوامو پر شکونو سربیره هم د محترم لومړي وزير شهباز شريف، په بلنه ایرانی پلاوی د ایران له لوري پر وړاندیز شوي لس ماده ایز پلان باندې د جدي خبرو اترو له پاره نن شپه اسلام آباد ته رسيږي.»


خو نوموړي څو شیبې وروسته خپل دغه پيغام د کوم سپيناوي پرته له خپلې پاڼې لیرې کړ. 

 

https://p.dw.com/p/5BtgO
د ترمپ: که رښتینی توافق ترلاسه نه سي، لا لوی بریدونه به پیل سي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۲۰, پنجشنبه

ترمپ: که رښتینی توافق ترلاسه نه سي، لا لوی بریدونه به پیل سي

د دوه اونیو اوربند له اعلان یوه ورځ وروسته، او په داسې حال کې چې د اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ خبرې اترې د شنبې په سهار، د اپریل په ۱۲مه، د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ټاکل سوې دي، ډونالډ ټرمپ یو پیغام خپور او اعلان یې وکړ چې د امریکا پوځي ځواکونه به له ایران سره د هوکړې د بشپړ عملي کیدو تر وخته پورې په سیمه کې پاته وي.

ترمپ په خپل پیغام کې ولیکل: "د امریکا ټولې کښتۍ، الوتکې او پوځي ځواکونه، له اضافي مهماتو، وسلو او هر هغه څه سره به چې د وژونکو عملیاتو د ترسره کولو او دښمن د له منځه وړلو له پاره چې اوس ډیر کمزوری سوی دی، مناسب او ضروري وي، د ایران په دننه او شاوخوا کې تر هغه وخته پورې پاته سي چې اصلي موافقه په بشپړډول عملي سي."

د ایران جګړه: امريکا، اسرائيل او ایران د دوو اونيو پر اوربند توافق کړی

د امریکا ولسمشر د خپل پیغام په دوام گواښ وکړ:"که په هر دلیل چې وې دا کار ونه سي، چې هغه به له امکانه لیري وي، هغه وخت به فیرونه پیل سي، لا ډیر، ښه تره او له هر هغه څه چې تر اوسه لیدل سوي لا پیاوړي."

ترمپ زیاته کړه:"د دې موضوع په اړه ډېر پخوا موافقه سوې وه، او د هغه پرضد له ټولو جعلي خبرو سره سره، چې هیڅ اټومي وسلې به نه وي او د هرمز تنګی به خلاص او خوندي پاته وي. په عین حال کې، زموږ لوی پوځ د چمتووالي او استراحت په حال کې دی او په حقیقت کې د خپلې راتلونکې بریا په تمه دی. امریکا بیرته را ستنه سوې ده!"

د امریکا ولسمشر همدارنگه په یوه بل پیغام کې،  له اسلامي جمهوریت سره د تړون د اساسي ټکو په اړه، متضادو رپوټونو ته په اشارې سره پر نیویارک ټایمز او د سي این این نیوز په څیر رسنیو باندې د انتقاد په ترڅ کې ولیکل چې دغو دوو رسنیو "هر یو د ایران د خبرو اترو په اړه په بشپړ ډول د جعلي لس ټکیز پلان رپوټ ورکړ، چې هدف یې د سولې په پروسه کې د ښکیلو کسانو بدنامول وو. ټول لس ټکې جعلي دوکې وې."

https://p.dw.com/p/5BtMp
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.