1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران مذهبي رهبر علي خامنه ای څوک وو؟

۱۴۰۴ اسفند ۱۰, یکشنبه

علي خامنه ای چې له ۱۹۸۹ کال څخه ېې د ایران رهبري پر غاړه درلوده، د ۸۶ کلونو په عمر په یوه هوايي برید کې ووژل شو. هغه د خپلې رهبرۍ په جریان کې د اسلامي جمهوري د عصري کېدو پر وړاندې په ډېر قاطعیت ودرید.

https://p.dw.com/p/59coc
 آرشیف - د اسرائیل په حمله کې د ایران وژل شوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای
علي خامنه ای چې له ۱۹۸۹ کال څخه ېې د ایران رهبري پر غاړه درلوده، د ۸۶ کلونو په عمر په یوه هوايي برید کې ووژل شوانځور: Office of the Iranian Supreme Leader/WANA/Handout/REUTERS

واړه حرکات او رفتارونه ځیني وخت ډېر څه ښيي: آیت الله علي خامنه‌ای له ۲۰۲۱م کال راوروسته، په خپلو ویناو او حضوري مجالسو کې د حکومت او هېواد په هکله خبرو کې، د مخکې په پرتله ډېر ځان ته د «زه» یا د «من» ضمیر کاراوه.

د ۲۰۲۳م کال په وروستیو کې هغه حتی وویل چې خدای د هغه په ذریعه خبرې کړي دي. هغه وویل څه باندې شل کاله مخکې ېې یو الهام بښوونکی پیغام د سپاه پاسداران له افسرانو سره چې د هغه ترڅنګ ول، شریک کړ.

خامنه‌ای ادعا وکړه: «خدای تعالی خبره وکړه! په واقعیت کې زما ژبه وه، خو کلیمات ېې د خدای ول؛ هغه یوه ډېره استثنیايي کتنه وه.» هغه زیاته کړه چې هغو خبرو د پام وړ اغیز درلود.

د ایران سیاسي او مذهبي رهبر، ظاهراً خپل ځان «پر ځمکه د خدای استازی» ګاڼه. خامنه‌ای دغه نوم په ۱۹۸۹ کې د ایران د اسلامي جمهوري د موسس، آیت الله خميني، تر مړينې وروسته په لاس راړو او تر هغه وروسته ېې د ایران د رهبر او د ژوند تر پایه ېې د حکومت د مشر په توګه فعالیت وکړ.

نور ولولۍ: ایران: د لنډمهاله مشرتابه شورا پیل او د احمدي نژاد وژل کیدل

خامنه‌ای په کال ۱۹۳۹ کې د ایران په شمالشرقي ښار مشهد کې چې د شعیه ګانو له پاره مقدس ښار دی، زیږیدلی وو. هغه څه باندې درې لسیزې د ایران په ټولو دولتي چارو کې تر ټولو وروستی تصمیم نیوه.

هغه علاقه نه لرله چې د تصمیونو په هکله ېې ورڅخه پوښتنه وشي. هغه هېڅ کله مرکه ترسره نه کړه. په ۲۰۱۸م کال کې یو محصل وروسته له هغې چې د کمرې په مخ کې ېې له هغه وپوښتل چې آیا د هېواد له ستر رهبر څخه پوښتنه کولی شي او که نه، «مذهبي رهبر ته د سپکاوي» په تور پر دوه کاله حبس محکوم شو.

د ایران له پاچا سره مخالفت او د ۱۹۷۹ انقلاب وروسته سیاسي پرمختګ 

خامنه‌ای د خپل عمر تر پایه ځان شاعر او ادبي منتقد ګاڼه. هغه په ځوانۍ کې شعرونه ویل. د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب مخکې د ایران د هغه وخت شاه سره د مخالفتونو له امله څو ځله بندي شوی وو. نوموړی په هغه وخت کې د ېوې ادبي څېرې په توګه د رژیم د منتقدانو په ډله کې یو نسبتاً آرام او له سیاسي جنجالونو لرې شخص و.

آرشیف ۲۰۲۲ - خامنه‌ای د سوریې له پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد سره
خامنه‌ای په خپل ټول ژوند کې نسبتاً ساده ژوند درلود، که څه هم نژدې کسان ېې پر فساد له ککړ اقتصادي نظام څخه برخمن کېدلانځور: HO/KHAMENEI.IR/AFP

نور ولولۍ: په کراچۍ کې د امریکا پر قونسلګرۍ د خلکو هجوم؛ اته کسان مړه شوي

د ایران د سلطنت تر پرځېدو او د اسلامي جمهوري په تاسیس سره، خامنه‌ای په چټکۍ د دیني حکومت په جوړښت کې ارتقا وکړه.

هغه یو تکړه ویناوال و او د تهران د جمعې لمونځ د خطیب په توګه یې فعالیت وکړ. په ۱۹۸۱ کال کې د «مجاهدین خلق» په نوم د مقاومت د یوې ډلې تر برید لاندې راغی چې وژغورل شو، خو په دغه برید کې ېې ښي لاس شنډ شو. هغه په کيڼ لاس لیکل زده کړل او د وخت په تېرېدو سره ېې د ديني نظام د رهبرۍ داخلي کړۍ ته لار پیدا کړه.

خامنه‌ای له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۹ د ایران ولسمشر و. هغه مهال (۱۹۸۰ تر ۱۹۸۷) د ایران او عراق ترمنځ جګړې هم جریان درلود چې په کې دواړو خواو ته درانه زیانونه واوښتل.

د خامنه‌ای ځواک څه وو؟

هغه یو ځل ويلي و چې پوهیږي د ترور یوه تجربه او د یو دیکتاتور تر حاکمیت لاندې ژوند څه ډول وي. هغه په ایران کې د شاه وخت ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې د خپلې رهبرۍ پر وخت د بشري حقونو پراخو سرخړونو ته پام نه اړاوه.

د خامنه‌ای د ځواک اصلي منبع، د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران (IRGC) وه؛ هغه پوځي سازمان چې په ۱۹۷۹ کال کې د «انقلاب د حفاظت» له پاره تاسیس شو.

سپاه پاسداران د هغه د رهبرۍ پر وخت په پراخه کچه وده وکړه او د ایران پر یو تر ټولو ځواکمن پوځي ځواک واوښت. په تشکیل کې ېې پوځ، سمندري ځواک، خپلواک هوايي ځواک، استخباراتو برخه او د بهرنیو ځانګړو عملیاتونو واحدونه درلودل.

نور ولولۍ: د خامنه ای وژل کېدل؛ ایران «۴۰ ورځې عمومي ماتم او ۷ ورځې رخصت» اعلان کړ

 سپاه پاسداران چې د «خاتم الانبیا» رغنیزې مجموعې له لارې د ایران د نفت او ګازو صنعت هم کنټرولوي، په عمل کې «د حکومت په داخل کې پر حکومت» بدل شوی دی. سپاه پاسداران د ایران مذهبي رهبر ته د دې واک ورکوي چې پر ولسمشر او پارلمان له تېرېدو پرته، خپله اراده عملي کړي.

امریکا د «لومړني دښمن» په توګه

خامنه‌ای په خپل ټول ژوند کې نسبتاً ساده ژوند درلود، که څه هم نژدې کسان ېې پر فساد له ککړ اقتصادي نظام څخه برخمن کېدل.

د کرونا وبا په اوج کې، نژدې کسانو ورته د (SARS-CoV-2) ویروس ضد ایراني واکسین د توسعې ژمنه وکړه. دغې پروژې نژدې یو ميلیارډ ډالر لګښت درلود، خو په نهایت کې  واکسین تولید نشو.

آرشیف - د ایران وژل شوی مذهبي رهبر آیت الله علي خامنه‌ای
خامنه‌ای په ۱۹۸۹ کې د ایران د اسلامي جمهوري د موسس، آیت الله خميني، تر مړينې وروسته د ایران د رهبر او د ژوند تر پایه ېې د حکومت د مشر په توګه فعالیت وکړ انځور: AP

د میلیونونو هغو ایرانیانو په آند چې د کرونا وبا پر وخت ېې خپل عزیزان له لاسه ورکړل، خامنه‌ای د فاجعه لرونکي بحران د مدیریت مسئول ګڼل کېږي. هغه ادعا کړې وه چې کرونا د «امریکا یوه بیولوژیکي وسله» ده چې پر ایران د حملې له پاره ورته په ژنيتيکي ډول تغییر ورکړل شوی دی. په همدې اساس، هغه د ایران حکومت د امریکا او بریتانیا ساخت واکسینونو له واردولو منع کړ.

آیت‌الله خامنه‌ای د ایران اسلامي جمهوري، د «امپریالیستي» غرب پر وړاندې د مقاومت یوازینی ځواک ګاڼه او په سر کې ېې په اسلامي نړۍ کې د ځواکمن شیعه ایران نظریه درلوده. هغه په خپلو ویناو کې د «دښمن» کليمه ډېره کاروله او اصلي دښمن تل امریکا متحده ایالات ګڼل کېده. هغه په کراتو ویلي و: «امریکا زموږ د ملت لومړی درجه دښمن دی.»

نور ولولۍ: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل

د ایران اټومي او توغندیز پروګرام د هغه د رهبرۍ په دور کې جوړ او پرمختګ وکړ. که څه هم نوموړي د فتواو په صادرولو د اټومي وسلو کارول منع اعلان کړل، خو دغه اقدام ېې په نړېواله سطحه قانع کونکی واقع نه شو. خامنه‌ای د اټومي پروګرام د محدودولو مذاکرات، یوازې هغه وخت ومنل چې ایران نور په راتلونکې کې په چټکۍ سره د دغه پروګرام د بیا پیلولو له پاره لازمه پوهه او کافي تجربه په لاس راوړې وه.

د خامنه‌ای د سرسخته دريځ بیه، ایران او د دغه هېواد خلکو په نړېوالې انزوا او سختو اقتصادي تحریمونو سره پرې کړه.

سرکوب او ټولنیز عواقب یې

د هغه د رهبرۍ پر وخت، د سیاسي او ټولنیزې آزادۍ له پاره د خلکو اعتراضونه په تاوتریخوالو سره سرکوبه شول. همدارنګه د اقتصادي ستونزو پر اساس رامنځ ته شویو ناآراميو پر وړاندې هم تند او شدید چلند وشو.

نور ولولۍ: ایران په عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

په دغه دوره کې په ایران کې د ښځو ټکول او سرکوب يوې نوې کچې ته ورسېدل. هم مهاله د نخبه او لوستو ایراني ځوانانو د مهاجرتونو لړۍ هم خپلې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده. د هغه د رهبرۍ په ادامه کې نور په موجوده سیاسي نظام کې د تل پاتې اصلاحاتو له پاره تمه له منځه ولاړه.

د خامنه‌ای منتقدانو شک درلود چې آیا هغه واقعاً پر مذهبي ادارو د خلکو د نارضایتۍ او اعتماد له کمېدو، همدارنګه د خلکو په ژوند کې له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو خبر دی او که نه ځکه هغه له خلکو سره خبرو کولو سره علاقمندي نه ښودله.

له آرشیف څخه: 

ایران کې واک د چا په لاس کې دی؟